شيکسپير د ښځو په اړه څه وايي؟

احمدالله احمدزی

ولييم شيکسپير د انګريزي ادب پلار بلل کيږي، چې ۱۵۶۴ز کال کې د برتانيې مشهور برمنګم ښار کې زېږېدلی، مګر د ادبي ذوق او کردار له امله د ادب، شعر او ليکوالي په لس زره کلن تاريخ او د سټېج ډرامې په اوه زره کلن کې د شيکسپير ساری نه دی راغلی. د شيکسپير په يوه ډرامه «as you like it»تر اوسه له ۲۲ زياتې ماسترۍ او له پنځلسو زيات دکتورا تيسيز ليکل شوي دي.

د شيکسپير خبرې د انګريزي ادب د مينه والو لپاره له سرو زرو هم قيمتي دي او خلک يې د ادب اياتونه بولي.

شکسپیر د ښځو په اړه چې کابو نیمه نړۍ بلل کېږي، څه وايي؟
شکسپیر د دې جنبس په تړاو په زړه پورې ویناوې لري چې له تاسو سره شریکوم:

٭ د ښځې په ذهن کې دوه فکرونه وي: هغه دا چې ښځه هر څه غواړي، مګر په خپله هېڅ هم نه کوي؛

٭ سره زر په اور معلوميږي، ښځه په سرو زرو او سړی بيا په ښځه ښه امتحانيږي؛

٭ د ښځې په شونډو کې د ګردې نړۍ شات او زهر پراته دي، چې هر يو وغواړي، کارولی يې شي؛

٭ نجلۍ په څوارلس کلنۍ کې د زړه سکون لپاره مينه کوي، اتلس کلنۍ کې د واده لپاره، دېرش کلنۍ کې د دې لپاره مينه کوي، چې ځان په دې ډاډه کړي، چې دا خو لا هم ښايسته ده او څلويښت کلنۍ کې د دې لپاره مينه کوي، چې ځان ورته لا هم ځوانه ښکاره شي؛

٭ښځه هغه وخت خاندي، چې امکان يې وي، مګر ژړا هر وخت په هره ګړۍ کې کولای شي؛

٭ښځه اول مينه په سترګو کوي، بيا په زړه او اخيره کې په عقل؛

٭د مالدار سړي زينت سخا ده، د غريب سړي ښايست، قناعت او صبر دی او د ښځې ښايست پاک لمني ده؛

٭ښځه په دفاعي حالت کې ژاړي، د ناکامۍ په صورت کې پټه خوله وي او د بحث پر مهال يې وسله خندا ده؛

٭ښځه په ډېره اسانۍ سړي ته خپل زړه ورکوي، مګر په بېرته راګرځولو کې يې له سختو کړاوونو سره مخ وي؛

٭له درې شيانو ځانونه ساتئ:
اور، اوبه او ښځه.
اور دې سوځوي، اوبه دې غرقوي، او ښځه به دې ليونی کړي.

٭ښځې سره درې شيان مه منه:
اعتراف، راز او خاموشي.

٭درې شيان د ښځې عزت زياتوي:
ادب، علم او نيک اخلاق.
٭ژوند څو فصله دی. ښځه يې پسرلی دی، بوډۍ ګانې يې خزان دی، سړي يې اوړی دی او له واده پاتې ښځې يې ژمی دی.

٭ښځه درې سوالونه ډېر بد ګڼي: بله ښځه له دې ښايسته ده، عمر دې څومره دی او د ماضي په اړه پوښتنه ډېره بده ګڼي.
٭حيا د وړې نجلۍ له نظره چيغې او نارې دي، د پيغلې له نظره ښايسته جامې او سينګار، د سړي له نظره واده او د ښځې له نظره د ژوند ترخه تجربه ده.

٭سړی په اوښکو قانع کېږي، مګر ښځه بيا په مچه؛

٭ملګرتيا ډېر وخت په مينه پای ته رسيږي او مينه ډېر کم وخت په ملګرتيا پای ته رسيږي؛

٭غټې او پراخه سترګې د سپين ژبې او نيکۍ نښه ده، تنګې او وړې سترګې د مکر، فرېب، ضد او چالاکۍ نښه ده؛

٭خوبولې سترګې د نرم او مهربانه زړه نښه ده؛

٭شنې سترګې د ضد او عناد نښه ده؛

٭د ښځې خواهشات او امرونه پوره کول د سوري ګېلاس په څېر دي، پوره کول يې امکان نه لري.

٭هغه نجلۍ، چې په لومړي ځل درته په ښکاره د مينې اظهار کوي، هغه به دې له خدای پاماني پرته پرېږدي.

٭هوښياره نجلۍ مينه د مينې لپاره نه کوي، بلکې مينه د واده لپاره کوي.

٭ښځه هغه سړي سره مينه کوي، چې راز ساتي، مګر سړی بيا هغې ښځې سره مينه کوي، چې ښايسته وي.

٭د ښځې په ژوند کې درې سړي مهم دي: پلار، چې احترام او درناوی يې کوي، ورور، چې ترې وېريږي او مېړه، چې دا له هغه سره مينه کوي او هغه له دې سره.

٭دنيا د سړي زړه دی او د ښځې زړه دنيا ده، ښځه ژور شيانو ته ګوري او سړی لرې فکر کوي.

٭د ښځې اوښکه د هر غم دارو ده او خندا يې د ټولو خوښيو لپاره ده.

٭د ښځې د مينې په اندازه د هغې غچ او کسات هم وي او ښځه چې څومره بې عقله او خره وي، د ژوند تاوان يې هم په همدې اندازه وي.

٭د نړۍ تر ټولو بې عقله ښځه د نړۍ هوښيار سړی تېرويستی شي او د نړۍ تر ټولو هوښياره ښځه يو ساده سړی هم غلطوی شي.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
3 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
حق جو
میلمه
حق جو

عجب رومانټیک بحث دی یو څه به دې پسې غځولی وای د خدای انصافداره !!!!!!!!!!

عبد الله
مدیر
عبد الله

وروستی جوملا می تر نورو ډیره خوښه شول چي وايي:
٭د نړۍ تر ټولو بې عقله ښځه د نړۍ هوښيار سړی تېرويستی شي او د نړۍ تر ټولو هوښياره ښځه يو ساده سړی هم غلطوی شي.

emir
میلمه
emir

ماشاء الله ښځه خو يي ډيره شه تعریف کړی