افغانستان

تركيه په کندوز کې د دیني علومو مرکز جوړوي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، وري ۱۷مه ۱۳۹۴ل): ترکیه د دیني علومو محصلینو د تربیې لپاره په کندوز کې یو مرکز جوړوي چې د تدریس سربېره محصلینو ته ډوډۍ، لیلیه او نور امکانات هم برابروي.

د کندوز والي محمد عمر ساپي نن په افغانستان کې د فلاح تربیوي مرکز عمومي رییس نورالدین یرلي‌قیا سره وکتل او په دې موضوع یې ورسره بحث وکړ.

یرلي‌قیا وویل چې ترکیه به نېږدې وخت کې په کندوز ولایت کې د فلاح په نوم یو تربیوي مرکز جوړ کړي چې دیني درسونه به په کې مفت تدریسیږي.

هغه زیاته کړې چې دغه تربیوي مرکز کې به ۱۵۰ نارینه او ښځېنه زده کوونکو ته چې له دوولسم څخه فارغ شوي دیني مضامین به تدریسیږي او هم به درې وخته ډوډۍ، لیلیه او د تدریس ټول امکانات ورته برابریږي.

یرلي‌قیا د مرکز په اړه نور معلومات نه دي ورکړي خو ویلي یې دي چې دغه تعلیمي او تربیوي مرکز به په څلورو پوړونو کې په اساسي ډول د ترکیې په مرسته جوړ شي.

اوس مهال د کندوز په پوهنتون کې د شرعیاتو یو پوهنځی شته دی او دا د دیني علومو لومړی مرکز دی چې نوی جوړیږي.

تر دې وړاندې د فلاح تعلیمي او تربیوي مرکز چې د ترکیې لخوا چلول کیږي په کابل او بلخ کې فعالیت لري، په پروان کې يې مرکز تر کار لاندې دی او کندوز يې څلورم ولایت دی چې فلاح تربیوي مرکز په کې خپل کار پیلوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x