نظــر

د طالبانو خوش طبعي او د بي بي سي شوخ طبعي

لیکوال: زلمی هيوادوال

څو ورځې مخکې طالبانو د خپل مشر ملا محمد عمر مجاهد د ژوند په اړه یوه لیکنه خپره کړه، په لیکنه کې د ملا محمد عمر ژوند ته له بیلابیلو اړخونو کتل شوي، د نوموړي د طبیعت او شخصي مزاج په اړه داسې لیکل شوي: ( ملامحمد عمر(مجاهد) د خپلې خاموشي ترڅنګ یوډول خاص ظرافت اوخوش طبعي هم لري نوموړی په هیچا باندې که څه هم په هر لحاظ ترده کشر وي ځان لوړنه ګڼي، له خپلو ملګروسره یې برخورد ډیر مینه ناک، صمیمانه، باشفقته او له متقابل احترامه ډک وي).

بي بي سي همدې ټکي ته دا ډول رنګ ور کړی: (او ویل شوي هغه ساده ژوند لري او په ژوند کې یو څه «شوخ طبیعته» هم دی. ) بل ځای لیکي: ( له هېواده بهر کوم بانکي ګڼون (اکونټ) نه لري. خوش خلقه او شوخ طبعه انسان دی ).

ما چې کله د ملا محمد عمر په خپره شوې بیوګرافۍ د بې بې سي تبصره ولوسته، د یو څو نورو ځایونو تر څنګ یو ټکي ځان ته ډېر ور کش کړم، په فکر کې شوم، ما ویل طالبانو په رښتیا د خپل مشر په اړه د شوخ طبیعته ټکی کارولی؟ کله مې چې د طالبانو په پاڼه کې نوموړې لیکنې ته سر وښکاره کړل، داسې څه مې تر سترګو نشول!

طالبانو لیکلي چې نوموړی ( یو ډول خاص ظرافت او خوش طبعي هم لري ) خو بې بې سي خوش په شوخ بدل کړی، یا ترې بدل شوی، که څه هم چې خوش او شوخ د تورو له پلوه یو له بل سره هېڅ توپیر نه لري، خو وړاندې وروسته کېدل یې معنی تغیروي، په خوش کې هم خ و ش او په شوخ کې هم ش و خ، په خوش کې خ لومړنۍ ده، خو په شوخ کې وروستنۍ.

باید ووایم چې زما موخه د ملا محمد عمر او د هغه د کړنو ننګه یا پرې نیوکه نه ده، یوازې دې ټکي ور سره په مخه کړم چې سړیه! آخر دا دومره رخه، کینه د څه لپاره چې آن یو سم ټکی له خپل مفهوم څخه یو بل داسې مفهوم ته اړول د څه لپاره! چې نه د لیکونکي هدف دی، او نه به یې یو دروند شخص که هر څوک وي د خپل ځان لپاره غوره کړي.

خوش طبع د درنو خلکو لپاره کارول کېږي، خو شوخ طبع بیا هغه د چا خبره د چټانو لپاره کارول کېږي، زما په نظر ملا محمد عمر نور که هر څنګه دی، په دې کې شک نشته چې د افغانانو په ټول تاریخ کې یوه بې سیاله څېره ده.

آخر دا ځينې بې بې سي خیل ولې لړلوالي، ناولتوب، لوغړنتوب او کرغېړنتوب دومره په سر اخیستي چې د یو انسان په اړه یو معمولي ښه ټکی هم نشي زغملی، دا که اوس د انګریزانو د الیزابت خیلو په اړه کوم څه وی، پرته له شکه چې که لس سوړې ولري ځینې بې بې سي خیل به یې په یوه هم حساب نه کړي، بلکې هڅه به وکړي چې ټولې سوړې یې پټې کړي، که نور نه وي، آن په ځینو سوړو به له دې امله شونډې ور کېږدي چې څوک یې ونه ویني!

خو د یو مسلمان، یو افغان، یو پښتون په اړه بیا دا ډول ناځوانمردانه، بلکې ماشومانه لوبې کوي! یو ځل بیا په شک کې شوم چې د بې بې سي دا تبصره خو به داسې چا نه وي لیکلې چې اصل یې بل وي! خو چې فکر مې وکړ، ما ویل نه، دا هېڅکله نه شي کېدی، د یو چا اصل که هر څو بل وي، او هر څو له لمڅي پښې وباسي، داسې لوبه نه کوي، ځکه څوک چې خپله دروند وي، هېڅکله د بل د سپکولو هڅه نه کوي! مګر دا چې په خپل اصل کې یې څه وي! البته د یو چا په فکر او کړنو نیوکه جلا خبره ده، خو د شخصیت سپکول کله هم د سلیم عقل او منطق نښه نشي کېدای.

——-

دسرمحقق زلمي هیوادمل صاحب د اعتراض وروسته د لیکوال نوم د هیوادمل څخه هیوادوال ته بدل شو

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غوربندي

هیوادمل صیب

تاسو ته سلام او احترام

ستاسو باریک بیني مې خوښه شوه

په فکر او قلم مو برکت شه

خداوند متعال دې ستاسو دا لیکنه د ښاغلي جانبټ د برکټیانو لپاره د هدایت او لارښوونې سبب وګرزوي.

کما ل

افغان چی پوره بی ناموسه او وطن فروش نه وی هغه دانگریز غلامی نه کوی.زکه چی انگریزدافغانانو تاریخی اوتلپاتی دشمن دی.هغه زخمونه یی هیس کله نه هیریژی کوم چی وزیراکبرخان، غازی ایوب خان اونورو ورکری.، کوم تش په نامه بی ضمیره افغانان چی دانگریزپه دغه تبلیغاتی سنگرکی ناست دی له هغوی دخیرتمه نشی کیدای ( پشتو پنت نه لرم بخنه غوارم )

طوفان طوطاخیل

دا محرفین په هرڅه کې داسي چلونه کوي ، دوی سره باید شوخ طبعي وشي ترڅو له داسي کړنو لاس واخلي

زلمی هيوادمل

د نن ټکي اسیا د سایټ محترمو چلوونکیو! ستاسې په سایټ کې د اپرېل په شپږمه نېټه(د طالبانو خوش طبعي او د بي بي سي شوخ طبعي) تر سرلیک لاندې یوه لیکنه خپره شوې ده. لیکوال یې زلمی هیواد مل ښوول شوی دی. ما چې دا لیکنه وکته په لیدو یې هېښ شوم، ځکه ما دا لیکنه نه ده کړې، نه ترې خبر یم او نه مې کله هم په سایټونو کې لیکنې خپرې کړي دي. سملاسي زړه ته راغلل ښايي دا به په همدې نامه او تخلص کوم بل لیکوال وي، خو دا چې ډیرو کسانو پوښتنې رانه وکړې… نور لوستل »

Back to top button
4
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x