fbpx

د حضرت عمر (رض) د ژوند ۱۰۰ کیسې (څلورمه او پنځمه کيسه)

ژباړه: محمد طارق فاروقي

څلورمه کیسه (ړنده بو‌ډۍ)

د ابو بکر صدیق (رض) د خلافت په وخت کې د مدینې منورې ښار ته څېرمه یو وړوکی کور و، چې په دې کور کې یوه ړنده بوډۍ ښځه اوسېده. دې ښځي په دې کور کې پرته له یوي ګډې او یو سطل او فرش څخه نور هیڅ هم نه درلودل.

حضرت عمر (رض) به هره شپه ورته راتللو، دې بوډۍ ته به یې خوارک او څښاک او د کور نور ضروري شیان برابرول، بله شپه چې کله ورغی، ګوري چې د کور هر څه برابر شوي دي، بېرته ولاړ. کله چې بله شپه ورغی، ګوري چې بیا د کور هر څه برابرشوي دي، په دریمه شپه د کور په یوه څنډه کې پټ شو، ګوري چې د وخت خلیفه ابوبکر صدیق (رض) راغی او دې بوډۍ ته یې د کور هر څه برابر کړل.

کله چې حضرت عمر (رض) دا حالت په سترګو ولید، له خپل ځايه پټ ووت او دا کلمات یې له ځان سره زمزمه کول: زما ځان دې له تا قربان وي، زما ځان دې له تا قربان وي، ای د مسلمانانو خلیفه! چې ته په هر څه کې له ما وړاندې یې. منتخب کنز العمال ۳۴۷/۴.

پنځمه کیسه: هغه زلمی چې په قبر کې یې خبرې کولې

د حضرت عمر (رض) د خلافت په وخت کې په مدینه منوره کې یو زاهد او تقوی دار زلمی و، چې هر وخت به په ډېره مینه او علاقه هر سهار نبوي مسجد ته د آحادیثو د زده کړي لپاره حاضر و، دې زلمي سره حضرت عمر (رض) خاص مینه او محبت درلوده، هر وخت به یې پوښتنه کوله، خو د دې زلمي د کور او نبوي مسجد تر منځ په لاره کې یو کور و، چې ده به تګ راتګ پرې کاوه.

په دې کور کې یوه ښځه وه، چې تل به یې له دې زلمي څخه ناوړه غوښتنه کوله، خو ده به هر وخت ترې انکار کاوه، بلآخره يوه شپه یې خطا ویست او ځان سره یې کور ته روان کړ، کله چې دا زلمی کور ته ورننوت، د قرآن کریم دا آیت ذهن ته ورغی، (إن الذين اتقوا اذا مستهم طائف من الشيطان). “د اعراف سورت” په ډېره تېزۍ سره په داسي حالت کې له کوره ووت، چې ټول ځان یې لړزېده، کله چې خپل کور ته ننوت، سم له لاسه بې هوښه پرېووت، کله چې په هوښ راغی، پلار يې د حالت پوښتنه وکړه، چې دا ولې؟
زلمي ټول جریان پلار ته ووايه او بیا بې هوښه شو، تر دې چې بیا په هوښ رانغی او ومړ، خپلو خپلوانو یې غسل ورکړ او قبر کې یې خښ کړ.

کله چې سهار حضرت عمر (رض) له دې کیسې خبر شو، د دې زلمي کور ته ورغی او د ده پلار او نورو خپلوانو ته یې ډاډګیرنه ورکړه. او د زلمي د قبر خوا ته ورغی، د ده نوم یې واخست او ورته یې وویل: ای فلانیه! (ولمن خاف مقام ربه جنتان). له قبره بېرته ځواب ورکړل شو، ای عمره! الله (ج) دا دواړه جنتونه ما ته راکړل. تفسیر ابن کثیر ۲۹۷/۲.

نور بیا

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د