ملي او بین المللي مافیا

لیکوال: الحاج استاذ بیانزی

بسم الله الرحمن الرحیم

مخکی له دی چه د ملی او بین المللی مافیاوو د رامنځته کیدو په اړه څه ولیکم د دوی په زیږونکو او روزونکو به لږه رڼا واچوم:

خالق لایزال خپل مخلوقات بی هدفه نه دی خلق کړی هر یو مخلوق ته یی د هغوی د فطرت له مخی ځانګړتیا ورکړی دغو دندو تر سره کولو ته عبادت او یا د مخلوقاتو د پیدایښت هدف او سبب وایی .دغه دندی د ځینو جبری او د ځینو بیا ځینی یی په خپله خوښه وی ، پیریان او انسانان د الله ج له همهغه مخلوقاتوڅخه دی چه د بدن دننه دندی یی اجباری او بارنی دندی یی د دوی په خوښه دی چه کوی که نه یی کوی ، ښه کوی که بد کوی ، البته کول یا نه کول یی مکافات او مجازات لری . انسانان بیا د خلافت مقام د وړتیاوو په لرلو تر پیریانو مخکی دی . د دوی پیدایښت د عبادت د پاره شوی، عبادت د توحید او اطاعت مجموعی ته وایی . توحید زیربنا او اطاعت یی روبنا یا توحید هډوکی او اطاعت یی په سر غوښه ، رګونه او پوستکی یا د یوی ودانی بنسټ ته زیربنا او د دغه بنسټ په سر ودانی ته روبنا ویل کیږی د عبادت اوله برخه کی مالکیت او په دوهمه برخه کی یی شریعت نغښتی دی .

انسانانو که د متفکرو مغزونو او مهربانه زړونو په لرلو د خلافت سپیڅلی مقام تر لاسه کړی ،چه کړنی او لاسته راوړنی به یی نه یواځی د انسانانو د پاره بلکه د زمکی د ټولو مخلوقاتو د پاره ګټوری وی ،مګر د دی په څنګ کی د الله ج د عظیمی ازموینی لاندی نیول شوی . الله ج فرمایی [ که دا قران می په غرونو نازلولی ، غرونه به یی له ویری ذره ذره شوی وی ]. د الله ج ازموینی د پاره د انسان په شان مخلوق په احسن تقویم سره جوړ شوی چه د دی ازموینی وړتیا لری ، یعنی انسان د الله ج د لارښودنو او د شیطانی وسوسو تر منځ پاتی کیږی چه د الله جه په لار ښودنو عمل کوی او که د شیطانی وسوسو ښکار کیږی ، د دی ازموینی د دوام د پاره یی د انسان په فطرت کی د قناعت او حرص خصلتونه اخښلی ، نیکمرغو کی قناعت او بدمرغو کی د حرص خصلت وده کوی، قانع انسانان د الله ج په لارښودونو او حریص د شیطان د وسوسو ښکار شی د مال او مقام د زیاتولو او زیاتولوهڅو کی شی انسانان د قناعت او حرص په لرلو او کارولو د حق او باطل په دوه متضادو ډلو ویشل کیږی.

د حق او باطل جګړه ( ازموینه ) د ژوند له اولو شیبو پیل شوی او تر اخره به دوام لری . د حق پلویان د معنویاتو او د باطل پلویان د مادیاتو پیاوړتیا لری د حق پلویانو تکیه په معنویاتو ( الله ج ) او د باطل پلویانو تکیه په مادیاتو ( دجال ) پوری تړلی ده د حق پلویانو زیربنا توحید ( خدایی مالکیت ) او روبنا یی د الله ج د اوامرو رسالت او اطاعت ( خدایی شریعت ) دی د دواړو مجموعی ته عبادت ویلی شی کوم چه د انسانانو د پیدایښت اصلی هدف دی په داسی حال کی چه د باطل پلویانو زیربنا اقتصاد ( انسانی مالکیت ) او روبنا یی د دموکراسی ( انسانی شریعت ) اصولو پیروی ده . ځکه اسلام او دموکراسی یو له بله سره مخالف قطب کی قرار لری.

اوایلو کی د انسانانو شمیر کم ، زمکه پراخه او طبیعی منابع د خلکو له اړتیاوو زیاتی وی د نوو الاتو او مغلقو پلانو او پروژو اړه هم کمه وه ، ( اړتیا د ایجادولو مور ده ، چه اړتیا نه وه ایجاد هم نه وو ) ، د استثمار کچه ټیټه وه د هابیل او قابیل تر منځ جګړه که پیښه شوه د حسن د توپیر د حرص له مخی وه چه له امله یی خپل سکه ورور په ناحقه ووژلو او د لمړی ځل د پاره یی د ناروا وژلو ډبره یی کیښودله . له هغه وروسته څومره چه د انسانانو شمیر زیاتیدلو ، زمکه تنګیدله ، طبیعی منابع کمیدلی ، شیطان دحریصو خلکو په سینو کی وسوسی اچولی چه د نورو په حقوقو تیری وکړی . همدغه بی عدالتیو او حق تلفیو استثمار ، فساد ، جنګونه او ناروا وینی تویول زیات کړل . اوسنی جنګونه او بی عدالتی د هماغه پخوانو بی عدالتیو ، فساد ، جنګونو او استثمار سلسله ده هدف او کیفیت یی هماغه صرف وخت ، ځای ،خلک ، پلانونه ، وسلی او وسیلی بدلیږی . دحق او باطل دا جګړه چه اول د هابیل او قابیل تر منځ رامنخته شوی ، د دجال او عیسی ع جنګ به یی اخری وی که اولی جنګ د باطل په ګټه وو اخری جنګ به د حق په ګټه ختمیږی یعنی د هابیل غچ به له دجاله اخستل کیږی او د زمکی ټول ژوند او الهی ازموینه به ورسره ختمیږی .

استثمارګرو که وخت په وخت د غلامولو د پاره شیطانی نظامونه او پلانونه رامنځته کول الله ج یی د مخ نیوی د پاره انسانانو ته اسلامی نظام راولیږلو چه دا او اخروی ژوند پری ښکلی او مثمره کړی ، اسلامی نظام له ادم ع پیل شوی او د محمد ص وخت کی تکمیل شو چه د پوره سولی او هوساینی تضمین کوی د استثمارګرو دموکراسی نظام به څنګ په څنګ ورسره مقابله او مجادله کوی دا مجادله به د ژوند تر اخره دوام لری ، دا چه پخوا د انسانانو شمیر کم ، زمکه پراخه او طبیعی منابع ډیری وی او نه دومره مادی ذخیری چا لرلی چه استثمار ته پکی اړه وه،دالهی لارښودنو زیاته برخه یواځی ( توحیدی ) وه چه خلک یواځی د خپل رښتینی خالق وپیژنی عبادت وکړی.

مګر د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم له زیږیدلو او مبعوث کیدلو وروسته وروسته تر اخره دوره د ژوند اخری هغه دوره ده چه د انسانانو شمیر او د خلکو تر منځ راکړه ورکړه به څو څلی زیاته و زمکه او منابع به یی ډیری محدودی شی د نوو وسایلو او پلانو د پاره به د انسانی عقل تقاضا ډیره زیاته شی ، دغه وخت دی چه د حریصو انسانانو د استثمار کچه به هم څو څلی زیاته شی ، بی عدالتی او ګډوډی به هم ورسره ملتیا لری نو د اسلامی نظام په شان الهی نظام ته اړه وه ، تر څو د بی عدالتیو مخه ونیسی د بی عدالتیو مخه نیول د سولی قایمیدل او د هوساینی رامنځته کیدل دی الله ج د اسلام دین اسلامی نظام د شیطانی نظامونو یا استثماری پلانونو مخه و نیوله . د اسلام بل نوم سیاست او سوله ده د جنګ او فتنو مخه نیسی جنګ او فتنی د استثمار وسلی او وسیلی دی یعنی اسلام او استثمار یو د بل په مخالف قطب کی قرار لری .

د همدی امله د اسلامی نظام په راتګ سره ، د نړی حریصو انسانانو د اسلام او مسلمانانو د زپلو او رټلو د پاره له هر ډول فتنو ، پلانو او دسیسو کار واخست چه اسلام او مسلمانان کمزوری او غیر فعاله کړی ، ځینی هلی ځلی یی موثری هم وی لکه د شیعه او سنی او نورو ډلو جوړول او داسی نور ، تر دی چه خلفایی راشدین یی په شهادت ورسول کاذب پیغمبران یی رامنځته ، حتی د پیغمبر دوژلو هڅی یی وکړی ، ولی د اسلام پیاوړتیا په مجموع کی تر هغی زیاته وه چه د دوی په فتنو بدنام او ځانله شی . د الله ج په مرسته ټوله نړی کی اسلام خپور او ډیر هیوادونه یی قلمرو کی ننوتل اسلامی فرهنګ او تمدن نړیوالو ته په ډاګه شو د مسلمانانو شمیر بیلونونو ته ورسید او لا زیاتیږی .

استثمارګر د پاره د مسلمانانو دغه متمدنه پرمختګ د منلو او هضمولو وړ نه وو د نوو فتنو او شیطانی پلانونو په هڅو او لټه کی شول تر دی چه د یو نړیوال ګوند ( ماسونیزم یا فری میسنری ) په جوړولو بریالی شول ، دایی تر ټولو ډیره لویه فتنه او په دی یی لاړی تر ستونی تیری شوی د دجالی نړیوال ګوند لوی غړی یهودی او صلیبی لوی سیاست مداره سرمایداران وو او دی، بله لویه لاسته راوړنه یی د ( دموکراسی ) رامنځته کول او ابتکار وو . دموکراسی د اسلام سرچپه کاپی ده یعنی د اسلام حرام په دموکراسی کی حلال او د اسلام حلال په دموکراسی کی حرام شول ، دا ټول یی په ډیرو شیطانی لغاتونو او جملو کی نغښتی وو چه خلک پری تیرباسی. د نړی چارواکی یی صهونیستان ، پایتخت یی لندن او طلبیب ، نظامی مرکز یی امریکا او مقتدیان یی ورله د ټولی نړی هیوادونه د ماسونیزم قلمرو کی راوستل یعنی د ټولی نړی سیاسی قدرت به د ماسونیزم د غړو سره وی همدغه نړیوال حکومت یا د زمکی د خدایی اعلانول شول .

ماسونیزم یا ایتیزم لمړی په یونان او ایتالیا او بیا یی جرمنی ، فرانسه او برطانیا د خپل نفوذ لاندی راوستله ، د فرانسی له انقلاب وروسته یی امریکا ته مخه کړه امریکا چه بی رغونی او بی تمدنه پاتی وه ، د ماسونیزم د راتلونکی نړیوالو پالیسیو او استعماری پلانو د عملی کولو د پاره ډيره مناسبه او پراخه وچه وه چه د ځان ښه دفاع او په نورو یی په اسانی ښه یرغل کولی شو . جورج واشنګټن [ د امریکا لمړی جمهور ریس ] د فری میسنری مهم غړی وو ، د ټولو نظامی ، مالی ، سیاسی پلانو جوړولو او عملی کولو د پاره یی امریکا مرکز وټاکله ، نن صبا امریکا نړی کی ۸۰۰ نظامی بیسونه لری ، که په هر بیس کی یی لس زره عسکر او عمله ولری شمیر به یی اتو میلونو ته ورسیږی، دننه په امریکا کی به د دی څو چنده وی که دوه چنده یی ومنو د امریکا د عسکرو شمیر به ۲۴ میلونو ته ورسیږی ( روس او چین هم دومره شمیر نه لری ) چه په ډیرو عصری وسلو او وسیلو سنبال او د نړی ټوله میدیا ، مالی ، نظامی او سیاسی قوت په واک کی لری.

نړیوال ګوند چه په راست کی یی د نړی لوی یهودان او صلیبیان قرار لری د ډیرو فتنو په څنګ کی یی د هر هیواد د پاره [[ مافیا ]] جوړه کړی چه په ځینو هیوادو کی مشخص او علنی نوم هم نه لری، د همدی مافیاوو مشران د فری میسنری غړی دی بیا یی دا مافیاوی کړی هلته سیاسی قدرت ته رسولی . دغه مافیا په ډیرو منظمو پلانو او وسیلو د نشه توکو او نورو غیر قانونی موادو قاچاق کوی ، حتی فاحشه خانی او د هیروینو کارخانی جوړوی او چلوی ، ډیر یی بیلونران دی هر هغه څه چه ډالر پکی وی یا تری جوړیدی شی هڅی ورپسی کوی چه کله یی په قانونی او کله یی په غیرقانونی کولو لاسته راوړنی ولری تر هم جنس بازیو رسولی ، د ناروغیو د خپرولو د پاره بیالوژیکی وسلی جوړوی او کاروی چه خپلی دواوی پری خرڅی کړی چارواکی یی د همجنسبازانو په رایو وړونکی یا بایلونکی شی .

ملی او بین المللی مافیا ، چه د فری میسنری یا ماسونیزم له ابتکارونو رامنځته شوی ، پیاوړی شوی ، پرمختللی ، تر دی جه سیاسی قدرت یی هم تر لاسه کړی ، مګرد کارونو د اسانولو د باره یی په لویو او کوچنیو کړیو ویشلی چه یو د بله سره هم رقابت او هم رفاقت لری یو د بل په ضد اتحادونه او اعتلافونه جوړوی او ورانوی . مګر د نړیوال دجالی ګوند د قیادت او قوماندی لاندی وی ، له بی سوادانو جنرالان ، قوماندانان ، وزیران او ریسان جوړ کړی کله یوه او کله بل اړخ ته سیاسی قدرت سپاری کله په یوه هیواد کی څو جمهور ریسان وټاکی ولی ټول به د نړیوال ګوند دستورات او پالیسی تعقیبوی ، اطاعت او درناوی به ورته لری .د فساد او استثماری ګټو یوه برخه به بادارانو ته ورکوی ، او باداران به یی له بارنی صدماتو ، تلفاتو او د خپل منځی لویو جنګونو خوندی ساتی .

د ملی او بین المللی مافیا مثالونه په خپل ګران هیواد کی په خپلو سترګو په اسانی سره ګورو، زمونږ غلامه اداره ملی مافیا او نړیوال استعمار ( ماسونیزم ) بین المللی مافیا ده ملی مافیا د بین المللی مافیا په واسطه پر مونږ په زوره تپل شوی ، تمویل ، تجهیز او روزل شوی ، په هیڅ هیواد کی داسی نه ده شوی چه په یوه هیواد کی او په یوه وخت کی د څو جمهور ریسان او معاونان شتون ولری ع او غ دوه ښکاره جمهور ریسان ، رولا غنی او خلیلزاد دوه تر پردی شاته تر دوی ډیر پیاوړی جمهور ریسان دی دماسونیستی غړیتوب کچه یی تر ع او غ پورته ده که حالات د دوی له قابو هم ووځی بیا ورته د بین المللی مافیا مشران لکه جان کیری راځی دستور ورکوی چه د ملی وحدت په نوم دواړه ریسان شی او ورته وایی چه دا وکړی او دا مه کوی دجالی اوامر ورته اوروی چه همدا د نوی نړی یا د نوی خدای (دجال ) دجالی فرمانونه دی ، تر دی چه پرونی اخوانی رهبران یی هم په خپلو نزدی بندګانو کی ننویستل د هماغه لاخدا کمونستانو سره په یوه ټغر او یوه دسترخوان کینول چه پرون یو بل وژل ، نن دواړه د یوه خدای کلیمه وایی عبادت یی کوی د بندګی سجدی ورته کوی .

ځینی وخت ځینی رسنی یا ځینی ویونکی وایی چه عبدالله او اشرف غنی په هغه او دغه خبره یا دریز سره مخالف او یا په هغه اصل کی سره هم غږی او هم دریزه دی دا د منلو وړ خبره نه ده ، له بده مرغه دوی په هغه دریز کی قرار نه لری چه د بادارانو له دستور او اوامرو سرغړونه وکړی د چا سره په خپله خوښه دوستی یا دشمنی وکړی ، د دوی هره خبره ، د دوی هر عمل او هره کړنه د دستور له مخی ، تلل شوی او تعقیبیږی او دا ورته ویل شوی چه که یوه ذره مو پکی بدلون راووست د کورنی سره به مو غوښی د هوا مرغان او یا د غره ځناور خوری . مادی پیرزونی مو لایتناهی دی مګر بندګی کی به مو یوه ذره کموالی نه راولی ، تر دی چه د خپلو کورنی دننه د ډیرو شخصی او خصوصی کړنو او یا معذرت رفع کولو اجازی له بادارانو غواړی یعنی دوی هغه مرغی دی چه په طلایی پنجرو کی پرتی دی قر قر کوی . هر څه ورته ډیر مګر خپلواکی نه لری او دا چه په همدی بیغیرتیو کی لوی شوی ، روږد شوی او روزل شوی ، له همدی غلامیو او بی غیرتیو لذت وړی ، که دوی یوه ذره هوش او فکر ولری او په دی پوه شی چه د غلامی د زرو کلونو له ژونده ( که څه هم په ارګ کی وی ) د خپلواکی ژوند یوه ګړی ډير خوندور دی ( که څه هم زندانو او زولنو کی وی ) کله به هم دا بی ننګی ونه منی . و من الله التوفیق

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د