بیلتونپاله غورزنګونه – په راتلونکي کي افغان ولس ته متوجه یو ستر ګواښ

لیکوال: محمد قلندرزی

دنن عصر یوه ستره لاسته راوړنه د معلوماتو زخایرو ته د خلګو د لاسرسي زیاتوالئ دئ. انټرنیټ، کتابونه، مجلې، اخبارونه، تلویزوني او راډیویي خپروني هرڅه په پریماني او تنوع کي خپل اوج ته رسیدلي دي. نن موږ کولای سو چي په انټرنیټ باندي په یوه کلیک سره ځان ته مطلوب نادره او متنوع معلومات د خپل کمپیوټر پر پرده راولو. که د عقل او فکر څخه ګټه پورته کول مو زده وي نو د درواغجنو د درواغو څخه حقیقت حال ځانونو ته معلومولای سو. هو موږ نن ورځ د نړۍ د هر حقیقت عمق ته ځانونه رسولای سو په دې شرط چي د حق د پیژندلو او موندلو مینه راسره وي. که د لمړۍ او دوهمي نړیوالي جګړې د وختو تاریخ ته متوجه سو نو راته جوته به سي چي د نړۍ په بیلا بیلو هیوادونو کي سیسټماټیک بیلتون پاله غورځنګونه په همدې عصر کي راپورته سوي دي. په ځینو مواردو کي داغورځنګونه کامیابه سوي دي او نوي ولسونه یې تشکیل کړي دي. په ځینو مواردو کي بیا یو واحد ولس په دوو یا زیاتو برخو ویشل سوئ دئ. د بیلتونپاله سیاستونو سپینسترګي تر دې حده هم ورسیدل چي یو هیواد او یو ولس سره بیل سوئ دئ او د نوو نومونو ایجاد ته لا اړتیا نه ده پیښه سوې لکه شمالي او جنوبي کوریا او یا شمالي او جنوبي یمن. که لږ متوجه سو نو راته جوته به سي چي د بیلتونپاله غورځنګونو د زیږیدني عصر هغه عصر دئ چي د نړۍ ستر استعمارګر قوتونه د پراخو او پرمصرفه جګړو وروسته ضعیفه سول او اړ سول چي خپلي مستعمرې پریږدي. ددې لپاره چي ازادي سوي مستعمرې ډیري پیاوړي نه سي یا په آئنده کي ددوئ بیرته نیولو لار موجوده وي نو یې د بیلتونپالني تخونه پکښي وښیندل. تا تخنیک د خپل ګټورتوب په خاطر ډیرو هیوادونو غوره کړ. نن ورځ هر حکومت چي د خپل سیاسي حریم څخه وتلې سیمه کي مداخله کول غواړي نو هلته بیلتونپاله غورځنګونه ځیږوي یا تقویه کوي. د انسانانو تر مینځ تعصب او نفرت خپرول د بیلتونپاله تحریکاتو بنسټ تشکیلوي. د نژادي ریښو بیلوالئ، د کلتوري ارزښتونو تنوع، د ژبو بیلوالئ، عقیدوي، فکري او دیني توپیر، په لنډه که ووایو د انساني ټولنو تر مینځ هر ډول تنوع او اختلاف د بیلتونپالني لپاره عامل ګرځول کیدلای سي.

که څه هم عصري افغانستان د تاسیس د نیټې راهیسي د بیلتونپالني دډیر جدي ګواښ سره نه دئ مخ سوئ. کله چي د احمدشاه دراني لخوا یو هزاره د هرات والي وټاکل سو نو څه وخت بعد یاغي سو او په خپل نوم یې سکه ووهله خو ډیر ژر د افغانانو لخوا ددندي ګوښه سو. د امیر عبدالرحمان خان په وختو کي چي کله افغانستان د انګلیسي یرغل په نتیجه کي ډیري سیمي د لاسه ورکړي وې او امیر دپاته افغانستان د شیرازې په راټولولو لګیا سو نو هم هزاره ولس د افغانستان څخه د خپلو سیمو د بیلولو هڅه وکړه چي عملاً د سختي ناکامي سره مخ سول. دهغه وروسته څخه هزاره لږکیو د بیلتون پاله هڅو توان دلاسه ورکړ. د هزاره ګانو پخواني بیلتون غوښتني که څه هم د ګاونډي هیواد ایران لخوا څخه تحریکیدلې خو خو ډیر رول پکښي د متباقي افغانانو څخه ددوئ کلتوري، عقیدوي او نژادي توپیر لوبولئ دئ. هزاره ګان په افغانستان کي د چنګیز دلښکریانو پاته شوني دي چي د صفویانو د واکمني په مهال د سیاسي امتیازاتو دلاسته روړلو او په یوه نابلده سیمه د خپلي بقاء د تامین لپاره شیعه فرقې ته واوښتل. دوئ اکثریت خواري کښه خلګ دي اوطبعي جنګیالي نه دي او تل د خپلو رهبرانو د سیاسي معاملو په نتیجه کي جګړې ته ورغورځول کیږي.

په افغانستان کي په سیسټماټیک ډول د بیلتونپالني تخمونه هغه مهال وښیدل سول، کله چي د کمونیسټي کودتاه او د هغه د ناکامي په سترو سیاسي پروسو کي پښتنو ډیر بارز رول ولوباوه. پر افغانستان باندي د شوروي یرغل په روسیه کي ستر سیاسي بدلون ته لاره هواره کړل او کمونیسټي بلاک د کاپیټالیسټي بلاک په مقابل کي سرنګونه سو او په افغانستان کي نور د اسلامي او جهادي نظریاتو ودي د کاپیټالیزم لپاره نوي خطرات رامینځ ته کولای سوای، ځکه نوداسي پلانونه تشکیل سول چي افغانستان لمړی په یوه اوږدمهاله داخلي جګړه کي ورښکیل سي، د جګړو پر مهال د هیواد د یوالي ضامن ځواک یعني پښتانه دسیاسي او اداري واک څخه حاشیې ته وغورځول سي او د ټولو اقلیتونو یو ستر اءتلاف د هیواد واک دپښتنو څخه خپل کړي او بیا حسب توفیق هیواد په مختلفو جغرافیایي ټوټو وویشي. که څه دا کار طبعي امکاناتو ته کتلي غیر ممکن بریښي ځکه چي پښتانه په افغانستان کي یوازي د یوه نژاد څخه استازیتوب نه کوي بلکه د بلوڅ، اوزبک، ترکمن او نورو اهل السنت نژادونوسره یواځای د اهل السنت ولجماعت مسلمانانو د ستر جمیعت یو مهم جز تشکیلوي. پښتنو د افغانستان د تاسیس دلمړیو کلونو راهیسي تل دا هڅه کړې ده چي د صفوي استعمار لخوا ځپل سوي د سیمي ټول ولسونه د دې مشترک هیواد په اداره کي راښکیل کړي. د کشمیر څخه نیولې بیا د مشهد او نیشاپوره پوري او د بلوچستان څخه نیولې بیا د ترکستان د سیمو پوري دوئ ښارونه وران کړي او لوټلي نه دي بلکه نور یې هم اباد کړي دي. پښتنو په خپل سیاست کي تل اسلامي اخوت ته ترجیح ورکړې ده چي په نتیجه کي د افغانستان ملي وحدت نور هم ټینګ سوئ دئ. د نړۍ د وخت استعمارګرو هیله درلودله چي د منابعو مصرف، نړیوال اثرو رسوخ او شیطاني سیاسي تکتیکونو په کار اچول دا کار ممکنولای سي.

ددې کار لپاره د پنجشیر د لاجوردو یو قاچاقبر انتخاب سو چي ددې پروسې رهبري په غاړه واخلي. د خپل کار د ښه اجراء لپاره دی د نوي افغان دولت د وزیر دفاع په صفت وګومارل سو. ده د شمال په غیر پښتني ولسونو کي د بیلتونپالني د روحیې د پیدا کولو لپاره د «شورا نظار صفحات شمال» په نوم یو داسي سیاسي نظامي ډله تشکیل کړل چي د هیواد د تجزیې لپاره د لمړنۍ هستې رول ولوبوي. په ډې وخت کي ښکیلو استعمار ګرو د خپل نفوذ لاندي وسلوالو ډلو تر مینځ د جګړو په واسطه د هیواد مرکزیت د بینه یووړ او هیواد په لویشت لویشت باندي مستقل دولتونه جوړ سول. د سیاسي او اداري ځواک څخه د پښتنو منزوي کولو یوې خواته که د هیواد تجزیې ته زمینه برابره کړې وه بلي خوا ته یې د اقلیتونو ضعیف اءتلاف هم دړي وړي کړ. اوزبک او هزاره ټوپکسالاران دې ته حاضر نه سول چي د یو تاجک دخپل سیاسي رهبر په صفت قبول کړي. کله کي د طالبانو اسلامي تحریک د افغان ولس په مرسته د هیواد د ویشل سوو سیمو د بیرته یوځای کولو په موخه د هیواد تر ۹۰٪ زیاته ساحه د یوې سیاسي رهبري لاندي راوستله او یو بیمثاله امنیت او ملي وحدت یې ټینګ کړ نو بیا هم د نړیوالو ښکیلاکګرو د دسیسو په نتیجه کي یې حکومت د بینه یووړل سو. د ښکیلاکګرو دولتونو د نظامي، سیاسي او اقتصادي پوښښ لاندي چي په افغانستان کي نوئ ګوډاګی نظام رامینځ ته سو نو د هیواد د تجزیې لپاره د بیلتونپاله کړیو د پیاوړتیا، تنظیم او تجهیز پروسه د هر وخت څخه په زیات سرعت او منظمه توګه روانه سول. د هیواد د سیاسي او اداري واک مهمي چوکئ د بیلتونپالو په لاس کي دي. د نوي نظام امنیتي ځواکونو ته په زیات شمیر دهمدغه بیلتونپاله ډلو روزل سوي کسان داخل سوي دي او زیات شمیر یې په مسلح شکل د افغان امنیتي ځواکونو د چوکاټ څخه دباندي منظم دي. که څه هم په نوي نظام کي ډیر داسي کسان سته چي د افغانستان د ملي وحدت خبري په خوله کوي (دزړونو په حال یې یو الله ج خبر دئ). بیلتونپاله ډلي چي د کابل ۱۰۰٪ قدرت یې په موټه کي دئ او کله نا کله د خپلو مافیاوو په لاس داسي وحشتونه رامینځ ته کوي چي ولس وبیروي. دوه کوچني مثالونه یې د پغمان ډلییز جنسي تیري پیښه او په شاه دوشمشیره کي په سپینه ورځ د یوې حافظي افغاني پیغلي د مظلومانه شهادت پیښه په ګوته کولای سو. هغه سترو مثالونو ته به لانه ځو چي په درزنو جګپوړي چارواکي یې په رڼه ورځ د ټولو د سترګو په وړاندي ترور کړي دي. د افغانستان په ملي تذکرو باندي د افغان کلمې پر سر لانجه د بیلتونپالو د دسیسو پیلامه ده چي کیدای سي په راتلونکي وختونو کي د ډیرو خونړیو پیښو سبب وګرځي. د ارزګان پر پښتون میشتو کلیو د غزني د هزاره ګانو بریدونه، پنجشیر او ډایکنډي ته د ولایتونو درجې ورکول، د هلمند هزاره میشتي سیمي ناومیش ته د ولسوالي درجه ورکول، د کندهار، هلمند، ارزګان او زابل په ولایتي مرکزونو کي په زیات شمیر سره د هزاره او تاجکو کورنیو ځای پر ځای کیدل او په دولتي ادارو او غیر دولتي موسساتو کي د هزاره ګانو او تاجکو سیسټماټیکي مقرریاني هغه څه دي چي د هیواد په اداره او سیاست کي د پښتنو د نفوذ د ضعیفه کولو لپاره په کار اچول سوي دي. د طالبانو پر ضد نظامي عملیات چي عملاً پښتانه پکښي وژل کیږي او هم یې اقتصادي زیر بناوي د بینه وړل کیږي دهمدې دسیسو یوه عمده برخه ده. د افغانستان هغه برخي چي بیلتونپاله ډلي نفوذ نه سي پکښي کولای په هغه سیمو کي یې دداسي مافیاوودتقویې پروسې ته ملا تړلې ده چي د هغه غړي هیڅ نوعه اسلامي او افغاني ارزښتونو ته وفاداره نه وي او تل یې وفاداري د پیسو او موقف په بدل کي خپلیدلای سي او هر نامشروع کار ځني اخیستل کیدای سي. د افغانستان هغه باشعوره خلګ چي دروانو ناولو پروسو عواقب سنجولای سي تل د طالبانو سره د صلحي او عادلانه نظام غوښتنه کوي خو دا ډول غوښتني د افغان چارواکو د ټوکو لپاره د یوې جالبي موضوع پرته نور ارزښت نه لري.

دا چي نن ورځي د ایران لخوا د عراق او یمن په سیمو کي د عربو پر حریم تیری سوئ دئ نو ټمبل عرب شیخان یې په ارږمیو راوستلي دي. هغه څوک چي عقل لري په دې پوهیږي چي پر سعودي عربستان باندي برید اطلاً د اسلام پر مقدسو مقاماتو باندي برید دئ بیا چي دا برید دداسي عناصرو لخوا کیږي چي پّ حساس ترینو عقیدوي موضوعاتو کي د اسلامي امت سره په شدید اختلاف اخته وي.

عرب مجبور دي چي د ایراني روافضو دسیسو ته جواب ووایي. په دې لاره کي د ټولي نړۍ اهل السنت والجماعت مسلمانانو اتحاد یقیني بریښي. دا حالت که یوې خواته خطرناکه دئ بلي خوا ته دافغان ولس او د افغانستان د سولي او یووالي د طرفدارانو لپاره د هیلو یوه وړوکې دربچه خلاصوي. هغه داسي چي د افغانستان بیلتونپالي ډلي چي په عمده ډول د پخواني شورا نظار او حزب وحدت لخوا تشکیلیږي د ایران د رافضي حلقو او د نړیوالو یهودي سازمانونو لخوا تقویه کیږي. داچي په ټولټاکنو کي د ښکاره ماتي خوړلو سربیره دوئ د امریکا او ایران د سیاسي نفوذ په مټ په نوي حکومت ورګډ سول دوه ستر هدفونه روښانه کوي یو داچي امریکایان او ایرانیان په افغانستان کي د بیلتونپالني د تقویې د لاري د افغانستان تجزیې ته لار هوارول غواړي او ددوئ وواک ته رسولو کي د خپل ملاتړ په مقابل کي دا هیله ځني لري چي د افغانستان اهل السنت ولس د حرمینو ددفاع په جګړه کي د ښکیلیدو څخه راوګرځوي. دادسیسه نوره رسوا سوې ده ټوله نړۍ پوهیږي چي په ایران کي د خمیني انقلاب راهیسي په تهران کي یوه بلا بلاربه سوې ده چي د هغه څخه ځیږیدلي چنګوټي په افغانستان، پاکستان، عراق، سوریه، مصر، اردن او بحرین کي د اسلامي ټولنو په بدن باندي د ناسور زخمونه جوړوي. ددې فتنې د بیخه کښلولپاره په ایران کي د روافضو اقتدار ته د پای ټکئ ایښودل اړین دي.

په داسي شرایطو کي ډیر زیات امکان پیدا سوئ دئ چي اسلامي نړۍ په افغانستان کي ایراني روافضو د لاسپوڅو مافیاوو دزور ماتولو لپاره دهغوئ ضد افغان عناصر تقویه کړي. که په داسي شرایطو کي هم افغان ولس او اسلام ته وفاداره ډلي خپل داخلي اختلافات لیري نه کړي او په افغانستان کي د نړیوالو ښکیلاکګرو لاسپوڅي بیلتونپاله ډلو د واکه غورځولو لپاره متحد نه سي نو بیا به کله دا کار کوي؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د