اردوگان ایران ته تر سفر مخکې د سعودی کورنيو چارو وزير سره وکتل

نن ټکی اسیا ( سه شنبه، وري ۱۸مه، ۱۳۹۴ل): د سعودي پاچا د ولي عهد ولي او کورنيو چارو وزير محمد بن نايف په يو رسمي سفر ترکيې ته رسيدلی او ترکي ولسمشر رجب طيب اردوګان سره يې يمن کې د حوثي شيعه ګانو پر ضد د روانو هوايي بريدونو او نورو سيمه ييزو چارو په اړه خبرې اترې کړي دي.

د ترکيې اناضول خبري اژانس وايي، چې محمد بن نايف د اسان بوغا پر هوايي ډګر کې د ترکيې د کورنيو چارو وزير صلاح الدين اوزتورک او انقره کې د سعودي سفير عادل بن سراج له لوري استقبال شو.

اناضول خبري اژانس زياتوي، چې ترکي ولسمشر او د سعودي کورنيو چارو وزير يو ساعت او څلوېښت دقيقې پر سيمه ييزو او نړيوالو چارو خبرې اترې وکړې.

سعودي لوړ پوړی پلاوی په داسې وخت کې انقرې ته سفر کوي، چې ترکي ولسمشر رجب طيب اردوګان د خپل ايراني سيال حسن روحاني په رسمي بلنه نن سه شنبه تهران په دوه ورځني سفر روان دی.

د تېر مارچ په ۲۷مه ترکي ولسمشر رجب طيب اردوګان د سعودي پاچا سلمان بن عبدالعزيز سره تيليفوني خبرې اترې وکړي او اردوګان يمن کې د ايران پلوو حوثي شيعه ملېشو د فعاليتونو په اړه خپلې اندېښنې څرګندې کړې او سعودي پاچا ترکي ولسمشر ته يمن کې د حوثي شيعه ملېشو پر ضد د روانو عملياتو په اړه معلومات ورکړل.

سعودي او ترکيې هوډ کړی، چې دوه اړخيزې اړيکې به نورې هم قوي کوي.

اناضول خبري اژانس زياتوي، چې سعودي پلاوي سره له ليدو وړاندې د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوګان ترکي ورځپاڼې ته وويل، چې دوی يمن کې د حوثي ملېشو پر ضد د سعودي د هوايي بريدونو او مداخلې ملاتړ کوي او د اړتيا په صورت کې د سعودي لوجستيکي ملاتړ هم کولای شي.

د روان کال د فبرورۍ په پای کې ترکي ولسمشر سعودي عربستان ته په درې ورځني رسمي سفر تللی و او هلته يې د سعودي پاچا سلمان بن عبدالعزيز سره په سيمه ييزو او نړيوالو موضوعاتو خبرې اترې وکړې او دواړو مشرانو هوډ څرګند کړ، چې راتلونکي وخت کې به سعودي او ترکيه يو بل سره د ښه دوست او ورور په توګه اړيکې پالي.

د ترکيې د بهرنيو چارو وزير مولود جاويش اوغلو وايي، چې ښاغلی اردوګان به نن سه شنبه تهران ته په دوه ورځني سفر ځي او هلته به خپل ايراني سيال حسن روحاني سره د يمن، عراق او سوريې د کشالو په اړه خبرې اترې کوي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د