taliban-flag11

لنډه ریښتینې کیسه

نوراحمد صدیقي
د شر او فساد مقابل کې د اسلامي امارت د مقدس جهاد لمړي وختونه وو ، د اسلامي امارت مشرانو امیرالمؤمنین ملا محمد عمر (مجاهد) ته پیشنهاد وکړ چې ملا داد الله خوند د شمالي زون نظامي قومندان په توګه وټاکل شي یادو مشرانو زیاته کړه چې ، ملا داد الله اخوند به اوسني وخت کې د خالد بن ولید تاریخ را ژوندی کړي ، ملا داد الله اخوند هم غوښتل چې شمال کې دې نظامي قومندان وټاکل شي .

امیرالمؤ منین دا پشنهاد ومانه ملا داد الله اخوند یې د افغانستان شمال کې د نظامي قمندان په توګه و ټاکه .

د شر او فساد خلاف ، او ټوپکیانو خلاف شدید جنګ روان او لمړني وختونه وو چې په دې جنګ کې د شمالي خلکو ته څه مالي زیان هم واو وښتلو، د ځینې خلکو کورونه وسوزیدل.

امیرالمؤ منین ملا محمد عمر (مجاهد ) د خلکو د کورونو له سوځیدلو خبر شولو ، ډیر خفه شولو ټول مشران یې راوغوښتل ټولوته یې په غوسه وویل چې دا هغه کس ده چې تاسې خالد بن ولید بللو،ایا دا ستاسې خالد بن ولید وو؟.

امیر المؤمنین امر وکړ چې ملا داد الله اخوند را وغواړئ قندهار ته ، ملا داد الله اخوند راغي قندهارته کله چې د امیرالمؤمنین دربار ته ورتللو، د ملا داد الله اخوند له ټولو باډیګاردونو څخه وسله واخیستل شوله ، ملا داد الله سخت ورخطا شولو چې دا څه کیسه ده پوښتنه یې وکړه چې تاسې ولې داسې کوي؟ ورته وویل شول چې : د امیرالمؤمنین امر دی ، بلاخره باډیګاردان ترې ستانه کړل شول یواځې د امیرالمؤمنین دربارته پریښودل شولو ، امیر المؤمنین ډیر غوسه وو ، نور یې ډیر بحث ورسره ونکړ فقط دومره یې ورته وویل چې ته هیڅ هم نلرې هرڅه چې تاسره دې هغه داسلامې امارت دي که هغه وسله وې ، که مهمات وې … ټول راوړه او تسلیم یې کړه او ته دې کرار په خپل کور کینه نور د یو عادي عسکر په توګه هم په اسلامي امارت کې کار نه شې کولی ، دا چې د امیرالمؤمنین مخکې د خبرو کول اسان کار نه وو ، نو ملا داد الله اخوند هم دلیل ونه ویل ، فقط په اخر کې چې وتلو دومره یې وویل ما چې هرڅه کړې خاص د الله جل جلاله د ر ضا په خاطر مې کړي.

داد الله اخوند ټول هرڅه وسله او مهمات تسلیم کړل ، اخر کې یوه پلاستیکې پښه او په کور کې یوه جوړه موزې، او یوه کورتۍ چې هغه هم د اسلامي امارت په پیسو اخیستل شوي وو ، خپله پلاستیکي پښه یوه جوړه موزې او کورتۍ یې هم امیرالمؤمنین ته ور ولیږلې، کله چې پلاستیکي پښه او موزي امیرالمؤمنین ته راوړل شوې ، پوښتنه یې وکړه دا څه شی دي ورته وویل شول چې ملا داد الله اخوند د اسلامي امارت مربوط هرڅه تسلیم کړل دا پلاستیکې پښه موزې او کورتۍ کور کې ورسره پاته وې چې ویلي یې دي دا هم د اسلامي امارت په پیسو اخیستل شوي .

امیر المؤمنین چې د ملا داد الله اخوند دا ا خلاص ولیدلو ډیر زیات یې وژړل وژړل وژړل، څه موده پس یې ملا داد الله اخوند بیرته پخپله دنده وګمارلو.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
نبیل
میلمه
نبیل

یا سبحان الله ارمان چی امارت کی داسی کسان نور هم وای تاسو باور وکړی ما هم وژړل چی کله می د ګران ملاصاحب د ژړا واوریدل خو افسوس چی امارت کی نه نور سوک د دادلله پشان مخلص شته چی چی خپله پلاستیکی پشه بیت المال ته وسپاری او نه لکه ملاصاحب زړه سواند چی د چا اخلاص او قربانی ته اوښکه تویه کړی اوس خو مجاهدین په زندانونو کی له ولژی کړیژی کورنی یی دلته کړیژی خو زمونژ د والیانو د فیلدرونو او ټودیانو ګرد هم د هغوی په کورنی نه پریوزی اوس هر والی ښامار دی هر… نور لوستل »