fbpx

ترکيې په ټويټر، فيسبوک او يوټيوب بنديز لګولی

نن ټکی اسیا ( سه شنبه، وري ۱۸مه، ۱۳۹۴ل): ترکيې وروسته له هغې خپل هېواد کې پر ټويټر، فيسبوک او يوټيوب بنديز لګولی، چې تېره اونۍ ښې اړخو وسله والو پر فيسبوک، ټويټر او يوټيوب د يرغمل شوي څارنوال خونړي انځورونه خپاره کړل.

تېره اونۍ د محمد سليم کيراز په نوم څارنوال هغه مهال د يرغمل کوونکو له خوا ووژل شو، چې نوموړي تېر کال د مظاهرو په ترڅ کې د يو وژل شوي ځوان د قتل دوسيه څېړله.

هغه مهال امنيتي ځواکونو هڅه وکړه، چې يرغمل شوی څارنوال وژغوري، مګر پوليس په خپلو هڅو کې پاتې راغلل او د ډزو پر مهال يرغمل شوی څارنوال ووژل شو.

د ترکيې حريت ورځپاڼې ليکلي، چې مرکزي محکمې مخابراتو وزارت ته امر کړی، چې پر دغو ټولنيزو ويبپاڼو بنديز ولګوي او ورځپاڼو ته يې هم امر کړی، چې د تېرې اونۍ خونړۍ انځورونه بيا خپاره نه کړي.

ترکيه کې «خپلواکۍ انقلابي ګوند» ترهګر نومول شوی او هغه ورځپاڼې يې د ترهګرۍ په ملاتړ تورنې کړي، چې د خپلواکۍ انقلابي ګوند فعاليتونه او عمليات خپروي.

ترکي محکمې ويلي، چې دغه ټولنيزې شبکې به تر هغو بندې وي، تر څو چې د فيسبوک، ټويټر او يوټيوب ادارو له خپلو پاڼو دغه خونړي انځورونه نه وي لرې کړي.

د يادونې وړ ده، چې تېر ۲۰۱۴ز کال کې هم ترکي محکمې هغه مهال پر ټولنيزو انټرنيټي شبکو بنديز لګولی و، چې د حکومت د لوړپوړو چارواکو په اړه يې داسې راپورونه او انځورونه خپاره کړي وو، چې ګواکې په اداري فساد کې ککړ دي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د