سیند په کوزه کې؛ کیسه ګۍ

حامد افغان
(1) مغیث او بریره

د بریرې میړه (مغیث) تک تور غلام و، کله جې بریره له ده نه بېله شوه ده به د مدیني په کوڅو کې په هغې پسې منډي وهلې او په ږیره به یې اوښکي بهیدلې، خو هغې به هیڅ توجه نه ورته کوله، یوه ورځ چې رسول الله هغه په داسې حالت کې ولیدی خپل تره عباس ته یې وویل: له بریرې سره د مغیث مینه او له ده نه د هغې کرکه ډېره عحیبه نه ده؟! رسول الله بریرې ته وویل: که بیرته له مغیث سره یو ځای شې ښه به وي، هغې ورته وویل: یارسول الله! امر راته کوې که سپارښت؟ هغه ورته وویل: سپارښت، بریرې وویل: نو بیا هغه ته زه اړتیا نه لرم. بخاري.

(2) چاپلوسي

مشهور اموي خلیفه عبد الملک بن مروان ته یوه سړي وویل: پټه خبره درته کوم، هغه ورته وویل: کوه، خو ګوره! دروغ به نه وایې، غیبت او چاپلوسي به نه کوې، هغه ورته وویل: ښه نو زه ځم اجازه را کړه.

(3) لویه سینه

احنف ته غرمه مهال د خپل قوم یو سړی راغی او سختي او سپکي خبري ورته وکړې، دی غلی ناست و، لیږ وروسته یې له کوره د غرمې ډوډۍ ورته راغله نو هغه سړي ته یې وویل: راځه اوس ډوډۍ راسره وخوره، سړی سخت شرمنده او خپه شو. احنف بن قیس (مړ67هـ) د عربو هوښیار او پیاوړی مشر و او په حلم او لویه سینه لرلو سره ډېر مشهور و.

(4) خیراتونه

د سلفو یو عالم به ډېر زیات خیراتونه او صذقې کولې، خپل یو خواخوږی یې ورته غوسه شو ، ده ورته وویل: یو څوک چې له یوه کوره بل ته خپله کډه باروي نو په زاړه کور کې څه شی پرېږدي؟.

(5) د کتاب مینه او ساتنه

یوه سړي له خپل ملګري نه د څه وخت له پاره کتاب وغوښت، ملګري یې ورکړ او ورته ویې ویل: هغه د ژي د خاوند* په څیرکتاب مه ځنډوه، ده ورته وویل: سمه ده، او ته هم د څراغ د خاوند* په څیر بیړه مه کوه.

*یوه سړي له بل نه د کم وخت له پاره “ژی” وړی و، یو کال یې اوبه په کې وڅښلې وروسته یې څیري ژی ورکړ.

*یو چا ته د ورځي میلمه ورغی، د شپې له پاره یې له ګاونډي نه څراغ راوړ، لیږ وروسته یې ګاونډي څراغ ورنه وغوښت، ده ورته وویل: د ورځي خو څراغ ته اړتیا نه یې د شپې له پاره مې درنه راوړی و او شپه لا نه ده راغلې! .

(6) بولۍ

یو وخت صحرايي نابلده خلکو د جماعت په لمانځه ولاړ خلک لیدلي وو، دوی چې مخکي څوک په لمانځه نه و لیدلي نو ډېر ورته حیران شول، څه وخت وروسته یې یوه ورته وویل: کیسه ټوله په دا مخکي سړي (امام) کې ده، دا نور ټول د هغه په بولۍ ښکته پورته کیږي.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د