MUSLIM-WOMAN

ښځو ته خپل الهي حق ورکړئ

لیکوال: نور احمد عمرزی​

لکه څرنګه چي نن په غربي نړئ کي دښځو په وړاندي ډیر ستر خنډونه پراته دي او د ډیموکراسئ په پلمه يي دښځو هغه الهي حقوق چي دښځو دهر اړخیزو حقوقو څخه ساتنه کوي دغربیانو له خوا په خپل تصرف کي اخیستل سوي دي .
که څه هم زه غواړم چي مفصل څه پري ووایم او د نن دیمو کراټانو ، سیکولرانو او شهوت پرسته خلګو ته قناعت ورکړم خو د لیکني داوږدیدو له امله نه سم کولاي خو زه دلته ځني اړخونو ته کتنه کوم ؛

1. دښځو علم :

د اسلام سپیڅلي دین ښځو ته د ښووني او روزني حق ورکړی دئ چي باید خپل په لوڼو او خویندو باندي دیني علم وکړو خو په داسي حال کي دښځو ټول حقوق ( عزت ، شرافت ، مقام ) پکښي خوندي وي او د داسي چاپیریال را منځته کول چي د ښځو حقوقو ته کوم خطر نه وي متوجه .

2. دښځي نفقه

د اسلام سبیڅلي دین د ښځي ټول نفقه پر خپل خاوند فرض کړي ده او پر ښځو باندي ټینګار دادئ چي دخپلو اولادونو په روزنه کي رغنده او فعاله برخه واخلي . خو که موږ فکر وکړو داسلام سپیڅلي دین ښځي ته دخپلي شتمنئ سربیره دپلار په شتمنئ کي 1/2 او د میړه په شتمني کي 1/8حصه ورکول کیږي اود بلي خوا څخه د ښځي دټول ژوند نفقه پر خاوند فرض ګرځول سوي ده.

نو تاسي فکر وکړئ چي اسلام دښځي دټول ژوند نفقه پر خاوند فرض کړي ده او دبلي خوا څخه يي ددي د ژوند د بسیا لپاره هم دمیړه او هم دپلار په شتمنئ کي حق داره کړي ده او که يي حق ته وګورو اسلام تر نارینه ډیر حقوق ورکړي دي.

خو باید ووایم غربي او نور کفارو د ښځو پر دي حق سترګي پټي کړي دي او ددوي دنفقي دبرابرولو څخه ځان بچوي او ښځه د یوي ملکیت په ډول فرضوي چي ارږښت يي رانیول او خرڅول وي نو ددوي ددي لپاره ښځو ته د ډیموکراسئ په نوم ازادي ورکړي ده چي تاسي خو ازادي یاست هر چیري تللاي سئ او هر څه کولاي سئ نو باید خپل نفقه وګټئ .

دبلي خوا کفارو په دي ډول سره د خپل ژوند د هوس لپاره د ښځو له دي کمزوري نقطي څخه چي نفقه برابرول دي د ښځو څخه دشهوت پرستئ او حیواني خصلتئ لپاره کار اخلي نو دښځو عزت مقام او ستره والئ د ۱۰ ډالرو دلاسته راوړلو لپاره لیلاموي او بربنډ عکسونه يي پر تولیداتو چاپیږي اودبلي خوا څخه په اعلاناتو کي دښځي هغه حقوق چي د یوي ښځي دي له منځه وړي .

3. په دفترونو کي کار :

لکه څرنګه چي مخکي وویل کفارو او بلخصوص غربیانو د ښځي دنفقي څخه ځان بچوي او په دي ډول سره ښځو ته د هري ازادئ ذمه اخلي .

که فکر وکړو د نن په اقتصاد کي تر ټولو ستونزمنه خبره د نفقي برابرونه ده او کفار په دي سره پوهیږي چي دوي دنفقي دپیدا کولو لپاره زموږ دهر خواهش او هدف اسباب ګرځیدلاي سي نو دوي ته اجازه ورکوي چي دنارینو سره په عامه ځایونو کي یو ځاي واوسي ، کار وکړي تعلیم وکړي ، چي په دي ډول سره دوي یو ځل بیا ښځي دخپلو شهواني غرایضو لپاره استعمالوي او په دي ډول سره ښځي خپل دشهواني او حیواني غریضي قرباني کوي .

ښځي د خپلي نفقي دبرابرولو لپاره هر ځاي ته ځان غورځوي ان که ددي په تاوان تمامیږي . خو اسلام په هیڅ صورت کي ښځو ته اجازه نه ورکوي چي په عامه ځایونو کي دنارینو سره ګډ کار وکړي او دوي د نارینو دشومو اهدافو قربان سي .

اسلام چي هر هغه قانون ، اوصول ، حکم ، حد دښځو لپاره ټاکلئ دئ دا په دي خاطر چي دښځو حقوق خوندي وي او دژوند کولو یو مساعد چابیریال ولري .

4. حجاب :

که فکر وکړو نن ډیر غربیان او غربي پلوه اشخاص دښځو پر حجاب باندي نیوکي کوي او دوي دا د ښځو لپاره (نعوذ با الله ) یو جبر بولي او دوي وايي په دي ډول سره دښځو ازادي له منځه ځي .

مګر دوي په دي باندي غور نه دئ کړئ چي دښځي ازادي په بربنډ او نیم بربنډ ګرځیدولو کي نده بلکي د ښځو واقعي ازادي دښځو حقوقو ته درناوئ کول دي او دښځو په وړاندي د زور زیاتي څخه لاس اخیستل دي ، ښځو ته په ټولنه کي د مور ـ خور ـ او مایني په سترګه کتل دي چي دري سره د ښځي دمقام څخه څرګندويي کوي . که ښځه مور وي نو په ټولنه کي باید د مور په شان برخورد ورسره وسي ، که ښځه خور وي نو په ټولنه کي باید د خور په سترګه ورته وکتل سي او خور وبلل سي . او که ښځه ماندینه وي نو هري ښځي ته باید هغه څه خوښ کړي کوم چي خپلو ماینو ته يي خوښوي ، که دخپلي ښځي په وړاندي ناروا عمل او سپک عمل نسي زغملاي نو باید دنورو ښځو ته هم په سپک او بد نظر ونه کتل سي .

د ښځي حقوق دا ندي چي ښځه دي بي حجابه دباندي راووزي او د خلګو په منځ کي دي په هوټلونو ، دفترونو ، محفلونو ، طیارو او نورو ځایونو کي دخلګو سره ګډ کار وکړي او ددي په مقام دي لوبه وسي او دپیسو دلاس ته راوړلو لپاره دي ددي په مقام بازئ وسي چي هغه مقام دموردئ هغه مقام دخور دئ هغه مقا م دلور دئ .

نو دښځي ازادي د ښځو سره داسلام په رڼا کي دمیني او محبت سلوک کول دي او دښځو په وړاندي تاو تریخوالئ له منځه وړل دي او دښځو لپاره یو اړین او د ارامئ چاپیریال رامنځته کول دي او د ژوند اسانتیا وي ورته مساعدول دي او د مور ، خور او لور مقام ورکول دي .
خو زه غربیانو اود غربیانو ملګرو ته دا وایم چي په اسلام کي ښځه مور ده په اسلام کي ښځه خورده ، په اسلام کي ښځه لور ده په اسلام کي ښځه ماندینه ده .

چي موږ ته په ژوند د ښځي ددي هر مقام سره د انساني برخورد سلوکو ، اخلاقو توصیه سوي ده زموږ ښځي ملکي دي او هر څه ورته تیار با ید ورکول سي خو ستاسي ښځي نوکراني دي او د یوي ګوله ډوډئ لپاره هر څه کولو ته تیار دي او ان خپل ځانونه خرڅوي او د ټول ژوند يي دبل په لاس کي ورکړی وي .

خو زموږ ښځه یوازي د خپل ځان دخاوند بولي او خاوند دخپل ځان .

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د