نړۍ

پاکستان: چاودني 36شعیه مذهبه مظاهره چیانوته مرګ ژوبله واړوله

(نن ټکی اسیا جنوري ۲۰۱۲/۱۵) نن له غرمي څخه وروسته دپاکستان دپنجاب ایالت لاهورښارکی دحضرت امام حسین رضی الله عنه دڅلویښتم په مناسبت دشعیه ګانو له لوري راوتلي جلوس کی چاودنه ترسره شوه، امنیتي چارواکي وایی چاودنه دبریښنا په یوه ترانسپارمر کی وشوه، تراوسه پوري داڅرګنده نه ده چی ترانسپارمر دکومي تخینکي خرابي له امله چاودیدلی دی اوکه چاودیدونکي مواد ورکی ځاي پرځاي شوی وو.
دپیښي له ځایه څخه یوه لوړپوړي امنیتي چارواکی محمد مشتاق رسنیوته ویلي چی چاودنه ډیره زور وره وه چی له امله یی ۱۶ کسه وژل شوی او ۲۰ نورژوبل شوی دي، نوموړی زیاته کړه له چاودني څخه وروسته سیمه کی ګډوډي رامنځ ته شوی ده،

پولیس کوښښ کوي چی وضعه ارامه کړي، ژوبل کسان روغتون ته رسول شوی دي روغتون کی ډاکټران وایی چی دډیری ژوبلو کسانو حالت داندیښني وړ دي.
دپیښي قربانیان وایی مونږ په سترګو ولیدل چی پیښه دچاودنی له امله رامنځ ته شوه، خو پولیس بیا وایی تراوسه پوري داڅرګنده نه ده چي چاودنه څنګه رامنځ ته شوی ده.
یوه بل پولیس چارواکی زیاته کړه که څه هم څه شواهد شته چی پیښه دچاودني له امله رامنځ ته شوی ده، خو بیا هم پوره څرګنده او واضح نه ده تراوسه پوري لا دپیښۍ په اړه څیړني روانی دي.
یو بل کس بیا رسنیو ته ویلی چی دخلګو په لاسونو کی ډیرسترستربیرغونه وو، کیدای شي کوم بیرغ ترانسپارمرسره بندشوی وی او له امله یی چاودنه رامنځ ته شوی وي.
نن ټکی اسیا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x