پښــــتو ادب

خوسته منصور یې – پير محمد کاروان

زګېروی دې اورم = په زړه رنځور یې
په وینو سُور یې = خوسته منصور یې
»»»»

زما محبوبه =زما ښاغلیه

ظالم په تورو = تیږو ویشتلیه

ذرې ذرې شوې = د رڼا څلیه

د یتیمانو = د اوښکو نُور یې

په وینو سوُر یې = خوسته منصور یې

یو غل را پاڅي = په بل دې وولي

ژاړم په دې چې = دا خپل دې وولي

نه شته جُنید چې = په ګل دې وولي

تر تیږو لاندې = ملنګ مجبور یې

په وینو سُور یې = خوسته منصور یې

خوږه وږمه وه = تنکۍ غرمه وه

ژوند ته موسکی وې = شور هنګامه وه

په تن دې ښکلې = د ګل جامه وه

دا چا اغزنو = په اغزو چُور یې

په وینو سُور یې = خوسته منصور یې

پرې په ارو دې = د زړګي مراندې

د بُورو ، ورارو = اورمه ساندې

سرې دې له درده = سترګې ژړاندې

زخمي بلبل مې = د کوه طُور یې

په وینو سُور یې = خوسته منصور یې

د مور وطن مې = د سترګو توره

د مهاجرو = کلیه او کوره

رب خو دې ساته = له پلي سپوره

نښه د مینې = او د سرُور یې

په وینو سُور یې = خوسته منصور یې

پر سر دې وشه = د رڼا سیوری

د ملایېکو = د دعا سیوری

بیا دې ټکور شه = د هُما سیوری

نه چې تر عمره = به ته ناسُور یې

په وینو سُور یې = خوسته منصور یې

۱۴ حمل ۱۳۹۴ خوست

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x