نړۍ

پاکستان پولې ته څېرمه ۸ ایراني عسکر وژل شوي

نن ټکی اسیا ( سه شنبه، وري ۱۸مه، ۱۳۹۴ل): د پاکستان او ايران سرحدي سيمه کې د ايران اته عسکر وژل شوي دي.

د ايران بلوچستان ولايت امنيتي چارواکي وايي، چې د هېواد سويل ختيځ سرحدي سيمه کې د پاکستان له خاورې ور اوښتو وسله والو سره په نښته کې اته ايراني عسکر وژل شوي دي.

د ايران رسمي خبري اژانس د بلوچستان د استخباراتو د مرستيال مدير علي اصغر ميرشيکاري له قوله ليکلي، چې يو شمېر وسله وال د پاکستان له خاورې ايران ته راواوښتل، پر ايراني سرحدي عسکرو يې بريد وکړ، چې نتيجه کې يې اته ايراني عسکر ووژل او بريدګر بېرته په تېښته پاکستان ته بريالي شول.

ميرشيکاري له پاکستاني چارواکو وغوښتل، چې ورتښتېدلي وسله وال بريدګر ونيسي او ايران ته يې وسپاري.

ايران همدا رنګه له پاکستاني چارواکو غوښتنه کړې، چې د خپلو سرحدي سيمو امنيت نور هم ټينګ کړي او ايراني خاورې ته د وسله والو د ننوتو مخنيوی وکړي.

د سيستان ولايت سرحدي سيمو کې له تېرو څو کالو راهيسې څو څو ځل د ايران پر سرحدي عسکرو بريدونه شوي او د ايراني چارواکو په وينا وسله وال بريدګر له پاکستانه ورځي او بېرته پاکستان کې خپلو خوندي مرکزونو ته ځانونه رسوي.

تېر کال فبروي کې هم وسله والو پنځه ايراني عسکر تښتولي وو، چې څلور يې تېر اپرېل کې روغ رمټ راخلاص شول او پنځم يې لا هم ورک دی او د چارواکو په ګومان، چې وژل شوی به وي.

ايران څو څو ځل له پاکستانه غوښتي، چې خپلو سرحدي سیمو کې د ايران پر ضد عملياتو مخنيوی وکړي.

پاکستان تر اوسه د ايراني چارواکو د څرګندونو په اړه غبرګون نه دی ښودلی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x