افغانستان

هلمند: سنګین کې عسکرو ۱۵ پوستې پرې ايښې

نن ټکی اسیا (سه شنبه، وري ۱۸مه، ۱۳۹۴ل): د هلمند په سنګين، نادعلي، مارجه او ځینو نورو ولسوالیو کې د دولت له لوري د علمیاتو له پای ته رسېدو وروسته، په سنګین ولسوالي کې مېشتو اردو، پولیسو او اربکیو عسکرو خپلې ۱۵پوستې پرې اېښې او په تېښته بريالي شوي دي.

طالبان وايي چې دغه پوستې به تل د دوی تر بریدونو لاندې وي چې عسکرو د پرلپسې جګړې توان له لاسه ورکړ اوتېره شپه شاوخوا ۱۱ بجې د ملي اردو عسکرو خپلې ۶ پوستې او پولیسو او اربکیانو خپلې ۹ پوستې له مهماتو ډکې پرېښودې او دوی له سیمې ووتل.

د طالبانو له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د دې پوستو تر واک لاندې کولو سره د سنګین ولسوالي د څاروان کلا د اسټیشن له سیمې د کنګیانو تر مانده پورې د دوی واک شو، خبرپاڼه وړاندې لیکي: « د څاروان کلا د اسټیشن له سیمي نه بیا د کنګیانو ترمانده پوري کجکي ته پرغزیدلي سړک د وطن خواته د مزدوري اردو ۵ پوستې، ۷ نوري پوستې د ګوډاګي پولیس او اربکیانو وي او همداراز د زیدانانو په سیمه کې یوه د مزدورې اردو پوسته او ۲ نورې د اربکیانو پوستې په ډبرۍ کې وي چې بیګاه شپه له دغه ټولو پنځلس پوستو څخه ګوډاګي عسکر، پولیس او اربکیان په تېښته بریالي شوي دي.»

طالبان وايي چې د تښتېدلو لسګونو عسکرو ګڼ مهمات دوی ته «غنیمت » پاتې شوي او اوس په سیمه کې په بشپړه توګه د دوی په وړاندې خنډ نشته.

د سنګین دولتي سرچينو هم پژواک خبري اژانس ته منلې چې د سنګین په څاروان کلا کې د ملي اردو عسکرو او پولیسو خپلې پوستې پرېيښي او له سیمې تښتېدلي دي.

د دوی په خبره د هلمند ولایتي مسوولین د لسګونو عسکرو د تېښتې په اړه له څه ویلو ډډه کوي او وايي چې سبا – چهارشنبه – به په خبري ناسته کې معلومات ورکړي.

پژواک د سنګين ولسوالۍ د ټولنيزې شورا غړي حاجي نسيم له خولې لیکلي چې د ذوالفقار عملیاتو په اوږدو کې دغه عسکر دلته مېشت شوي او نن يې له سیمې پښې سپکې کړې دي.

دا په داسې حال کې دی چې په دې سیمو کې څو ورځې وړاندې د قومندان دادان لونګ تر مشرۍ لاندې شاوخوا اوه زره دولتي عسکر په عملیاتو بوخت و، چې په پای ته رسېدو سره يې عمومي قومندان دادان لونګ د دې عملیاتو د بریالي ترسره کېدو په خوښۍ کې اتڼونه کول.

که څه هم د سیمې خلکو له دې عملیاتو پرلپسې شکایتونه کول او د خپلو سلګونو کورونو او باغونو د نړېدلو خبر يې ورکاوه، خو دولتي لوري ولس د طالب پر ملاتړ ملامت بللو او د دوی کورونه او باغونه يې د هغوی سنګرونه بلل.

افغان عسکر په داسې حال کې خپلې تر لسو ډېرې پوستې له مهماتو ډکې پرېږدي، چې سږ کال به د بهرنیانو له پوځي ملاتړ پرته د طالبانو پر ضد د جګړې مسوولیت په غاړه لري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x