افغانستان

بصیر سالنګی: له موږ سره د خپل پوځ زامن جنګېږي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، وري ۱۸مه، ۱۳۹۴ل): د پروان سرپرست والي بصیر سالنګی وايي چې زموږ په اردو کې داسې کسان شته، چې زامن يې په طالبانو کې دي او له موږ سره په جګړه بوخت دي.

نوموړي چې د پروان له قومي مخورو سره جلسه درلوده وویل چې ولس باید د طالبانو ملاتړ پرېږدي او پر ځای يې د دولت ملاتړ وکړي، د دوی په خبره طالبان «بشر ضد کړنې» ترسره کوي، ځکه خو يې عام وګړي باید ملاتړ پرېږدي.

بصیر سالنګي چې خپلې ډېرې خبرې يې د طالبانو په ولسي ملاتړ راڅرخولې وویل چې پر دې سربېره چې ولس د طالبانو ملاتړ کوي، په دولت کې هم داسې څوک شته چې پخپله به په ملي اردو کې دنده لري خو زوی به يې د طالبانو ملګری وي او يا هم پخپله ښوونکي دي، خو زامن يې طالب جنګيالي دي.

بصیر سالنګي سره له دې چې ولس د طالبانو په ملاتړ ملامتاوه، وویل چې طالبان بهرني ملاتړي لري او ولس باید د دولت ملاتړ وکړي، ځکه چې ملاتړ ته يې اړتیا لري.

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد د پروان د سرپرست والي د څرګندونو په غبرګون کې ويلي چې دوی د ولس په منځ کې د ولس له کلک ملاتړ څخه برخمن دي، ځکه خو بهرني ملاتړ ته اړتیا نه لري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جاوید

له طالپانوسره به کوم بهرنيان ملګرې يې تاسوحساب وګړئ؟اودسالنګيانوبهرني يهودان انګريزان نصرانيان شورويان هندوان دپنڅه ديرشونه زيات هيوادونه چې ټول اسلام دوښمنه کفاردي ټول افغان ولس يې دسرپه سترګووينې چې دسالنډيانوکرزيانواشرف ګنجيانوپه هرمعنی کومک اوورسره ولاړدي ددوی ملاتړڅه چې دوی يې پوره غلامي منلي نو څرنګه به دوی دملت اوولس په سترګوکي خاورې ورودوړوي چې دوطن داصلي هلاتړپريږدي اودمري يوملاتړوکړي نه هيڅکله دافغانستان مسلم ملت نه تيرايستل کيږي اونه دسالنګيانوپه خوله خطاووزي

طوفان طوطاخیل

دطالبانو ویب سایټ وګورئ چې څومره علماؤ ا و ولسي خلګو ملاتړ ورسره دی ، ژوندي دي وي طالبان ، دالاماره له پاڼي څخه دغه راپور درته نښلوم ،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،، فراه : پشترودکې سلګونو علماؤ اوقومي مشرانو داسلامي امارت په ننګه ستره غونډه وکړه 07-04-2015 دفراه ولایت په پشترود ولسوالۍ کې له اسلامي امارت د ملاتړ اوننګې په موخه یوه ستره غوڼډه وشوه په دې ستره اوشانداره غونډه کې دسیمي او دفراه رود ولسوالۍ د مرکز ، خاکسفید، بالابلوک ، اناردرې ، پشتکوه او شیبکوه ولسوالیو څخه ګڼ شمېر علماؤ ، روحانیونو ، قومي مخورو او په زرهاؤ عامه مسلمانانو ګډون… نور لوستل »

خالد

عجیب خلک دي !!!! تر اوسه يې نارې وهلې چې ولس د طلبانو له کړنو څخه پوزې ته راغلی !!! او اوس وايي چې اولس دې طالبانو سره همکاري پرېږدي !!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!! نو بیا ستا دا هلې ځلې د چا لپاره وې؟؟؟؟؟ که ولس د طالبانو همکاري دی نو بیا خو ستاسو لپاره کومه هیله نه پاتې کیږي …… د الله عزوجل په ځمکه د شریعت نافذیدو په هیله ؟؟؟؟

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x