نظــر

د لودين په بيا راتګ سره به د جهاد ټيکه داران څه کوي؟

ابو الیاس جهادول
د روسي يرغګرو او د هغوی د لاسپوڅو پر وړاندې د افغانانو جهاد، دوه ميليونه شهيدان، معلوليت، کډوالي او په وحشي زندانونو کې د شپو او ورځو تيرول يوازې او يوازې د دې له پاره وو چې چې په هېواد کې د پخواني شوروي اتحاد تيری ته د پای ټکی کېږدي، په افغانستان کې اسلامي نظام نافذ او د افغانانو وژونکي او قاتلان د اسلامي شريعت په رڼا کې محاکمه او مجازات او کونډونو، رنډو او شهيدانو آرامانونه مو پوره شي.

که څه هم ډېری افغانان او مجاهدين اوس هم دغه اصل ته تر اوسه هم ژمن دي، هغوی له غربي ښکيلاک سره هم د شرقي هغه په څېر مقابله وکړه، د جهاد سنګرونه يې تاوده وساتل او د هغوی د دغو سرښندنو په پايله کې له چنګيز، انګيريز او کريملن وروسته سپينه مانۍ او د هغې متحدان هم د آمپراتورانو په هديره کې خپله ماتې تجربه کوي.

خو يو شمېر نور هغه چې له پيله يې جهاد د يوې وسيلې په توګه کاراوو، او بالاخره يې د جهاد ارزښتونه، د هېواد خپلواکي او خپل مسلمان ورورنه په يوه ښکاره معامله کې په امريکايي ډالر وپلورل، اوس هم په ډېره بې شرمۍ د جهاد او مجاهدينو په نوم امتيازونه اخلي او ګواښونه کوي چې مجاهدين څوک نه شي ګوښې ته کولی.

څه موده مخکې هم چې کله نورالحق علومي د کورنيو چارو وزارت ته نوماند وو، د سياف او اسماعيل خان په څېر يو شمېر تش په نامه جهاديانو په پټه او ښکاره له هغه سره خپل مخالفت ښوده، خو کله چې د وزارت يوه چوکۍ ور په برخه شول هر څه ورنه هير شول. خو دا دی اوس افضل لودين د ملي دفاع وزارت ته نوماند شو. داسې يو کمونيست پلوی جنرال چې له روسانو او روس پلوه رژيم سره د جهاد په وروستیو کلونو کې يې د جلال اباد په جګړه کې مجاهدینو ته سخته ماتې ورکړه او د هفوی د مورال په کمرزوي کولو سره يې د ډاکټر نجیب نهیلو ځواکونو مورال لوړ کړ.

د مجاهدينو يوه پخواني قوماندان پرون راته کېسه کوله چې کله افضل لودين د جلال آباد ښار د فتحې پر مهال د حاجي شمالي د مجاهدينو له خوا ونيول شو، نو ډېر سخت وارخطاء وو او تل به يې حاجي شمالي ته ويل چې ومې ژغوره کنه وژل کېږم. دغه قوماندان ويل چې ما د ده تېرو کړنو په اړه دومره معلومات نه درلودل نو پوښتنه مې ور نه وکړه چې ولې دومره وارخطا يې ستا په څېر په زرهاوو کسان دلته له مجاهدينو سره دي، ټول آزاد ګرځي؟ هغه راته وويل: « زه له حکمتيارصاحب او استاد سیاف نه ډېر وېرېږم، که ګير مې کړي بې مرګه مې نه پرېږدي، ځکه چې هغوی له کلونو زما په لټه کې دي»

د قوماندان په وينا؛ دا چې حاجي شمالي د پښتو پر اوصولو ولاړ سړی وو، تر پايه يې له حکمتيار او سیاف څخه هغه پټ وساته او بهر ته د تګ زمينه يې ور ته برابره کړه.

دا دی، افضل لودين چې يو مهال له سياف نه پټ ګرځيدي او سياف هم د هغه د مرګ په لټه کې وو، نن سبا به په ډېر افتخار په ولسي جرګه خپله کړنلاره بيانوي، په خپلو تېرو کړنو او لاسته راوړنو به وياړي او خپل راتلوونکي پلانونه بيانوي چې ټول به د مجاهدينو په ژونه او د امريکا د رنډ کاپريش پاليسۍ پر پلي کولو راڅرخي،. او د استاد په څېر به څو د جهاد ټېکه داران ورته لاسونه پړکوي.

هوکې! استاد سیاف او نور جهادي ټيکه داران چې د جان کيري په لاس جوړ شوي حکومت کې د جهادي ارزښتونو او د دوی په اصطلاح د مجاهدينو مدافعين بلل کېږي. له دغو کسانو څخه د جهاد د آرمانونو د تحقق هيله کوي:

ولسمشر ډاکټر محمد اشرف غني « پخوانی پرچمی او د ډاکټر نجيب سلاکار»، جنرال عبدالرشيد د ولسمشر لومړی مرستيال « پخوانی پرچمی او ګليمجم د مليشو مشر»، حنيف اتمر د امنيت شورا سلاکار« پخوانی پرچمی او خاد کارکوونکی»، د کورنيو چارو وزير نورالحق علومی « د کمونيست رژيم پر مهال د کندهار قول اردو قوماندان»، ملی دفاع وزارت ته نوماند افضل لودین « د کمونست رژيم د ننګرهار قول اردو قوماندان » او داسې نور.

دغو تش په نامه مجاهدينو چې ايده آل نظام يې همدا د « ع او غ » ګډ حکومت وو او د خپلو آرمانونو تحقق يې په همدې ډول ټولګه کې ليده، څومره به ښه وای چې د نجيب حکومت په لمنه کې يې ځانونه وراچولې وای چې له يوې خوا به يې د تېر جهاد او مهاجريت ژوند په مزو او چړچو کې تېر شوو وو او له بلې خوا به د مقاومت کوونکيو صف تصفيه او د اصلي او ډالرې مجاهدينو صفونه سره جلا شوې وای.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x