نړۍ

پاکستاني څارګره اداره وایی حکیم الله محسود وژل شوی دي

 

( نن ټکی ا سیا جنوری ۲۰۱۲/۱۵) اسلام اباد: یوي پاکستاني انګریزي ورځپاڼي خبرخپور کړي دي، چي دپاکستانی څارګري اداري چارواکی وایی دپاکستانی وسلوالو طالبانو ترمنځ یی دمخابري له لوري داسي خبري کشف کړی دي چی حکیم الله محسود وژل شوی دي.

داخبره نن ورځ ناوخته دپاکستان دڅارګري اداري دچارواکو له لوري راپورته شوی ده، دغه چارواکي وایی دپاکستاني طالبانو ترمنځ یی چی دمخابرو په واسطه یی خبري سره کولی داسی خبري اوریدلی دی چی حکیم الله محسود وژل شوی دی.
خبرکی وړاندی راغلي چی له لسو څخه زیاتو پاکستاني طالبانو یوبل ته خبري کولی چی حکیم الله محسود درواني میاشتی پر۱۲ لسمه نیټه دامریکایی بی پیلوټه الوتکي دبرید له امله وژل شوی دي.
دپاکستانی طالبانو یوه ویاند عصیم الله محسود له رسنیو سره دخبرو پروخت دحکیم الله محسود دوژلو خبرونه ردکړل نوموړی زیاته کړه دامریکایی بی پیلو ټه الوتکي دبرید پروخت حکیم الله محسود دغه سیمه کی نه وو.
له دی څخه مخکی هم یوځل په ۲۰۱۰ کال کی پاکستاني او امریکایی چارواکو خبرونه خپاره کړی وو ګواکي حکیم الله محسود یی دبي پیلوټه الوتکی دبرید په نتیجه کی وژلی دي،خو دغي ګنګوسي هغه وخت دروغ شوی کله چی حکیم الله محسود په خپله پررسنیو راښکاره شو اوخبري یی وکړي.
نن ټکی اسیا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x