نظــرپیښې او دریځونه

حزم طوفان او پر اسلامي نړۍ یې منفي اغیزې

عبدالرحیم (ثاقب) لیکوال او سیاسي شناند

لیکوال
لیکوال

د مارچ د میاشتې په ۲۶ نیټه سعودي عربستان د لسو عربي هیوادونو په رایوځای کولوسره د حزم طوفان تر نامه لاندې پوځي ایتلاف جوړ او په یمن کې د حوثیانو پر پوځي مرکزونو برید وکړ .

دا چې ولي د اسلامي نړۍ په دې نازکو شرائطو کې د سعودي تر مشرۍ لاندې د حزم طوفان جوړیږي ؟

د دې توفان اغیزې به پراسلامۍ نړۍ په تیره افغانستان او د هغه پر ګاونډ څه وي ؟ او دا توفان به ترکومه د خپل هدف په ترلاسه کولو کې بریالی وی هغه خبرې دي چې په لاندې لیکنې کې ورباندې بحث کوو:

ولي د حزم توفان؟

اوس مهال منځنی ختیځ په تیره عربي هیوادونه یې د خپل منځي جګړو په اورکې سوځي ، په سوریه کې د واکمن نظام د بقاء او فنا پر سر د امریکا او روسیې ترمنځ مسابقه روانه ده ، امریکا او نور ۵ غربي هیوادونه له ایران سره د هغوی د اټومي پروګرام په اړه هواري ته رسیدلي ، د ایران له لوري په خپل ګاونډ کې د فارس امپراتوري د حاکمولو هڅې روانې دي چې له امله يي په عراق ، سوریه او یمن کې د شیعه سنې جګړه پیل شوې، په دې حساسو شرائطو کې د امریکایانو په اشاره او مرسته حزم توفان د اسلامي نړۍ د تباهۍ او په جزیرة العرب کې د حرمینو شریفونو ساحې ته د جګړې ورغزولو یوه خطر ناکه مقدمه ګڼل کیږي.

که څه هم چې د سعودي په مشرۍ دې عربي ایتلاف ته په سیمه کې د ایراني نفوذ اویا هم د سُنیانو د مدافعې نوم ورکول کیږي خو حقیقت دا دی چې دا د امریکا په دستور هغو هیوادونو ته د جګړې ورغزولو هڅه ده کوم چې تر اوسه د مذهبي او فرقه یي جګړو له شره په امن دي ، نه د ایراني نفوذ مخنیوی دی او نه هم د سُنیانو دفاع .

که واقعا هم د ایراني نفوذ مخنوی وي نو باید دا کار هغه مهال شوی وای چې حوثي ملیشو لا خپل اړوند ولایت صعده څخه د صنعاء پر لوري حرکت نه وه پیل کړی ، هغه مهال به نه د لسو هیوادونو ایتلاف او نه هم د هغوی نیږدي ۲۰۰ جنګي الوتکو ته اړتیا وه چې اوس یې د صنعاء په شمول ټول یمن تر سره اور لاندې نیولی.

که واقعا په دې ایتلاف سره د ایران د نفود مخنیوی مقصد وي نو ولي د دې ایتلاف ټول غړي له امریکا سره په هغه ایتلاف کې هم شامل دي چې ایراني نفوذ ته په عراق کې د بریالیتوب لارې برابروي ؟ ایا هغوی نه ویني چې د دوي د الوتکو تر سیوري لاندې ایراني پوځونه د ایرانی جنرال قاسم سلیمانې په مشرۍ د عراق سُني میشتې سیمې یو په بل پسي لاندې کوي؟

له حزم توفان څخه د امریکایانو اهداف

عربي بهار چې په شمال د افریقاکې له تونس هیواد څخه پیل شو لیبیا ، مصر، یمن، اوسوریه يي ښه وځپل یواځي خلیجي هیوادونه یې له جګړه ییزو زیانونو خوندي پاتي شول ، دا چې همدا خلیجي هیوادونه په منځني ختیځ کې د نفتو اونورو طبیعي زیرمو له امله د اسلامي نړۍ تر ټولو شتمن هیوادونه ګڼل کیږي امریکایان غواړي د حزم توفان له لارې دغه ګډ وډۍ د مذهبي جګړې په راپورته کولو سره خلیجي شتمنو هیوادونوته هم ور وغزوي .

اوسنی عربي ایتلاف چې په یمن کې د یمن د شړل شوي ولس مشر عبدربه هادي د ملاتړ په پلمه پیل شوي له دې څخه امریکایان دنورو موخو تر څنګ دوه اساسي هدفه لري :

لومړی د حرمینو شریفینو ګاونډ ته نا امني غزول

دوهم د عدن خلیج ته څیرمه د باب المندب استراتیژیک سمندري تنګی په مکمل ډول تر خپلې تسلط لاندې راوستل.

حرمین شریفین په تیره کعبه معظمه د اسلامي نړۍ د زړه په حیث د ټولو(سُني، شیعه ) مسلمانانو لپاره خاص اهمیت لري ، د حرمینو شریفینو خوندیتوب او ثبات د دې لامل دي چې له ټولې نړۍ څخه هر کال په میلینونو مسلمانان د حج فریضې اداء کولو لپاره هلته ولاړشي او د امن او سکون په فضاء کې د اسلام پنځم رکن (حج) اداء کړي او په دې سره د عرفې په ورځ د عرفات په میدان کې د عظیمي نړیوالې اسلامي اجتماع په جوړولو سره د اسلامي امت د وحدت او یوالي تظاهر وکړي . امریکایانو چې نوره ټوله اسلامي نړۍ یې په خپلو شیطاني دسیسو نا کراره کړي اوس غواړي د حرمینو د ساحي په نا آرامه کولو سره د مسلمانانو لپاره د هغوی تر ټولې مهمې کلنۍ اجتماع او دینې فریضې د تر سره کولو ځای هم نا أمنه کړي ، ترڅو مسلمانانوته دا ور وفهموي چې ستاسي په اړوند هیوادونو کې امنیت او آرامي له سره ځای نه لري او نه نورد مسلمانانو ترمنځ مذهبي او عقیدوي یووالی ممکن دی.

له بله اړخه سعودي عربستان هغه هیواد وه چې تل به یې د خپل اسلامي او ټولنیز وجاهت له مخې د نورو اسلامي هیوادونو ترمنځ واقع شوې شخړې په خپل وساطت سره هوارولې ، اوس چې دوی خپله له خپل نیږدي ګاونډي یمن سره په شخړه کې ځان واچاوه نور یې په اسلامي نړۍ کې هغه مذهبي او اجتماعي وجاهت هم متضرر کړ.

باب المندب چې د عدن خلیج ته څیرمه واقع دی هغه مهم سمندري تنګی دی چې روزانه د عربي خلیج ۳.۳ ملیونه بیلره پټرول له همدې تنګي څخه آسیا ، افریقا اونوري نړۍ ته صادریږي .

باب المندب سمندری تنګی د فارس خلیج له هُرمز تنګې وروسته دوهم استراتیژیک تنګی دی چې په کال کې ۲۱۰۰۰ او په ورځ کې ۵۷ سمندري بیړۍ له دې لارې څخه د خلیجي هیوادونو نفتي صادرات نورې نړې ته لیږدوي.

که په یمن باندې د ایران پلوه حوثي ملیشو واکمنۍ ټینګه شي نو باب المندب تنګی به حتما د هغوی تر واکمني لاندې راځي او دابه د هُرمز له تنګي وروسته بل مهم سمندري تنګی وی چې په بالفعل ډول د ایران تر تسلط لاندې کیږي .

له خلیجي هیوادونو څخه غربي نړۍ او اسرائیلو ته د نفتو انتقال د باب المندب تنګي له لاري کیږي.

امریکایان غواړي د یمن د لانجې او د هغه په مقابل کې د حزم توفان په تشکیلولو سره خپل نور پوځي ځواکونه او جنګي بیړۍ باب المندب تنګي ته څیرمه په خلیج عدن او د یمن په نورو برخو کې ځای پرځای کړي ، تر څو وکړای شي پر دې سیمې د خپل پوځي شتون په وسیله د ایران او ایران پلوه حوثیانو واکمنۍ کمزوري کړي.

امریکایانو کټ مټ همدغه تکتیک په ۱۹۹۰ ــ ۱۹۹۱ـ کې د عراق د پخواني ولسمشر صدام حسین په وسیله د کویټ په اشغالولوسره عملي کړ. او هغه په دې ډول چې لومړی یې صدام حسین تحریک کړ چې کویټ اشغال کړي، وروسته یې له صدام څخه د کویټ د آزادولو په پلمه په عربي خلیج کې خپلې پوځي سمندري بیړۍ لنګر کړي.

هغه مهال چې امریکایانو د کویټ د آزادي په پلمه د عاصفة الصحراء ( صحرا توفان ) عملیات پیل کړل او د دغو عملیاتو د پوځي او لوجیستیکي اکمال په پلمه یې په عربي خلیج (سعودي ، بحرین ، عمان ، قطر ، کویټ ) کې کومې سمندري بیړۍ ځای پرځای کړې هغه تر اوسه هم هلته مو جودې او له هماغو بیړیو څخه یې په ۲۰۰۲ کال افغانستان او په ۲۰۰۳ کې عراق اشغال کړل . امریکایان به دا ځل د حزم توفان ( عاصفة حزم) او د هغه د استخباراتي او لو جیستیکي اکمال په پلمه خلیج عدن ته څیرمه مهم استراتیژیک سمندری تنګی باب المندب په مکمله توګه تر خپلې ولکې لاندې راولي ، او هلته به خپل پوځي حضور د پخوا په نسبت څو چنده زیاتوي.

په ټول منځني ختیځ کې د سیاسي او مذهبي استراتیژي لرونکي هیوادونه یواځي ایران او اسرائیل دي ، ایران غواړي له مذهبي اوپوځي اړخه د خپلې واکمنۍ ساحه په خپل ګاونډ کې پراخه او دا کار یې د عراق ، سوریې اویمن په لاندې کولوسره عملا تر سره کړ.

اسرائیل بیا غواړي له اقتصادي اړخه عربي خلیج تر خپل نفوذ لاندې راولي ، تر دې چې په دې وروستیو کې یې سعودي عربستان هم قانع کړی چې له تل ابیب سره تجارتي اړیکې ولري.

له ایران ، ترکیې او اسرائیلو پرته نور عربي په تیره خلیجي هیوادونه ټول دامریکا په مدار راڅرخي ، او دومره سادګان دي چې امریکایان یې په عراق کې د ایران د نفوذ د پراخوالي او په یمن کې د ایران د نفوذ د مخنیوي په نوم استعمالوي. دوی خپله له عیاشي پرته نه کومه سیاسي استراتیژي لري او نه هم عقیدوي.

همدا سعودي عربستان چې اوس یې د علي عبد الله صالح او حوثیانو په خلاف هوايي عملیات پیل کړي تر کال ۲۰۱۱ پوري هغه د یمني ولس پرخلاف تقویه کاوه او زیاتي اقتصادي او پوځي مرستي یې ورسره کولې، د ۲۰۱۱کال د جون په میاشت کې چې کله عبدالله صالح د یمني ولس د پاڅون په ترڅ کې سخت ټپي شو د نوموړي ټوله معالجه د سعودي عربستان په شاهي روغتون کې د سعودي د پخواني باچا ملک عبدالله تر ځانګړي نظارت لاندې وشوه، هغه مهال د نوموړی پرخلاف ولسي پاڅون کې تقریبا ۵۰۰۰ یمنیان مړه او ژوبل شول چې بیا دسعودي عربستان دروغې جوړې په ترڅ کې عبدالله صالح ته د دغو وژنو په جرم له هرډول قانوني محاکمي څخه د قانوني خوندیتوب حق ورکړل شو.

پر اسلامي نړۍ په تیره افغانستان باندې د حزم توفان اغیزې .

پراسلامي نړۍ په خاص ډول افغانستان ، ایران او پاکستان باندې به د حزم طوفان اغیزې ډیرې منفي وي او هغه له دې وجې چې دا سیمه ټوله د سُني او شیعه مسلمانانو د مشترک تعایش منطقه ده ، داچې د سُني مذهبه سعودي په مشرۍ د حزم توفان په یمن کې د ایران پلوه شیعه ملیشو پر خلاف تشکیل او د هغوي د له منځه وړلو هڅه کوي نو خامخا به په ټوله سیمه کې د شعیه سُني جګړه ورسره زور اخلي او یو د بل په مقابل کې به دریږي.

ایران چې د امریکا په موافقه او دستور د دغې خونړۍ جګړې پیلوونکی دی له افغانستان او پاکستان سره په سلګونو کیلو میټره ګډه پوله لري ، څومره چې په یمن کې شیعه حوثیان د حزم توفان تر فشار لاندې نیول کیږي ، په هماغه اندازه به ایران پاکستاني او افغاني شیعه ګان تحریکوي چې په یادو هیوادونو کې د حاکمو سُني چارواکو په خلاف تحرکات پیل کړي ، چې همدا اوس یې عملا په افغانستان کې د شیعه حکومتي چارواکو څرګندوني او تحرکات ښکاره لیدل کیږي. همدا راز به ایران نه یواځي پاکستاني او افغاني شیعه ګان تحریک کړي بلکې په خلیجي هیوادونو ، سعودي ، بحرین کویټ او نورو هیوادونو کې به هم محلي شیعه ګان د خپلو سُني حکومتونو پرخلاف ولمسوي او په دې سره به ټول شتمن خلیجي هیوادونه د افغانستان او پاکستان په شمول د مذهبي بي هدفه جګړو ډګر وګرځي.

پاکستان چې تر دې وړاندې لا شیعه سُني مذهبي جګړې ځپلی د پاکستاني حکومت لخوا د سعودي تر مشرۍ لاندې د حزم عملیاتو په حمایت سره به دا جګړه په یاد هیواد کې نوره هم پراخه شي.

لکه مخکې چې مو وویل ایران غواړي خپل سیاسي او مذهبي نفوذ په سیمه کې پراخ کړي ، هغوی دا کار په خپل ابتکار ، نه بلکې د امریکایانو په دستور کوي ؛ ځکه امریکایان د اسلامي نړۍ د بي ثباته کولو لپاره تر دې بل غوره تکتیک نشي پیدا کولای؛ له بده مرغه چې په اسلامي نړۍ کې د سُني اوشیعه ترمنځ اختلافات داسې کچې ته رسیدلې چې یو بل پر ځان د امریکا او اسرائیلو نفوذ مني، خو شیعه او سُني د یو اوبل حاکمیت منلو ته هیڅ زړه نه ښه کوي.

نو حتما به په خلیجي هیوادونو کې د ایراني نفوذ له پراخولو سره داسې مقاومت کیږي لکه په سوریه ، عراق اویمن کې چې همدا اوس په درز سره روان او په لکونو انسانان ورکي مړه اوژوبل شول.او امریکایان غواړي دا فتنه ټولې اسلامي نړۍ ته صادره کړي.

حزم توفان به له پوځي اړخه څومره بریالی وي؟

د عربي نړي د پوځي ماهرینو له نظره حزم توفان د حوثیانو پر خلاف د یوه سیاسي ایتلاف حیثیت لري نه د پوځي ایتلاف ؛ ځکه د حوٍثي ملیشو او له هغو سره د یمن د پخوانی ولسمشر علي عبدالله صالح روزل شويو دولتي پوځیانو پر خلاف یواځي هوايي بریدونه چې هغه هم د نورو عربي هیوادونو د پیلوټانو لخوا تر سره کیږي هیڅ اغیز نه لري ، همدا لامل دی چې حوثي ملیشې د حزم توفان د جنګي الوتکو تر مسلسلې بمباري لاندې په دې وتوانیدل چې په عدن ښارکې د یمن د تښتیدلي ولسمشر عبدربه هادي منصور ولسمشریزه ماڼۍ ولکه کړي .

نن چې د حزم هوايي عملیاتو ۱۳ ورځ ده د ملګرو ملتونو د رپوټ مطابق د ۲۰۰۰ ولسي یمنیانو له مرګ ژوبلې پرته نوره هیڅ ځمکنۍ لاسته راوړنه نه لري. د حزم توفان غړي هیوادونه اکثریت خلیجي عیاش هیوادونه دي چې وسله وال ځواکونه یې په هیڅ ډول په یمن کې د ځمکني جګړي وړتیا نه لري ، پاکستان او مصر چې په دې عملیاتو کې دبرخې اخیستلو ژمنه کړې ښايي پوځي افسران یې یواځې د پوځي روزونکو په ټوګه هلته ګډون وکړي .

خلاصه:

د یمن روانه لانجه د اسلامي امت په ټپي جسد باندې بل هغه ناسور دی چې د افغانستان ، فلسطین، عراق لیبیا اوسوریې په څیر به تر کلونو پوري سرې وینې ترې بهیږي ، قربانیان به یې مسلمان یمنیان او ګټې به یې امریکا او اسرائیلو ته رسیږي ، له دې توفان سره به شیعه سُني بي هدفه جګړه نوره هم پراخیږي او ساحه به یې د حرمینو شریفینو تر دروازو ور رسیږي.

د دې خونړۍ جګړې اثرات به ټوله اسلامي نړي اغیزمنه او د دښمن په مقابل کې نوره هم کمزوري کړي.

خدای جل جلاله دي اسلامي امت ته رشد او بصیرت ور په برخه کړي چې د دښمن له دا ډول تخریبي دسیسو څخه ځان وژغوري او خپل پوځي ، اقتصادي اوبشري ځواک له اسلامي عقیدي څخه د دفاع په لاره کې مصرف کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

7 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Hameed

مننه ثاقب صاحب الله دی اجر درکړی ولی زه په پوره اطمینان سره ویلای شم چی پدی کار کی اصلی ګرم ایران او ایران پلوه شیعه ‌ډلی دی چی له امریکا سره په پټ ګډ تفاهم کی دی فتنو ته لمن وهی او دسنیانو له منځه وړلو ته یی ملاتړلی ده او سنیانو ته هم بغیر له دفاع نه بله لار نده پاتی دا زه منم چی د خلیجی هیوادونو اوسنی واکمنان د امریکا غلامان او عیاش خلک دی ولی دا ددی معنی نه ورکوی چی سنیان دی دایران او شیعه گانو د تیریو په مقابل کی خاموش وی او… نور لوستل »

طوفان طوطاخیل

په ګوتو دي برکت شه
…………………………………………..
خدای جل جلاله دي اسلامي امت ته رشد او بصیرت ور په برخه کړي چې د دښمن له دا ډول تخریبي دسیسو څخه ځان وژغوري او خپل پوځي ، اقتصادي اوبشري ځواک له اسلامي عقیدي څخه د دفاع په لاره کې مصرف کړي.

همت خان

ښاغلی ثاقب صیب شاباس ستا په ژورو لیکنو، په دې لیکنه کې هم په اسلامی سپېڅلې تګلارې ستا التزام له ورايه ښکاري ————————– خو اجازه راکړه چې د نظر داختلاف په چوکاټ کې خپل نظر بیان کړم، تاسو هم لیکلي چې ایران د امریکا په ملاتړ په سیمه کې شیعه ییزم پراخوي.. بې له شکه چې په دې کار کې له هرې حربې څخه کار هم اخلی، په افغانستان او عراق کې یې امریکایي اشغال هم د شیعه ییزم د پراختیا په وجه تایید کړ او په ګران هیواد کې شیعه ګان په درز پرمختګ کوي د فیصدۍ دعوې یې… نور لوستل »

عبدالرحیم (ثاقب)

محترم ورور همت خان صاحب ! ستاسي له حسن نظر او تبصرې نه مننه . فکرکوم ستاسي د پوښتنې ځواب د لیکنې په متن کې شته دی : ((که واقعا په دې ایتلاف (حزم توفان) سره د ایران د نفود مخنیوی مقصد وي نو ولي د سعودي په شمول دې ایتلاف ټول غړي له امریکا سره په هغه ایتلاف کې هم شامل دي چې ایراني نفوذ ته په عراق کې د بریالیتوب لارې برابروي ؟ ایا هغوی نه ویني چې د دوي د الوتکو تر سیوري لاندې ایراني پوځونه د ایرانی جنرال قاسم سلیمانې په مشرۍ د عراق سُني میشتې… نور لوستل »

غوربندي

ثاقب صيب تاسو ته سلامونه او اراىت كه له احساساتو تېر شو نو ستاسو لیکنه سمه، حقیقت او د تایید وړ ده. اسلامي هیوادونه په سختو متناقضو مواقفو کې قرار لري چې دا کله هم د دوی د ستراتیژی برخه نه شي ګڼل کیدای. مثالونه: په مصر کې د په اصطلاح شرعي حکومت په راپرځولو کې یې د مصر پر فوځ باندې بې خرته ریالونه واورول. په یمن کې بیا د په اصطلاح شرعي حکومت په ملاتړ په ایران پلوه حوثي ملیشو باندې بمونه اوروي. په عراق کې د ایراني ځمکنیو ځواکونو لپاره د سُني پلوه اسلامي دولت پر ضد… نور لوستل »

بخت الرحمن بخت

محترم وررو ثاقب صاحب ستا سو لیکنه مي ډیره خوښه شوه ډیر په زړه پوري تحلیل مو کړي او ټول اړخونه مي پکښی را نغښتي وو. خو زه دلته یوه پوښتنه لرم. داچي حوثیانو ټول یمن تر خپله ولکه لاندي را وستي، دسعودي عرب پولو ته څیرمه یی فوځي تمرینات پیل کړل، له سعودي سره پرپوله یی دواړو غاړوته دمیشتو شیعه مذهبه حوثيانو دپارولو کوښښ وکړ. ایا سعودي نور باید څه کړي واي لاس تر زني کښیناستلی وای ترڅو حوثیانو دحرم شریف دروازه ورته ټکولي وی بیا یی دائلاف دجوړولو کوښښ کړي واي. زه دا نه وایم چی دغه جنګ… نور لوستل »

رشـــــــــــــــــــاد بدر

نا اشنا خلګ یاست تاسی څه غواړی ؟ تاسی وایاست چه پرحوثی روافضو باید برید نوای سوی تاسي دا خبیثان او بی سواده لنډغر پیژني هغو صراحتا ویل چه موږ مکه او مدینه نیسو او ایرانی توغندي یه بالفعل سعودي ته راسته کړی وه سعودی خو ډیر صبر ورته وکړی ، نوري څه کړي وای دا دخبرو اترو خلګ ندي، او زاړه قیاسونه مه کوی تاسی پوهیږي په سعودی کي هم نوي قیادت او نوي ځوانان قدرت ته رسیدلي دي . امید دی چه تر زړو هغو به ښه وي دمصر په کیسي اکثره ندي خبر ، اخوانیانو خو مصر… نور لوستل »

Back to top button
7
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx