نظــر

د «علماوو» شورا ته: ولس نور نه غولېږي!

Backs-of-Mullahsد حامد کرزي د حکومت درباري ملایانو پرون ډېرې عجیبې او غیر موجه څرګندونې کړې وې. دوی ویلي وو، چې د سولې خبرې باید د افغانستان له دولت او ملت! سره وشي او نړیوال باید د افغانستان د سولې په خبرو کې یوازې د ملاتړ کوونکو رول ولري! مخکې له دې چې په افغانستان کې کوم حکومت منځ ته راشي، په دوه زره یو کال کې لسګونه زره د ناټو پوځیانو پر افغانستان یرغل وکړ او د افغانستان اسلامي امارت یې له منځه یوړ او پرځای يې د ټوپکسالارانو حکومت بېرته د افغانستان پر خلکو وتاپه. افغانانو د یادو جنګسالارانو د حکومت مزه څکلې وه،

ولس د کابل ورانی، ملوک الطوایفي نظام او مخ پرزیاتېدونکې قومي او ژبني تضادونه لیدلي وو. د ټوپکوالو له څه کم دوه میاشتې حکومته بیا د چارو واګې حامد کرزي ته چې د بن په غونډه کې یې تر بل نومانده اته رایې لږې ګټلې وې، وسپارلې.

 د کابل د «علماوو» شورا غواړي چې مذاکرات دې له دغه ډول یو حکومت سره وشي. د ولسمشرۍ تېرې ټاکنې هم له چا پټې نه دي، چې په څه غوبل واوښتې او په پای کې د ټاکنو کمیسیون حامدکرزی د ولسمشر په توګه و ټاکه. د علماوو د شورا مشر، قیام الدین کشاف غواړي دغه ډول یو حکومت دې د خبرو لوری وي.

دولت پسې د افغانستان ملت یاد شوی دی. آیا طالبان د افغانستان د ولس پر ضد په جګړه بوخت دي؟ که طالبان له ولس سره خدای مه کړه په جګړه بوخت وي، بیا خو به اوسنۍ بریاوې یو پر لس زیاتې وې، ځکه د کابل چارواکو خو له ځانه سیمټي دیوالونه چاپېر کړي دي، ولس خو له لوږې مري، د طالبانو تر جګړې پاتې کېږي هم نه! که دا ډول څرګندونه د کرزي د حکومت د بهرنیو چارو وزارت، دفاع وزارت یا کوم بل اورګان کړی وای، باک به یې نه لاره، خو دا چې یو څو معاش خواره د «علماوو» په نامه دغه ډول بې مسئولیته او غولوونکې څرګندونې کوي، دا په اصل کې د عالم له هویته ناوړه استفاده کول دي. څومره ظلم دی، چې کشاف د آزادۍ د لارې اتلان د ولس پرضد په جګړه تورنوي! د دغو تش په نامه علماوو د دې کار په غبرګون که طالبان بیا سبا دغه علماوو ته ورته څېرې یو-یو ونیسي او سټ یې کړي، بیا به څومره منفي تبلیغات بیا زور واخلي، چې طالبان د علم ضد دي! د اسلام ضد دي!

دغې شورا په یوه اعلامیه کې د سولې پروسه یو ملي بهیر وباله، ویې ویل چې دا بهیر د افغانستان په ملت او دولت پورې اړه لري او د عالمانو د سرتاسري شورا له نظره په قطر کې د طالبانو د دفتر پرانیستل یوازې کولای شي د طالبانو لپاره د یوه آدرس په توګه وپېژندل شي او د افغانستان د خلکو(!) پر وړاندې له جګړې وروسته باید د افغانستان د اسلامي جمهوری دولت او سولې عالي شورا تر څارنې لاندې وي!! د دغو څو تنو معاش خورو شورا څه صلاحیت لري چې دغه ډول غټې غټې خبرې وکاندي، چې دا دفتر دې یوازې یو دفتر وي، که دا یوازې د یو ادرس د کار پرځای نور کارونه هم وکړي، د دوی په اصطلاح د افغانستان اسلامي جمهوریت څه کولای شي؟؟ ستاسې ولسمشر خو لومړی له دفتر سره مخالف و، ولې دومره ژر له خپل مخالفته تېر شو؟؟ ستاسې د ولسمشر دومره ژر بدلېدونکي دریځونه تاسې ښاغلي کشاف ته دا پوښتنه نه در ولاړوي چې دې سړي ته له واشنګټنه فرمان صادرېږي؟؟ کشاف دلته بیا د طالب مجاهدینو د ازادۍ جګړه د ملت پر ضد ګڼي؛ دا به د بدخشان د غرونو او د هلمند د دښتو هاغه شپانه چې لا يې ښار لیدلی نه دی ومني چې دا جګړه د ولس پر ضد ده؟! ښاغلی کشاف! تاسې نه شئ کولای چې ولس نور وغولوئ، دا ولس درې لسیزې جګړې که ځپلی، همدومره یې سیاسي شعور لوړ شوی، دا ولس تر هغې ډېر هوښیار او شعور لرونکی دی چې تاسې ګڼلی دی او ستاسې په څېر معاش خواره ملایان یې نه شي تېر ایستلی! ولس نن پوهېږي چې د دوی دوستان او دوښمنان څوک دي. نن ولې د وردګ په ولایت کې یو ولسي وګړی ستا د حکومت د قاضي پرځای د طالب مجاهدینو قاضي ته خپل مشکل وړاندې کوي؟؟ ستا د حکومت ګردو چارواکو له ځانونو سیمیټي دیوالونه چاپېر کړي، ولس پر دې له ما و تا ښه پوهېږي چې هغوی د دیوالونو په منځ کې چارواکي یوازې د یو څو ډالرو لپاره پراته دي چې د ندې له ختمېدو سره به ګرد واشنګټن، دوبۍ، سډني او نورو غربي هېوادونو ته ورسېږي.

یو بې ګناه طالب بندي چې په بګرام کې د امریکایانو وژنتون کې د ناهیلۍ شپې سبا کوي، د کرزي حکومت د دې توانايي لري چې که فرضاً له طالبانو سره موافقې ته ورسېږي هغه طالب راخوشې کړي؟ ښاغلی کشاف! ستاسې د ولسي جرګې غړي چې ځانونه دملت استازي بولي نن دا جرئت نه شي کولای چې له امریکایانو وغواړي چې د بګرام وژنتونه یو لیدنه وکړي، دا خوار حکومت به څنګه وکولای شي د طالبانو د اعتماد د لاسته راوړلو لپاره یو بندي راخلاص کړي؟ دا اوس چې په قطر کې تمه ده د طالب مرکچیانو او امریکایي استازو ترمنځ خبرې وشي، ان شاءالله چې یو شمېر لوړ پوړي طالب قیدیان به له ګوانتانامو را ایله کړل شي؛ آیا د کرزي حکومت دا صلاحیت لري چې د ګوانتانامو په زندان کې د قیدانو خبر قدري واخلي؟؟ د کرزي حکومت له همکارۍ موږ ورتېر، خو دوی قطر ته د بندیانو له لېږد سره خپل مخالفت‌ګی وښود، خو چې د واشنګټن له نیته خبر شو، په ډېره سړه سینه یې خپل مخالفت بېرته واخیست. طالبان څنګه وکولای شي، له دغسې یو حکومت سره معامله وکړي، چې پر دریځ یې هېڅ اعتماد نه شي کېدای؟؟

یوه هیله

نن هر وطنوال پر دې خبره پوهېږي چې تاسې په کابل کې د «علماوو» د شورا تر نامه لاندې سره ټول شوي یاست او د ټولو هدف مو د یو څو ډالرو ترلاسه کول دي. زه درځنې دا هیله کوم چې د عالم تر سپېڅلي نامه لاندې دا وړ بې لارې کوونکې څرګندونې مه کوئ! نن تاسې د سر په سترګو وینئ چې د طالبانو پر حقیقت د سپینې ماڼۍ چارواکي هم اعتراف کوي، په افغانستان کې د طالبانو پر فزیکي شتون هرڅوک پوهېږي او پر دې هم تر ما ته په خپله ښه پوهېږي چې که طالبانو ولسي ملاتړ نه لرلای دغه وړ ستونزمنه جګړه یې لس کاله نه شوه چلولای. نن جوبایډن طالبانو خپل دوښمنان نه بولي! پر دې ټول پوهېږو چې دا د جوبایډن هسې یوه سیاسي خبره ده، چې هېڅ حقیقت نه لري، خو تاسې لا هم د طالبانو پر ضعف ټینګار کوئ! ستاسې د دفاع وزارت چارواکي تل په ډېره سپین سترګۍ د طالبانو د رزمي ځواک د کمزورې کېدو خبرونه ورکوي، خو بیا هم ولس هر څه ویني او پوهېږي چې څوک کمزوري دي او ولس له چا سره دی.

 

لیکنه: ظریف افغان

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x