افغانستان

سبا به ۳ نوماند وزیران ولسي جرګې ته خپل پلانونه وړاندې کړي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، وري ۱۸مه ۱۳۹۴ل): د ګډحکومت لخوا نوماند شوي ۳ وزیران به سبا او ۳ نور به د شنبې په ورځ ولسي جرګې ته خپل پلانونه وړاندې کړي.

د ولسي جرګې نایب منشي عرفان الله عرفان ویلي چې د ۱۶ نوماندو وزیرانو له جملې د ۶ تنو اسناد د دیني چارو، فرهنګي، پوهنې او لوړو زده کړو د کمېسیونونو څخه څېړل شوي او پاتې نورو اسناد تر څېړنې لاندې دي.

نوموړي زیاته کړه چې د ولسي جرګې د رییسانو کمېټې تېره ورځ پریکړه وکړه چې ددغو شپږو تنو څخه ډاکتر عبدالبصیر انور عدالیې وزارت ته نوماند، سید سعادت منصور نادري د ښار جوړونې وزارت ته نوماند او محمد ګلاب منګل د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت ته نوماند به خپل کاري پلانونه سبا (چهارشنبه) ولسي جرګې ته وړاندې کړي.

د هغه د معلوماتو پر اساس د لوړو زده کړو وزارت ته نومانده ډاکتر فریده مومند، کار، شهدا، معلولینو او ټولنیزو چارو وزارت ته نومانده ډاکتر مېرمن نسرین اوریاخیل او د نشيي توکو سره د مبارزې وزارت ته نوماند پوهندوی سلامت عظیمي به خپل پلانونه د شنبې په ورځ وړاندې کړي.

د ګډ حکومت ولسمشر د ۱۶ نوماندو وزیرانو لست د وري په ۲مه اعلان کړ او د ولسمشر د دوهم مرستیال لخوا د وري په ۱۲مه ولسي جرګې ته معرفي شول.

عرفان ویلي چې ددغو ۱۶ له جملې د ۱۰ نوماندو وزیرانو اسناد تر څېړنې لاندې دي.

پاتې لسو کې همايون رسا د سوداګرۍ او صنايعو، عبدالباري جهاني د اطلاعاتو او فرهنګ، اسدالله ضمير د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ، انجنير محمود بليغ د فوايد عامې، عبدالستار مراد د اقتصاد، ډاکټر محمدالله بتاش د ترانسپورټ او هوايي چلند، اسدالله حنيف بلخي د پوهنې، پوهنيار عبدالرزاق وحيدي د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ، مېرمن دلبر نظري د ښځو چارو او علي احمد عثماني د اوبو او انرژۍ وزارتونو نوماند وزیران دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x