افغانستان

د سعودي عربستان یو پلاوي کابل ته سفر کړی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، وري ۱۸مه ۱۳۹۴ل): د سعودي عربستان یو پلاوی پلازمېنې کابل ته راغلی او د ګډ حکومت د ولسمشر اشرف غني سره یې لیدلي.

دغه پلاوي کې د سعودي د کار، بهرنيو، کورنيو وزارتونو او د بشري قواوو ادارې استازي شامل وو.

د ارګ څخه خپره شوې خبرپاڼه وايي چې یاد پلاوي نن له غرمې وروسته د ګډحکومت ولسمشر اشرف غني سره په ارګ کې وکتل.

ویل کیږي چې د سعودي عربستان د دولتي ادارو دغه استازي د اشرف غني په بلنه افغانستان ته راغلي دي.

د ارګ خبرپاڼې زیاته کړې چې دغه هیئت د افغانانو لپاره کار د ویزې د اجرا کولو د تخنیکي ستونزو د څېړلو په موخه کابل ته سفر کړی دی.

د کار، کورنیو او بهرنیو چارو وزرات او د بشري قواوو ادارې استازو د اشرف غني سره په دغه لیدنه کې د ګډحکومت اړوندو مسوولینو ته معلومات ورکړل.

ولسمشرۍ ریاست زیاته کړې چې دغه پلاوي ژمنه وکړه چې د سفر یادښتونه به د خپل هېواد اړوندو چارواکو ته رسوي چې په اساس به یې د افغانستان اتباعو ته کار ویزې نه ورکولو ستونزه حل کړي.

ګډ حکومت ولسمشر د کب په میاشت کې د درېیم ځل لپاره د یو لوړ پوړي پلاوي سره سعودي عربستان ته سفر کړی و او ددغه هېواد د باچا ملک سلمان په شمول یې یو شمېر چارواکو سره لیدلي وو.

په دغه سفر کې دواړو هېوادونو په دوه اړخیزو همکاریو خبرې اترې کړې وې.

د سعودي عربستان دغه پلاوی په داسې حال کې افغانستان ته سفر کوي چې ګډ حکومت د یمن په جګړه کې د سعودي ملاتړ اعلان کړ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x