fbpx

دمړو ژوندي کول – دسیدنا حضرت عیسی علیه السلام له معجزو څخه

لیکوال: عاطفي

سیدنا حضرت عیسی علیه السلام دروایاتو په اختلاف په دری کلنی او یا په دیرش کلنی کې په رسالت مبعوث شوی او په ۳۳ کلنی کې دالله جل جلا له په امر اسمان ته یو وړل شوی،چې همدا شپه دروژی مبارکې میاشتی دقدر شپی سره برابره وه.

دسیدنا حضرت عیسی علیه السلام مور (بي بي مریم علیه السلام) له دی واقعې شپږ کاله وروسته د۵۲ کالو په عمر خپل مبارک روح حقیقی مالک ته وسپاره.
دبیلا بیلو روایتونو په بنا حضرت عیسی علیه السلام دالله جل جلاله په امر یوشمیر مړي ژوندي کړي.

غلطی انګیرنی مخنوي به خاطر یاد ولرۍ چې دپيغمبرانو معجزې ددوۍ ذاتي کار نه بلکه دالله جل جلاله په حکم ددوۍ درسالت نښي وۍ.

د څلورو۴ مړو ژوندي کولو روایت سیدنا حضرت عبد الله بن عباس رضی الله تعالی عنهُ نه په لاندی ډول کړی دی:عازر چې دری شپی وړاندی مړ شوی و او دری شپی قبر کې تیری کړی وې، حضرت عیسی علیه السلام دعازر قبر ته ودرید او وویل:قم بی اذن الله! پاسه دالله جل جلا له په امر! قبر وچاودید عازر پاسید او بیا ډیر عمر ژوندی و چې اولادونو پلار هم شو.

دسیمی یو تن اوسیدونکی چې عاشر نو میده دده لور یوه ورځ وړاندی مړه شوی وه ،خو لا خاوروته سپارل شوی نه وه ، داهم دعیسی علیه السلام په دعا ژوندی شوه او زیات عمر ژوندی باتی شوه چې اولادونه ېئ هم وزیږول!

دریم تن دیوی زړی ښځی زوی و چې جنازه ېې هدیری په لورروان کړی شوی و،عیسی علیه اسلام چې دالله په امر ورباندی غږ وکړ مړی کفن څیری کړ او له کفنه راووت،کفن یي ګزار کړ او خپلی جامی په تن کړی او هغه کټ يي په شا کورته راوړ چې دی پکې هدیری ته وړل کیده! ده هم له دی وروسته ډیر عمر وکړ او او لادونه ېی هم وشول.

دسیدنا حضرت عیسی علیه السلام همدا معجزه ځنی ناخبره دالشیخ عبدالقادر ګیلاني رحمهُ الله پوری اړوندوی چې ګویا دیوی زړی غریبی ښځی زوی مړ شو او هغه خپل فر یاد الشیخ عبدالقادر ګیلانی ته ورسو ، العیاذ بالله ګویا الشیخ عبد القادر چې بره ولیدل ملک الموت لاس کې قفس و دوژل شویو خلکو روحونه پکې اچول شوی وو ! ده پرواز وکړ ملک الموت يې ونیو چې دبوډی ښځی زوی روح تری واخلی ،کله چې ملک الموت انکار وکړ دواړو لاسونه سره واچول قفس مات شو او ټولو روحونو فرار وکړ او خپل خپل کالبوت ته ورسیدل ټول ژوندی او کورته روان شول! دا او داسی ناروا څر ګندونی او حتی لیکنی هم شته چې پرته له ګمراهی بل څه نه دي، راګرزو خپل مطلب ته:

دعیسی علیه السلام په دی څر ګندو معجزو هم کافرانو خبری جوړی کړی او ویل يې چې دا خلک مړه نه وو بلکه په سکته تللۍ وو چې بیرته خپله ژوندی شول دا دعیسی علیه السلام کمال او معجزه نه دی، که عیسی علیه السلام په رښتیا مړۍ ژوندي کوي نو زمونږ پلار سام چې دنوح علیه السلام زوی دی او شاو خوا ۴۰۰۰ کاله پخوا مړ شوی هغه دې ژوندی کړی !!

حضرت عیسی علیه السلام ددوی په غوښتنه دالله په امر دحضرت سام علیه السلام قبر ته ودرید او وویل: پاسه دالله په امر ! به همدی ویلو سره حضرت سام علیه السلام هیبت وهلی پاسید په داسی حال کې چې وارخطا او له هییته ېي دسر ویښتان سپین شوي وو، حضرت سام انګیرله چې قیامت پیل شوی .

عیسی علیه السلام اوخلکو دحضرت سام سره خبری وکړی ،کله چې حضرت سام ډاډه شو چې قیامت نه دی پيل شوی، اسوده شو ،حضرت عیسی علیه السلام له حضرت سام څخه پوښتنه وکړه چې ستاسو دزمانی دخلکو ویښتان خونه سپنیدل ستا ویښتان ولی سپین شوی؟ هغه په ځواب کې وویل : دقیامت له ویری.

حضرت عیسی علیه السلام وویل: دځنکدن سختی څنګه وو؟ هغه وویل: زما دمړینی دومره زیات وخت تیر شوی ،خواوس هم دځنکدن دسختیو تریخوالی زما په ستونی کې دی!!

حضرت سام غوښتنه وکړه چې نه غواړم په دنیا کې ژوند وکړم،خو تاسی دعا وکړۍ، چې زه پرته دځنکد ن له سختیوپرته دوباره مړ شم! حضرت عیسی علیه السلام دعا وکړه ،حضرت سام پرته دځنکد ن له سختیو دوباره مړ شو!

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د