اور سوزول کوي او اوبه ډوبول کوي؛ خو..

لیکوال: م. ش. كاموي

الله تعالی هر کار لپاره يوه وسيله پيدا کړې، موږ مامور يو چې هغه ځانګړي وسايل به پداسې حال کې کاروو چې اعتماد مو په الله تعالی وي؛ ځکه نتائج دهغې اختيار کې دی، نو هيڅ مسلمان ته نه ښايي چې د وسايلو د کمبود، ضعف او يا غير قابل اعتماد کېدو پر مهال له کار څخه وروسته شي.

هيڅ پياوړې وسيله کامله نتيجه او کمزوری وسيله ناقصه نتيجه نه ورکوي مګر دا چې د الله تعالی اراده به وي، او په همدې ډول ډېر کله بيخي کمزورو وسايلو د يوه مهام ترسره کولو کې تر پياوړو وسايلو څو ځل ښې پايلې ورکړي.

نو دا مو ايمان دی چې ټول وسايل د الله تعالی له مشيت نه پرته، نه څه بدلولای شي او نه کوم تاثير لري، سره د دې چې د وسايلو استخدام لازم ګڼو.
د وسايلو په اړه ستاسې پر وړاندې لاندې بېلګې اېښودل اړينې بولم:

تېره چاړه پرېکولو کې، د الله سبحانه و تعالی ارادې ته اړتيا لري:

کله چې الله تعالی ابراهيم علیه السلام ته امر وکړ ترڅو خپل خوږ ځوی ذبح کړي، ابراهيم چې د رب څخه يې هيڅ سرغړونه نشوه زغملې، نو سمدستي يې د ذبحې لپاره تېره چاړه راواخيسته – بې لدې، دې امر ته غاړه اېښودل ممکن نوو-، ابراهيم علیه السلام خپل ځوی ټاکلي ځای ته بيايي، او پړ مخ يې څملوي، چاړه يي په مرې را کاږي، مرې نه پرې کيږي، څو څو ځل د مرې پرېکولو هڅه کوي، خو پاتې راځي. ابراهيم علیه السلام هغه اله کومه چې د دې کار وسيله ده، او پرې ترسره کيده استخدام کړه، ولې د الله تعالی اراده نوه، چاړې ته يي دا اجازه نوه ورکړې چې د اسماعيل مرې دې پرې کړي، نو هغه تېره چاړه د دې نرمو رګونو پرېکولو څخه عاجزېږي، ابراهيم علیه السلام د وسيلي په استخدام رب ته خپل رېښتينولي وښودله ـ سره د دې چې رب ته معلوم ؤ ـ او رب ورته خپل قدرت او د وسايلو عجز وښوده.

اور الله تعالی اور کړی، او د هغې په اراده ګلزار کيدای هم شي:

نمرود غوښته چې ابراهيم ته سخته سزا ورکړي، نو د هغې سوزول ورته ښه دروند عذاب ښکاره شو، د پرېمانه خس و خاشاک ټولو وروسته اور بل کړای شو، ابراهيم عليه السلام يي له ډېرې لرې فاصلي څخه د يوه نصب کړای شوي ټال پواسطه د اور خېټې ته وغورځاوه، خو اور د نمرود پرځای د الله تعالی امر ته غاړه اېښې وه، ځکه هغوی خو وې لکه الله تعالی فرمايي: “‘ قَالُوا حَرِّقُوهُ وَانصُرُوا آلِهَتَكُمْ إِن كُنتُمْ فَاعِلِينَ” خو په الهي امر ابراهيم ته ګل ګلزار شوی ؤ، لکه خپل قرآن کريم کې فرمايي: “قُلْنَا يَا نَارُ كُونِي بَرْداً وَسَلاَمَا عَلَىَ إِبْرَاهِيمَ ” اګر که نمرود ته سره لمبه ښکارېده، ابراهيم د اور اووه ورځې په ډېر ارام او راحت -چې له عام ژوند نه ډېرې منعومې وې- کې له سرو ګلانو او خوږو اوبو سره تېرې کړې، او روغ رمټ ترې راووت.

اوبه که غرقول کوي، د الله عزوجل په اراده پل کيدای هم شي:

موسی عليه السلام خپل قوم د فوعون له شکنجو او غلامۍ نه د ازادۍ په موخه روان کړی ؤ، لا يو ځای ته نوو رسيدلي چې فرعوني لښکرو يرغل څخه خبر شول، مخې ته د نيل سيند راغی، د موسی عليه السلام پيروان سخت ووېرېدل چې اوس د دوو مرګونو ترمنځ ګير شو، د الله تعالی په امر موسی عليه السلام امسا ور وړاندې کړه، پل شو، لکه د هموارې پرې سالمين تېرشول، خو کله چې فرعونيان رامينځ ته شول، اوبو الهي اطاعت ترسره کړی ؤ، نو هاغه ؤ چې فرعونيان يي لاهو کړل.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د