fbpx

«د افغان محصلینو عمومي شورا – پاکستان» نوبتي غونډه وشوه

د راپور له مخې تیره ورځ د پاکستان په ستر ښار اسلام اباد کی د افغان محصلینو عمومي شورا نوبتي غونډه د پاکستان سرښار اسلام آباد په نړیوال اسلامي پوهنتون کې وشوه چې خیبر پښتونخوا ، پنجاب، سند او اسلام اباد د مختلفو پوهنتونو د افغان محصلینو نمایندګانو پکې ګډون وکړ.

د غونډې ایجنډا د شورا د نوې کابینې انتخاب،د رهبري هیئت ټاکل، د مختلفو اتحادیو نویو نمایندګانو ته غړیتوب او په عمومي توګه په پاکستان کې د افغان محصلینو ستونزې راټولول وو، چې خوشبختانه ټولې چارې په ډیر ښکلي او صمیمانه توګه د شورا د پخواني رییس عبدالله سعید تر مشرۍ لاندی ترسره شوې.

نننۍ ناسته کې د مختلفو اتحادیو نماینده ګانو ته د غړیتوب ورکولو وروسته د افغان محصلینو عمومي شورا نوې کابینه وټاکله، حضرت الله رحیمي رییس او اسدالله مبارز عمومي سکرتر په اکثریت رایو انتخاب شول.

د اطلاعاتو له مخې شورا په خپل منځ کې کابیني د ټاکلو تر څنګ د شورا لپاره هغه اساسي اصول چې پروسږکال یې تعین کړي وو په باور رایه ومنل او پورته ابتکار یی د افغانستان د اسلامي جمهوریت لوی سفارت ته هم معرفي کړ چی د سفارت لخوا هر یو ښاغلي سفیر جانان موسی زي ، کلتوري اتاشي عبدالرحمن حبییزوي، قونسلر نقیب الله ابراهیمخیل ، فرهنګي مسول زاهدفیاض او د معارف مسول قاضي عبدالولي حامدپرې خورا مثبت غبرګون ښکاره او د شوری غړو ته هر ډول ملاتړ وعدې ورکړل شوی.

د شوری غړو دیو کال لپاره نوې کابینه وټاکله چې نومونه یی په لاندی ډول دي.

۱- حضرت الله رحیمی(شورا رییس) فیصل اباد پنجاب څخه،

۲- اسدالله مبارز(عمومی سکرتر) اسلام اباد څخه

۳ – محب هارون مومند (لومړی مرستیال) اکوړه خټک پښتونخوا ،

۴ – عالم ګل الم ( دویم مرستیال) پيښور پښتونخوا څخه

۵ – اعجاز احمد ځلاند (دریم مرستیال) لاهور پنجاب څخه

۶ –عبدالرحمن اکاخیل (د عمومی سکرتر مرستیال) اسلام اباد څخه

۷ – محمد اصف ستانکزی مالي مسول ،

۸- نجیب الله عیار معاون مالي

۹- شریف الله نسیمي خارجه چارو مسول ، عبدالقدوس ابدال معاون خارجه مسول.

۱۰ – ایمل صافی مطبوعاتي مسئول ،عبدالله زرمتي معاون مطبوعاتي مسول.

۱۱ – ذبیح الله اړیکو مسول ، وصال الدین کبیر اړیکو مسول مرستیال

۱۲ – عبدالرحیم فضل سپورتي مسول

۱۳ شاه محمد کلتوري مسول، ډاکټر شفیع کلتوري مرستیال

۱۴ – اسدالله حامد عطار ضمني سکرتر

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د