نظــر

دبشریت ددښمنانو تورې څېرې یو ځل بیا رسوا شوې!

urinating on the bodies of dead Talibanهغه ویډیو چې امریکایي ځناورو له افغاني شهیدانو سره پکې دانسانیت بلکې د هر رنګه ځناورتوب له چمبې وتلې کړنه تر سره کړې یو ځل بیا ټولې نړئ ته وښودله چې دغه دبوینې دیموکراسئ زامن هېڅ رنګه انسانی ارزښتونه نه پېژني، دوی دانسانانو په بڼه له ځناورو هم ورتېر دي، او دا هغه نه پټېدونکې او نه هېرېدونکې زړه بوږنونکې کرکجنه پېښه ده چې دتل لپاره به ددیموکراسئ دډنډورچیانو پر تندي تور داغ او تلپاتي پیغور وي.

 الله جل جلاله په خپل سپېڅلی کتاب کې  دالفرقان سوره کې داسې فرمایي:  ( أَمْ تَحْسَبُ أَنَّ أَكْثَرَهُمْ يَسْمَعُوْنَ أَوْ يَعْقِلُونَ إِنْ هُمْ إِلاَّ كَالْأَنْعامِ بَلْ هُمْ أَضَلُّ سَبِيْلاً ) 44.

آیا ته انګېرې چې په رښتیا سره ډېری ددوی ( کفارو )  اوري او یا عقل کاروي؟ نه دي دوی مګر لکه ځناور! بلکې له ځناورو نه هم ډېر لار ورکي او بې لارې دي.

په رښتیا هم چې حقیقت همداسې دی، ددوی دغه کرغېړنه او پلیته کړنه په حقیقت کې ددوی اصلي او آرې څېرې را برسیره کوي، او نړئ ته ښيي چې دغه دانساني کرامت لوټماران، اودبشریت ددرناوي په نامه دنړیوالو بشري ارزښتونو شوکماران کله هم نشي کولای خپلې کرغېړنې او تورې څېرې له خلکو نه پټې کړي، بلکې وخت په وخت په خپلو کړنو سره څرګندوي چې په رښتیا هم ددوی اوانسانیت تر منځ خورا لیري واټن پروت دی! ددغه انسان ځورونکې رټل شوې پېښې په اړه لاندې څو ټکو ته باید پاملرنه وکړو:

۱ ـ په دې خو هر انسان آن ځینې ځناور هم پوهېږي چې دغه رنګه کړنې کله هم له انسانیت او بشریت سره اړخ نه لګوي، دا خو لا څه چې هغه کسان دې داسې وکوي کوم چې ځان دانساني او بشري ارزښتونو او بنسټونو ساتونکي او ژغورونکي ګڼي! دلته دپوښتنې ځای دا دی: کومو ځناورو چې دغه کرغېړنه کړنه تر سره کړې ـ  چې په هېڅ ډول له هېڅ رنګه انساني ارزښتونو او درناویو سره اړخ نه لګوي ـ په کوم ځای او دچا تر لاس لاندې را لوی شوي؟ روزنه یې چا کړېده؟ زده کړې چا ورکړې دي!! آیا دا هغه ځناور دي چې دبوینې دیموکراسئ په غېږ کې را لوی شوي دي؟ هغه دیموکراسي چې شپه او ورځ دانسانيت او بشریت مخکښي، ژغورنه او ساتنه دځان ټیکه داري بولي؟ او غواړي پر ټوله نړئ خپل وزرونه خواره کړي! تر څو ددوی په خوله دنړئ زبېښل شوي او ځپل شوي ولسونه یې په غېږ کې دهوساینې او ډاډ ساه واخلي؟ ګومان نه کوم چې دنړئ په هېڅ ګوټ کې دې داسې کسان وي ـ که هر څو له فکري پرمختګ او روڼ اندئ نه وروسته پاتې وي ـ   چې دا ډول کرغېړنې کړنې ته زړه ښه کړي، ځکه په هره ټولنه کې یو څه ټولنیزې پولې، دودونه، بنسټونه او ارزښتونه شته چې خپل غړي کله هم دا رنګه کړنو ته نه پرې ږدي، دا یوازې بې بریده او بې پولې له انسانی ارزښتونه نه تشه دیموکراسي ده چې ټولنې ته دا ډول ځناور وړاندې کوي!

۲ ـ  دغه پېښه او تېر کال هغه چې دشهیدانو دبدنونو غړي یې له ځان سره په جیبونو کې ساتل او له هغې نه څو کاله وړاندې یې چې دشهیدانو مبارکو بدنونو ته اور ورته کړ ټول دلنډغر او ماتي خوړلی غلیم دشرمېدلې او تاریخي ماتې غمازي کوي! ځکه دوی دغازیانو له لاسه داسې ګوزارونه خوړلي او لایې خوري چې زړونه یې یوازې دهغوی په وژلو نه یخېږي، له وژلو وروسته کله اور ورته ورته کوي، کله یې دبدن مبارک غړي پرې کوي او دا اوس خو یې لا داسې څه کړي چې نه یې ژبه دویلو او نه یې ګوتې دلیکلو توان په ځان کې ویني!!!

دوی به ګومان کوي چې ګواکي په دې کار سره یې له خپلو دښمنانو نه غچ واخیست، او یا یې خپل زړونه پرې یخ کړل! مګر نه داسې نه ده، دا رنګه کړنې کله هم نه غچ اخیستل دي او نه هم په دا رنګه کولو سره دانسان زړه یخېږي، بلکې دا لا ددې ښکارندويي کوي چې دښمن نه یوازې له ځاني او مالي ماتې سره مخ دی بلکي داخلاقو، انساني درناوي او بشري کرامت په ډګر کې یې هم داسې ماته خوړلې چې دنړئ په کچه به یې دراتلونکو  کهولونو لپاره دتندي تلپاتې تور داغ وي.

۳ ـ ددغه مبارکو شهیدانو له بدنونو او له هغه ځایه چې دوی پکې پراته دي داسې راجوتېږي چې نوموړي شهیدان عام وګړي وي، ځکه نه یې پر مبارکو بدنونو داسې نښې شته چې وښيي دوی وسلوال کسان دي، او نه یې تر څنګ او شاوخوا کې داسې څه تر سترګو کېږي، بلکې داسې نښې په څرګند ډول ښکاري کومې چې ښيي دغه کسان عام وګړي دي، دبیلګې په توګه دشهیدانو له پښو سره یوه زړه کراچئ تر سترګو کېږي، او دځناورو ښي اړخ ته په یو څو مترئ کې یو کور هم دویډیو په لومړیو برخو کې یو څرک غوندې تر سترګو کېږي، چې ترې را دېخوا ګومان کوم کومه زړه مېرمن هم لیدل کېږي، نو دغه سیمه یوه کلیوالي سیمه ده، له دې نه مالومیږی چې ځناورو عام بزګر او کروندګر په شهادت رسولي او بیا دا رنګه کرغېړنه کړنه ورسره کوي، له همدې ځایه په رسا توګه ویل کېدای شي چې یرغلګر او نیواکګر ټول افغان ولس ته دغلیم په سترګه ګوري، دوی ته دوسلوالو او نه وسلوالو خبره په هېڅ توګه نه دمنلو ده او نه یې کوم توپیر کوي، بیا په ځانګړي ډول دغیرتمنو پښتنو په سیمو کې.

دا که وسلوال کسان هم وای له دوی سره دغه رنګه کړنه دنړئ پر مخ په هېڅ کتاب او هېڅ قانون کې نه روا ده او نه روا کېدای شي، مګر ډېر دافسوس ځای دا دی چې ځینو پردي پالو او خرڅې شوو ویب پاڼو او خبري رسنیو دغه پېښه داسې انځور کړله چې ګواکي دغه کسان طالبان وو، او په خپلو خبرونو کې یې ویل چې امریکایانو دطالبانو له مړیو سره دا رنګه کړنه کړېده!! کیدای شي ددوی موخه دا وي او له ډېر وخت نه همدا رنګه خبرونه خپروي چې امریکایان له عامو خلکو سره داسې چلن نه کوي، یوازې له طالبانو سره داسې کوي! تر څو په دې سره دنیواکګرو په وړاندې دولس دکرکې کچه یو څه راټیټه کړي، او یا نورې نړئ ته وښيي چې طالبان دومره بیکاره خلک دي  چې ددوی په ژبه دوست ځواکونه دارنګه چلن ورسره کوي، ددوی دخبرونو له انداز نه داسې څرګندېږي چې ګواکي دوی پر دغه کړنه خوښ وي، مګر نه، ولس په هر څه پوهېږي، هر څه ویني، او په وړاندې یې غبرګون ښيي، همدا اوس هم کوم ګوزارونه چې نیواکګر او ورسره ملګري او ګوډاګیان یې هره شیبه په خوله خوله خوري دا ټول دغیرتمن او په دین مین افغان ولس ګوزارونه دي، هیله ده هغه رسنئ چې خپل غیرت او پت یې په دوه درې ډالره پر دښمن خرڅ کړی پوه شي چې له ولس سره ددوی دغه نه بښونکې او نه پټېدونکې کرغېړنه او ناځوانه کړنه به کله هم دوی ته ونه بښل شي، او نه به ولس په خپله پاکه او غیرتي پتمنه غیږ کې دا ډول پلورل شوو او دخپل ولس پر وړاندې ددښمن تر څنګ ولاړو تتو او تورو څېرو ته ځای ورکړي.

 ۴ ـ هو دا هم باید هېره نه کړو چې دنیواکګرو مشرانو او همدا رنګه یې ګوډاګیانو نوموړې پېښه ددوی په ژبه په سختو ټکو په کلکه سره وغندله، او نیواکګرو خو دا هم ورپسې وتړله چې ددغه ویډیو په اړه باید څېړنې او پلټنې وشي چې په رښتیا هم همداسې شوي او که دا په درواغو چا جوړه کړې!! دوی غواړي په دې سره خپل ځان سپین باز وښيي او نړیوالو ته ووايي چې ددوی سمندري ځواکونه دا ډول کانې نه کوي!!! ګواکي ددوی سمندري سرتیري له نورو نه یو څه ښه روزل شوي! هو دا بیخي سمه ده، ددوی سمه روزنه داسلام او مسلمانانو په وړاندې ژوره کرکه او کرغېړنې کړنې دي، نو له همدې کبله یې انګیرنه پر ځای ده، چې سمندري ځواکونه یې له اسلام او مسلمانانو او له انسانیت سره پخه او ژوره کرکه لري، نو ځکه خو یې دا رنګه لاسته راوړنه هم ولرله، دوی کېدای شي دپلټنو او څېړنو په پلمه دتېر په څېر دا کرغېړنتوب هم همداسې په نن او سبا کې په خیر او خیرت سره هېر او تېر کړي، او یا به په رښتیا پلټنې او څېړنې هم وکوي او دا به هم ورته څرګند شي چې ددوی هغه سرتېري او ځواکونه چې دانساني ارزښتونو دخوندیتوب او ساتنې لپاره یې روزلي! ددوی غوښتنې او آرمانونه په سمه او سیخه توګه پوره کړي دي! مګر حساب او کتاب به څوک ورسره وکوي؟ څوک به ورته ووايي چې ولې؟ او که وهم شي نو دا به وشي چې یو څو کاله بند به ورته وټاکل شي او هغه به هم بیا وروسته ورته وبښل شي!!

دوی که هر څو وغواړي ددغه شرمېدلې او په نړیواله کچه رټل شوې پېښې له منلو او یا یې کولو نه ځان پاک وبولې نه شي کولای، ځکه دا ددوی لومړئ کانه نه ده، دا ددوی خوی دی، هغه دابو غریب کانې چې له دې نه هم ور اخوا وي هغه به څنګه کوي!!

دوی ځکه ځان نشي پاکولای چې همدا دبوینې دیموکراسئ بنسټونه او غوښتنې دي، دا ددوی دبې پولې او بې بریده آزادئ زېږنده ده، دیموکراسي همدیته وايي چې دچا زړه څه وغواړي همغه وکوي، او څوک یې مخې ته د ودرېدو  توان ونه لري، ځکه خو تل په دیموکراسئ کې بیوزلان او کمزوري دمړو او زورورو په چوپړ کې دخپلو زړونو ویني خوري! هسې ځینې بې خبره او ساده ګان ددوی په پوچو نارو سورو نه پوهېږي.

دګوډاګئ ادارې تش په نامه مشر کرزي هم دا پېښه په کلکو او سختو ټکو وغندله، او عاملینو ته یې دسختې سزا ورکولو غوښتنه وکوله، خبره دغندلو او رټلو نه ده، ځکه په دې خو ټول سره یوه خوله دي چې دغه  کړنه انساني کړنه نه ده، اوس خبره دلته ده چې دغه جنایتکاران او ځناور باید دخپلو کړنو په سزا ورسول شي، دنړئ په کچه په نړیواله محکمه کې محاکمه شي، ځکه دوی انسانیت ته سپکاوی کړی، دانساني کرامت له پولو اوښتي دي، او بیا دغه کړنه یې کرزی خانه! ستا په ګومان ستا تر واک لاندې ستا په کور کې کړې ده، کیسه هسې په غندلو مندلو مه تېروه، که څه هم چې له تا او ستا ددېرو له یارانو نه دداسې څه کولو تمه چې دولس دسرلوړئ لامل وګرځي هسې بې ځایه تمه ده.

که خبره په رښتیا دانسانیت او بشریت وي نو باید ټولې هغه نړیوالې او سیمییزي ټولنې چې شپه او ورځ نور دبشري حقوقو په تر پښو لاندې کولو تورنوي زر تر زره ددغه ځناورو دمحاکمه کولو او په سخته سزا رسولو غوښتنې وکوي او په دې اړه پلی او رغنده ګامونه پورته کړي تر څو ټولو ته څرګنده شي چې دوی په رښتیا هم دبشري ارزښتونو لپاره کار کوي، او انسانیت ته درناوی لري، خو بیا هم ګومان نه کوم چې انساني داړه ماران او دانساني کرامت لوټماران دي دانساني ارزښتونو له غمه ځان وکړوي، ځکه دوی دانساني ارزښتونو دتر پښو لاندې کولو او په خاورو لړلو لپاره له پیله مټې رانغښتې دي، او مسلمان ولسونه باید نور هم باوري شي چې دغه دانسان په بڼه شرمښان هېڅ کله له انسانیت سره خواخوږي نه لري.

ليكوال: اتل مجاهد

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x