د امت لويان

د واثق په بند کې امام البویطي دردناکه کیسه

لیکوال: حامد افغان

امام أبو يعقوب يوسف بن يحيى البويطي (مړ: 231هـ) رحمه الله د امام شافعي رحمه الله خاص شاګرد و، کله چې امام الشافعي وفات شو په وصیت کې یې وویل چې زما درس به البویطي پر مخ بيايي، او د ده په اړه یې ویلي و چې زما په شاګردانو کې له البویطي نه ښه عالم نشته، دی د مصر له سترو علماو او د امام الشافعي د علم وارث شمیرل کیږي.

امام السبکي رحمه الله په ( الطبقات الشافعیة ) کې د امام البویطي د محنة او د ( خلق القران ) په موضوع یې د عباسي خلیفه الواثق له خوا تعذیب او بندیخانې کیسه راخیستې ده، د ده د تقوا او له لمانځه سره د میني په اړه السبکي لیکي: البویطي په بندیخانه کې و، هره جمعه به یې غسل وکړ، جامې به یې ومینځلې، پاکي جامې به یې واغوستلې، خوشبويي به یې ولګوله، او د جمعې اذان به چې وشو د بندیخانې د دروازې لورته به روان شو، پیره دار به منعه کړ او ورته وبه یې ویل: الله دي رحم درباندي وکړي بیرته خپل ځای ته ولاړ شه، البویطي به چې بیرته را روانیدی وبه یې ویل: یا الله! ستا د عبادت له پاره د بلونکي (مؤذن) بلني ته ور روان وم خو هغوی منعه کړم.

خپل یوه ملګري محمد بن یحی الذهلي ته یې له بندیخانې نه یو لیک ورلیږلی و، هغه د ده لیک د خپلو ملګرو په مخ کې پرانست په هغه کې یې ورته لیکلي و: زما حال زموږ اهل حدیث وروڼو ته ووایه! کیدی شي الله مې د هغو د دعا په برکت خلاص کړي، زه په اوسپنیزو ولچکونو تړلی یم، د اوداسه او لمانځه له کولو هم عاجزه یم، ناستو خلکو چې د ده په لیک کې دا خبرې واوریدلې ټول په ژړا شول او هغه ته یې دعاوي وکړې، امام السبکي رحمه الله لیکي: دا د علم سمندر د بندیخاني د ستونزو شکایت نه کوي بلکي له لمانځه او اوداسه نه د عاجزي یادونه کوي او په هغه باندي تاسف کوي، رحمه الله.

امام البویطي رحمه الله په هغه بندیخانه کې په اوسپنیزو ولچکونو کې تړلی ومړ، د ده یو شاګرد امام الربیع وايي: یوه ورځ امام الشافعي البویطي ته ویل: ته به په اوسپنیزو ولچکونو کې تړلی مرې.. دی وايي: ما البویطي د واثق په بندیخانه کې ولید، پښې او لاسونه یې په ولچکونو تړلي وو . دا د علم، صبر او تقوا غر په همدې اوسپنیزو ولچکونو کې د واثق په بندیخانه کې په کال 231هـ وفات شو، رحمه الله تعالی. طبقات الشافعية الكبرى للسبكي( 2 / 162 – 165 ) ( البداية والنهاية لابن کثیر 10 / 321 ) . سیر الاعلام النبلاء للذهبي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x