ورزش

اتصالات د افغانستان د والیبال فدراسیون سره د ګډې همکارۍ تړون لاسلیک کړ

اتصالات د افغانستان د والیبال فدراسیون سره د ۲۰۱۵ کال لپاره د همکارۍ تړون لاسلیک کړ.

اتصالات افغانستان د افغانستان د والیبال ملي فدراسیون سره په یوه ګډه رسنیزه غونډه کې، د اپریل په ۷مه نیټه د ګډې همکارۍ یو تړون لاسلیک کړ.

ددې تړون له مخې به اتصالات په ۲۰۱۵ کال د والیبال ټولې کورنۍ او بهرنۍ سیالي په رسمي توګه سره تمویلوي.

د غونډې په اوږدو کې د اتصالات د سوداګریزو چارو مشر یاسر ابوالعمایم وویل، مونږ ژمن یو لوبه د ټولنې په پرمختګ کې مثبت رول لوبوي.  د لوبو څخه ملاتړ د ځوانانو سره مرسته کوي، چې ځوانان لوبو ته مخه کړي او  د ټولنې په وړاندې د ناوړه چارو څخه مخ واړوي.

نوموړي زیاته کړه، اتصالات ژمن دی، چې د ټولنیزو مسوولیتونو په پام کې نیولو سره داسې چارې او عملي ګام پورته کړي، چې د ټولنې د پرمختګ او هوساینې سبب ګرځي.

اتصالات د ۲۰۱۰ کال راپدیخوا د افغانستان د والیبال فدارسیون رسمي تمویلوونکی دی، چې په دې مهال کې د والیبال لوبو ډیر پرمختګ وکړ او د پام وړ لاسته راوړنې یې درلودې د افغانستان د والیبال نارینه لوبډلې د ۲۰۱۴ کال د والیبال نړیوالو سیالیو ته لاره وموندله او په کورنیو او بهرنیو لوبو کې د پام وړ پرمختګ له  امله د والیبال د نړیوال فدراسیون په درجه بندۍ کې د ۱۳۱ څخه ۷۹ ته پورته شو.

د افغانستان د والیبال فدراسیون مشر محمد یونس پوپل د غونډې په جریان کې وویل، اتصالات افغانستان د افغانستان د والیبال یو غوره رسمي ملاتړکوونکي دی او مونږ خوښ یو چې له دوی سره کار کوو. زه د افغانستان اتصالات مخابراتي شرکت د ژمنتیا او سخاوت څخه ډیر منندوی یم، چې دوی یې د افغان ټولنې د ټولنیزې پرمختیا او ملاتړ لپاره ترسره کوي.

له کومې ورځې چې اتصالات په افغانستان  کې چارې پیل کړي، اتصالات په افغانستان  کې په عملي توګه د لوبو د پرمختګ لپاره ګام پورته کړی دی. پداسې حال کې چې افغانستان پخوا د افغانستان د کرکټ بورډ او وزلوبې د فدارسیون رسمي تمویلوونکی هم وو.

کابل، د اپریل ۷مه، ۲۰۱۵

د اتصالات د خبرپاڼي یوه برخه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x