نظــر

دمیرویس جلالزي ژېړ + مبتذل ژورنالیزم

mirwais jalazaiدتاند ویب پاڼې په لومړي  مخ باندې  مې  راپور   ولید چې دمیرویس  جلالزي  په  نامه کوم  خبریال په کې  ویلي وو  ( طالبان ممکن په دوو برخو وویشل شي )
دا خبره زما لپاره خورا نوې اوجالبه وه ، او دښاغلي خبریال یو مهمه موندنه راته وایسېده ، چې له همدې امله مې راپور راخلاص کړ ، خو ترپایه دراپور  له لوستلو وروسته پوه شوم  ، چې میرویس جلالزي  دډیرځله په شان  یوځل بیا دتاند کتونکو ته د پتاسو په ځای کورت راوړي  ترڅو یې یوڅو شیبې پرې بوخت وساتي .
جلالزي په پیل کې دوحید مژده په حواله یو مجهوله او مبهمه جمله لیکلې ده او په کې ویلي یې دي ، چې دطالبانو دوه مشران ملاکبیر او معتصم اغا کوښښ کوي ، چې ځان ته ډله جوړه کړي ، 

دوحید مژده تر دې  نقل قول وروسته  جلالزی  خپلو خبرو ته راغلی ، او د ( ویل کیږي یا طالبانو ته نږدې سرچیني وایي ) تر قول  یې بلا هيښوونکې مقولې لاندې کړي دي ، چې په لاندې کرښو کې به په لنډو پرې وغږیږو .
جلالزي صیب په یاد راپور کې دخپل لومړني انکشاف د رونمایي په دود لیکلي دي  چې (معتصم اغا دملامحمد عمر زوم دی !! )  خو حقیقت دادی  چې ملامحمد عمر تراوسه هیڅ زوم نه لري ، ورپسې جلالزي ویلي دي ، چې وروسته له هغه چې دملامحمد عمر په مشرۍ طالبانو له امریکایانو سره دافهام او تفهیم  امادګي وښوده ، نو دمعتصم اغا ورسره  جنجال  پیدا شوی ، چې له همدې امله نوموړی دطالبانو دسیاسي چارو له مشرتوب څخه ګوښه شوی او پرځای یې طیب اغا ټاکل شوی دی ، چې دې ګوښه کولو دده په وینا نوموړی ډېر ځیلي کړ .
دلته به دښاغلي جلالزي دمعلوماتو لپاره ووایو چې دطالبانو دمالیې پخوانی وزیر معتصم اغا جان له تېرو دریو کلونو راهیسې  دطالبانو په تشکیلاتو کې هیڅ نوع فعالیت یا وظیفه نه ده درلودلې ، دطالبانو دسیاسي چارو دکمیسیون مشري پخوا  د طالبانو د زراعت دپخواني وزیر عبدالطیف منصور په غاړه وه ، او وروسته له څو کلونو راهیسې   دمشر ملا صاحب ددفتر پخوانی مشر  سید طیب اغا دا وظیفه ترسره کوي .
دې ته په پام سره نه پوهیږو جلالزی څنګه دلته خپلې خبرې  یا مدعا او دلیل سره پیوندوي  ، چې معتصم اغا دملامحمد عمر دوروستي تصمیم له امله  دطالبانو له لیکو خپه او دجلا ډلې جوړونکی بولي موږ پوهیږو  چې  ګوښه توب  ( مخکي‌ تقرري ) غواړي  ، په نږدې کلونو کې چې متعصم اغا دطالبانو په کومه مهمه وظیفه پاته شوی نه وي ، نوڅنګه به ګوښه کړای شي ، چې بیا یې خپه کیدلو او جلا ډلې جوړولو ته پلمه جوړه شي .
جلالزی صیب دې خوا نه بدوي ، خو داباید ورته ووایم چې مهرباني دې وکړې دبل ځل لپاره دې دخپل راپور محتویات  یوځل رښتیني کوي او بیا دې  دلوستونکو مطالعې ته ږدي ، دتاند او نورو ویب پاڼو لوستونکی دلته درښتینو خبرونو او معلوماتو داخیستلو په نیت راځي ، چې باید خاطر یې وساتل شي .
متاسفانه اوس دا یو دود جوړ شوی ، چې ځیني  رسنۍ چلوونکي او خبرنګاران  دلوستونکو دموندلو لپاره یوازې کوښښ کوي ، چې کوم نوي څه ولري ، نور یې دا نه ګوري چې واقعیت دی او کنه ، له بده بخته ښاغلی جلالزی هم په دې برخه کې له چا وروسته نه دی ، نوموړي یوځل په بینوا ویب پاڼه کې راپور ورکړی وو ، چې ( په سعودي عربستان کې یوه ډبره په هوا کې ولاړه ده ) نوموړي چې ښایي داخبره یې چیرې په کوم مجلس کې اوریدلي وي ، خپله مهمه موندنه بللې وه ، او لیکلي یې وه چې ددنیا له مختلفو سیمو خلک ددې ډبرې لیدو ته ورځي .
ښاغلی جلالزی که ډبرې هوا کې دروي زموږ پرې اعتراض نشته ، خو مهرباني دې وکړي ، دطالبانو تحریک دې په دوو برخو نه راویشي ، ځکه یوڅه خوا مو پرې بدیږي  .
په درنښت

 

ملا سمیع الله

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x