
د «امیر المؤمنین» په زړه پوری اوصاف او خاطری
لیکوال او راټولونکی: اسامه وزیروال
امیرالمؤمنین د ملا محمد عمر مجاهد حفظه الله هغه خاطرات چی د هیواد حق وینکو لیکوالونو په فسبوک کی خپاره کړه.
نوټ: دا هغه خاطرات او اوصاف دی چی د امارت اسلامی د فرهنګې کمیسیون په مقاله کی نه دی خپاره شوی.
موږ له پاکستان څخه یو څو علماء د څه مسئلې په اړه ملا محمدعمر مجاهد ته قندهار ته ورغلو؛ د غرمې وخت و چې د ملاصاحب سره مو مجلس شروع کړ؛ له مجلس وروسته کله چې د غرمې د ډوډۍ وخت راورسید، خپلو ملګرو ته یې امر وکړ چې میلمنو ته ډوډۍ راوړي.
کله چې ډوډۍ راوړل شوه؛ ومې کتل چې بینډۍ (لیړوګان) په اوبو او ډیرو کمو غوړیو کې پاخه شوې وه.
ملاصاحب راته وفرمایل:
تاسو خپله ډوډۍ خورئ؛ ماته یو څوک انتظار دي، هغوی ګورم بیا ډوډۍ خورم.
ما فکر وکړ چې ملاصاحب به غوړ ـ زیړ خوراک کوي او موږ یې بینډیو ته کښېنولو.
قسم په الله چې لږ وروسته مې وکوت؛ ملا صاحب پخپله هماغو بینډیو ته ناست دی او ښه په شوق یې خوري.!
د شیخ القرآن والحدیث دوکتور شیرعلی شاه صاحب له یاداښتونو څخه.
ازبکستان کې مجاهدين محاصره شوي ول. د ډلې مشر شهيد اسامه “رح” ته راغی ورته يې وويل، چې ملګري مې محاصره دي، مصارفو ته اړتيا ده، هغه ورته درې زره ډالر ونيول چې دا مې ټول بيت المال دی، خو دا مصرف يې هله ورکړ، چې کله يې نقشه کې د مجاهدينو د محاصرې ځای وکوت او د راوتو لارې يې وسنجولې، ځان يې يقيني کړ!
چا مشوره ورکړه چې اميرالمؤمنين ته ورشه، دا خو لږې دي. وايي زړه نا زړه ورغی چې د عالمي جهاد مدعي دومره وچېړلم، دی به څه وکړي! کله چې موضوع مطرح شوه، نو اميرالمؤمنين بې له چېړلو مالي ته وويل چې پنځوس زره ډالر ورکړه. وايي د لمانځه وخت و، مسجد ته ووتو، اميرالمؤمنين راته وويل، وروسته مې بيا ووينه، زړه مې وښويېد، چې خدايه څه اندېښنه ورولوېده که څنګه، خو چې ورغلم، راته يې وويل : مصرف مې لږ درکړی، يو لک يې نورې راکړې، همغه و، چې مجاهدين سهي سلامت راووتل.!
د “لطف الله خیرخوا” له کالم څخه
،
د افغانستان د تاریخ کتاب به داسې مشران ډېر کم پخپله غېږ کې ولري چې د شاهانه قصرونو پر ځای، د غریبۍ په کیږدۍ کې ژوند غوره وګڼي او د ولس او امت قضایاوې ترې وڅېړي.
رحیم الله یوسفزی وایې چې له ډیرو مغرورو شاهانو سره، د دوی په عالیشانه قصرونو کې غږېدلی یم او هیڅ وېره مې نه ده حس کړې، اما کله چې په قندهار کې د ملا محمدعمر مجاهد سره د ده په عاجزانه دربار کې مخ شوم، د ده د رعب او هیبت له لاسه مې د خبرو جرأت له لاسه ورکړ، ترڅو دوی پخپله وپوښتلم.!
عمرثالث،
،
د یو ملګري د خولې کیسه.
طالبان ایله د قندهار میدان هوایي ته رسیدلي، زه هم ولاړم قندهار ته او د طالبانو سره یو ځای شوم.
غرمه وه؛ ډوډۍ ته کښېناستو، درې نفره نور راغلل خو دسترخوان ډک و، یو څو نفر سره پاڅېدل چې راغلو ته ځای پریږدي خو؛
د راغلو له ډلې څخه یوه ډېر ټینګار وکړ چې هیڅوک باید له ځایه ونه خوځیږي البته د ملګرو اخلاص، ایثار او اصرار دوو نفرو ته د ناستې ځای وکړ او یو یې پاته شو.
پاته شوي نفر وچ انکار وکړ او ویې ویل:
زه نه کښېنم، تاسو کښېنئ؛ ماته چل راځي.
له دسترخوان څخه یې ډوډۍ را واخیسته، له دیګ څخه یې لږه سبزي په ډوډۍ کېښوده زموږ تر شاه کښېناست، او ښه په خوښۍ یې ډوډۍ خوړل شروع کړل.
د یو ملګري څخه مې پوښتنه وکړه چې دا څوک دی چې ملګرو ورته د ناستې زیات ټینګار وکړ ؟!
دا د تحریک مشر دی ملا محمدعمر مجاهد.!
عجز ایثار،
،
لیکوال،حماد نیازی.
امیرالمؤمنین
تر تولو د خوښۍ ځای لا دا دی چې امیر مو (ملا محمد عمر مجاهد) ژوندی دی، چې هر وخت یې تر موږ پوری په لیکني بړه هدایات، اوامر او د جهاد اداب رارسیږی.
الحمد لله
،
د ملا محمد عمر مجاهد لپاره که نور هېڅ نه وي، همدا صفت یې کافي دی چې یوه پیړۍ روستو یې اسلامي شریعت په پوره ډول نافذ کړ. له همدې وجې یې د نړۍ ټول کفري ځواکونه دښمنان شول او جګړه یې ورسره ونښلوله.
ان شاء الله چې ملا محمد عمر مجاهد به په نېږدې راتلونکي کې یو بل ویاړ او صفت ۴۷ هیوادونو ته په شکست ورکولو سره تر لاسه کړي.
،
عالقیدر ملا محمد عمر مجاهد د اسلامي امارت د سقوط په مهال له بي بي سي سره په یوې مرکې وویل:
زه دې انګریزانو ته وایم تاسو خپل تاریخ وګورئ، ستاسو نیکونه موږ شړلي دي، تاسو بیا په کومو سترګو راغلئ؟! موږ به تر اخري سګلۍ پوري جهاد ته ادامه ورکوو…. مخکې مو په ښارونو کې جهاد کاوو اوس به غرونو ته وخیځو او له غرونو به جهاد کوو.
دا افغانستان په تاریخ کې د هیواد له مشرانو نه په داسي سختو شرایطو کې د دا ډول باعزمه خبرو بېلګې دېري کمې دي او یا بیخې نشته.
،
یو غرنی، او کاکړ پاکستاني د ژوند نیمګړی ارمان داسي بیان کړ: کاش چې په ژوند کې مې یو ځل ملا محمد عمر (مجاهد) لیدلی وای.
زما هم همدا نیمګړی ارمان دی؛ خو خوښ په دې یم چې د ملا محمد عمر (مجاهد) د بیعت ویاړ لرم.
زما مور او پلار دې تر ملا محمد عمر قربان وي.
،
ملا محمد عمر (مجاهد) د افغانستان یواځنی هغه مشر وو، چې د هغه د واکمنۍ او اسلامي امارت په وخت کې په هیواد کې تر بل هر وخت د دیني زده کړو مرکزونه او مدرسې ډیرې وي، د مدرسو له برکته هر کور او کلې طالبان لرل.
هم مدرسې وې او هم قطې منتظرې وې، طالبان یې د دین په اصولو پوه کړل چې هم به یې جهاد کاوو او هم به سبق وایو.
وای هغه وخت یو چا امیر المونین ته ویلي و چې ولي فوځ نه جوړوې؟
وای: امیر المؤمنین په ځواب کې ورته وویل چې: دا مدرسې هم مدرسې دي او هم حربي پوهنځۍ دا طالبان زموږ د هیواد فوځ دی.
رښتیا هم چې طالبان زموږ د هیواد رښتیني فوځیان ثابت شول.
،
ملا محمد عمر (مجاهد) په خپل هغه تقریر چې څنګه یې په لمړي ځل د فساد پر ضد مبارزه پیل کړه؟ په اړه کړی دی وایي: کله چې مې ولیدل چې د خلګو عزتونه او مالونه لوټل کیږي، پر خلګو ډول ډول ظلمونه کیږي، او…. نو مې کتابونه کت کړل، یو ځل بیا مې د فساد پر ضد د ټوپک رااخیستلو فیصله وکړه، یو بل مولوي هم راسره چې یوه تجار راته یو موټر سایکل راکړ.
یوې حجرې ته ورغلو طالبانو ته مې ووې چې پر ولس مو ظلم پیل شوی دی، چې مالونه او عزتونه یې لوټل کیږي، باید د دې فساد مخه ونیسو او پر ضد یې وسلې راواخلو؛ خو پام موږ هېڅ روپی او وسایل په لاس کې نه لرو، که یواځي د خدای لپاره او په محض توکل سره جهاد کولای شئ نو راځئ…!!
د دې حجرې طالبانو ځواب راکړ.
بلې حجرې ته ورغلو، بیا مو طالبانو ته همغسي وویل چې د خلګو مالونه او عزتونه لوټیږي، خویندې او میندې مو بې فته کیږي او… راځئ د سبقانو وخت نه دی، د فساد پر ضد جهاد وکړئ، خو یواځي د الله لپاره او یواځي په محض توکل سره ځکه موږ هېڅ هم په لاس کې نه لرو، نه وسلې او نه روپی.
طالبانو وعده راسره وکړه، موږ ورته ووې چې سهار به میوند ته ددې مولوي صاحب کلي ته راشئ، بس کار به پیل کړو.
موږ ځیني راروان شوو، پر لاره مې مولوي صاحب ته ویل چې دا ترخې دې شاهدې وي چې زموږ هڅې به رنګ راوړي او فساد به له هیواده اوباسو.
طالبانو صبر ونه شو کړای، په شپه شپه کې د مولوي صاحب د کلي په لور راروان شول، سهار چې مولوي صاحب جمعه وکړه.
یو مقتدي یې ورته وایی: مولوي صاحب! بېګاه مې خوب لیدی چې زموږ کلي ته ملایکې راغلې وي.
او……..!!!
یادونه:
دا تقریر مې ډېر مخکې اوریدلی و، خدای دې وکړي چې پکې خطا شوی نه یم.
تقریر مې کټ مټ نه دی لیکلی او ملا محمد عمر (مجاهد) په تقریر کې د مولوي صاحب نوم او د هغه تجار نوم چې موټر سایکل یې ورته ورکړی و، هم اخلي، خو له مانه هېر دي.
،
ملا محمد عمر (مجاهد) د افغانستان په تاریخ کې یواځینی داسي مشر وو چې له عربو او نورو لري هیوادونو به علماء او د قدر وړ شخصیتونه ددې لپاره راتلل چې د ملا محمد عمر (مجاهد) زیارت وکړي او د اختر لمونځ ورپسي وکړي.
،
په ملا محمد عمر مجاهد حفظه الله کې د رسول الله صلی الله علیه وسلم او خلفاء راشدینو خویونه شتون لري، رسول الله دومره امین، عادل او رښتینی و چې آن دښمنانو به یې هم په امینتوب، رښتینولی او عدل باندي اقرار کاوو. په خلفاء راشدینو کې هم همدا صفت موجود و، دا دی له نیکه مرغه زموږ او ستاسو مشر، د وخت موسی او عمر ثالث کې هم دا صفت او خوی شتون لري، چې دښمنان یې هم په عدالت، رښتینولۍ او امانت اقرار کوي. دښمنان یې هم وایي چې د طالبانو حکومت د امنیت او عدل له پلوه بې ساری و، نه غلاوه، نه زنا، نه د چا د سر خطر و، نه یې د مال، پر وزیر ظلم کیدای شوای، نه پر شپانه، هم د ښځو اسلامي حقوق خوندي وو او هم د نارینوو.
،
ملګرو خبر یئ؟!
د نن ورځي نشرات مو د هغه چا په شخصیت او ژوند پوري ځانګړې کړې دي، چې له کلونو کلونو روسته یې د بې سارو قربانیو په بدل کې د خدای پر ځمکه تر ټولو عادل قانون: د خدای شریعت جاري کړ، هغه څوک چې په یواځي ځان یې د نړۍ ۴۷ زبرځواک، کفري او یرغلګر هیوادونه تیښتې ته اړ کړل، هغه څوک چې د علماوو، طالبانو او مجاهدینو مشري په غاړه لري، هغه څوک چې له ویري یې اوباما په واشنټن کې ریږدي، هغه څوک چې د روسیانو په زغلولو کې یې هم د وخت له شازلمیانو سره اوږه په اوږه مرسته کړې، هغه څوک چې زموږ ګران هیواد یې د بت پرستۍ له الاتو خلاص او د بودا مجسمې یې را ونړولې او هغه څوک………………….. د وخت امیر المومنین، عمر ثالث او د نړۍ ستر مجاهد ملا محمد عمر حفظه الله یادوم.
،
لیکوال،حمدالله حلمیار
ﺩﺍ ﻭﻳډﻳﻮ ﺑﻪ ﻣﻮ ﻧﻪ ﻭﻱ ﻟﻴﺪﻟﯥ؟
#ﻣﻼﻣﺤﻤﺪﻋﻤﺮﻣﺠﺎﻫﺪﺣﻔﻈﻪ_ﷲ ﭼﻲ ﮐﻠﻪ ﺧﺮﻗﻪ ﻣﺒﺎﺭﮐﻪ ﺭﺍ ﺍﻳﺴﺘﻠﻲ ﺩﻩ ﺍﻭ ﺧﻠګﻭ ﺗﻪ ﻭﺍﻳﻲ ﭼﻲ: ﮐﻪ ﻣﻮ ﮐﻮﻣﻪ ﻏﻠﻄﻲ ﺭﺍ ﭘﮑښﻱ ﻭﻟﻴﺪﻟﻪ ﻣﺎﺗﻪ ﺑﻪ ﻭﺍﻳﺎﺳﺖ ﺯﻩ ﭘﻪ ﻫﻐﻪ ګړﯼ ﺍﺳﺘﻌﻔﺎ ﻭﺭﮐﻮﻡ ﺍﻭ…
ﻧﻮﺭ ﻧﻮ ﻭﻳډﻳﻮ ﻭګﻭﺭﺉ
،
ﻣﻮږ ﻟﻪ ﻫﻴﭽﺎ ﺳﺮﻩ ﻫﻴڅ ډﻭﻝ ﺫﺍﺗﻲ (ﺷﺨﺼﻲ) ﺩښﻣﻨﻲ ﻧﻠﺮﻭ، ﺯﻣﻮږ ﺩﻭﺳﺘﻲ ﺍﻭ ﺩښﻣﻨﻲ ﻳﻮﺍﺯﻱ د ﷲ ﺟﻞ ﺟﻼﻟﻪ د ﺭﺿﺎ ﻟﭙﺎﺭﻩ ﺩﻩ.
امیرالمؤمنین
،
لیکوال،احمد ګل ریان
بيا هم د ملاصاحب حفظه الله د ټينګ ايمان او هوډ په اړه.
د کراچۍ د جامعه احسن العلوم مدرسې مهتمم، تکړه مقرر او شيخ الحديث والتفسير حضرت مولانا زرولي خان صاحب کيسه کا چې کله د يولسم سپتمر واقعه پېښه شوه او امريکايي خرسانو د عقاب په ځاله (افغانستان) د بلوسېدو په نيت لکۍ ببره کړه؛ نو موږ څو تنه علماء کرام د نورو په نمائنده ګي د ملامحمدعمر مجاهد حفظه الله حضور ته د امارت د بقا لپاره له يو شمېر مشورو سره حاضر شوو.
د مجلس د وخت په راکولو ډير خوشحاله شولو خو چې له ستړې مشې او جوړ تازه وروسته مو په خبرو ورسره پيل وکړ يو ډول عجيب احساس مو وکړ.
لومړۍ مشوره مو دا ورکړه چې که تاسي اسامه بن لادن ( رحمه الله ) ورته وسپارۍ ښه به ځکه وي چې امارت به په خپل ځای پاتي شي، دا کار نبي عليه السلام هم کړی او صحابه کرام يې کفارو ته سپارلي دي.
وايي چې ملا صاحب حفظه الله لږ غلی شو، بيا یې په ملاصاحبانو نظر تير کړ او په ورو يې وويل چې : نبي عليه السلام دا کار له صلحې وروسته کړی، تاسي ما ته په شريعت کې داسي دليل راپيدا کړئ چې کافرانو ته د يو مسلمان په لاس ورکول جائز دي نو زه به دا کار وکړم.
مفتي صاحب وايي چې علماء کرام نه يوازي چپ شول بلکه دې ټينګ ايمان او لوړ علميت ته يې حيران پاتې شول او ډيرو خو له سترګو اوښکي وبهولې، دی وايي چې نوري مشورې مو په ستونو کې وچي شوې، د خدای پاماني په اخيستلو سره مو ترې د تلو اجازه وغوښته او خپلو هستوګنځايونو ته له درنې پښيمانتيا سره ستانه شوو.
دا کيسه د وفد ډيرو شريکو علماء کرامو کړې چې ما د ځينو له خولې د ويډيو له لارې هم اورېدلې ده.
،
لیکوال،عمرخوګیاڼی
دامیرالمؤمنین ملامحمدعمر مجاهد (حفظه الله) غیرت:
دوستانو داچه زمونږ په ستر قائد اودامت مسلمه امیرالمؤمنين له ډیرو کرامتونو او نیکو خصلتونو څخه ډک دي
که مونږ نن ټوله ورځ هم دده په شخصیت کې لیکنې وکړو نودابه دده په شان کې لاکمې وي
راځم خپلی موضوع ته چې ما هم دامیرالمؤمنین په ( غیرت)موضوع خوښه کړي الله (ج) دي وکړي چې ستاسو هم دپام وړ وګرځې
راځو دخپل امیرالمؤمنین غیرت ته چې ده، په اسلام، مسلمانانو، او وطن باندې څومره غیرت کړې،غواړم چې سرسریز ورباندې تیرشم ترڅو تاسو راسره تنګ نشئ ”
۱:— په اسلام باندې دامیرالمؤمنين قربانئ او غیرت راخلو، امیرالمؤمنین دري ځله په اسلام دغیرت کولو په وجه زخمې شوي چې خپله ښئ سترګه یي هم پکې دلاسه ورکړيده، څلور غړي یې دخاندان په اسلام مبارک دین کې قربان شوي، داچه قربانئ یی بیساري دي نو دلته مونږ په خلص ډول یادوو.
۲:— دامیرالمؤمنين غیرت دنړئ په مسلمانانو سره راځو اوس دیته چې امیرالمؤمنین په مسلمانانو څومره غیرتی وو
ښه بیلګه یی شهید شیخ اسامه (رحمه الله) دي
کله شهید شیخ اسامه (رحمه الله) دنړئ دستر فرعون نه سرغړونه وکړه، نو فرعون اولاسپوڅ یی ورته هرقسم لومې خوري کړي ..
په لمړې ځل چې کله امریکې دپاکستان په خوله دشهید شیخ اسامه غوښتنه وکړه دامیرالمؤمنین نه پدی الفاظو،
غوښتنه: پاکستان : که چیرته ته اسامه امریکې ته حواله نکړي نو ملک به تباشی، مالې اوځانې نقصان به اوشې،اقتداربه ختم شې
جواب: ـ ملاصیب ورته، دصبر سکون اواستقلال نه ډک ځواب ورکړو پدی الفاظو (جرنیل صیب دهر انسان رائي دهغه دتجربې موافق وي تاسو چې کوم نقصان ماته ظاهر کړو، دغه زما په علم کې هم شته، لیکن زما اوستا فکر برعکس دي، ستافکردادي چې مونږچیرته جنګ ګټلې ندي، او زما سوچ دادي چې مونږ چیرته جنګ بایللې ندي، اوکه تاسو ډیر پریشانه يئ چې څه مجاهدین درسره کړم. والسلام.
دوهم ځل: په دوهم ځل دشیخ اسامه (رحمه الله)غوښتنه دسعودي حکومت وکړه
غوښتنه: لمړي دسعودی حکومت دي طالبانو سره خپله همدردی ښکاره کړه اوبیایي ورځنی دشیخ صیب غوښتنه وکړه
جواب: امیرالمؤمنین ورته په ځواب کې وویل چې آیا تاسو زما څخه دهغه شخص غوښتنه کوئ چی تاسو دهغه تابعیت له منځه وړي نو هغه په کوم دلیل دسعودي وګړي شو نو په کومه خوله یي غواړئ.
پدي سره دسعودې حکمت بې جوابه شو او خپله همدردي یي جاري ساتله
دریم ځل: په دریم ځل هم دشیخ اسامه غوښتنه دسعودې حکومت وکړه پدي الفاظو سره
(۱) شمالي اتحادبه درته ختم کړو اوپنج شیر به ستاسو په کنټرول کې کړو (۲) په تعمیرتې کارونو کې به درسره مرسته وکړو هیواد به درته جوړ کړو (۳) دډالرو اوریالونوباران به درباندي وکړو
ملاصیب ورته پدي ځل داسی ځواب ورکړو چې ترقیامته به یی هیر نشې
جواب: شیخ اسامه خو یو شهزاده دی اسلام دی اومونږ ته یی پنا راوړي، که چیرته مونږ ته دحرم شریف چیلئ هم په پنا کې راشې هغه به هم مونږتاسو ته حواله نکړو داخو لا لری خبره ده مونږ دده یو ویښه درکولو ته هم تیارنه یو ، اوفاتی شوه دشمال اتحادخبره که هغه مونږ ته لاس ته راځې اوکنه مونږپدې موضوع دهیچا سره هيڅ قسم خبرو ته تیار نه یو.
۳:ــ دملاصیب غیرت پخپله خاوره یوځلې نصرالله بابر افغانستان کندهار ته لاړو هلته دملا صیب سره میلمه شو ډوډئ ته ناست وو چې دډیورنډ دکرښې لاسلیک راسره وکړي کله چې نصرالله بابرورته ددی خبري یاده وکړه نو ملا صیب په ډیره قهرجنه لهجه ورته وویل خطاکه ډوډئ پاسه لعینه اوغداره
،
امیرالمؤمنین دهرچا په زړه کې ځاي لري
زمادفیسبوک په اړوندیوه ناشناخوږه خاطره.
زما سره یوه ورځ یو عرب په فسبوک باندي شخصې مسیجې شروع کړي
داچې زه په عربې هم ښه نه پوهیدم خو دیو ملګري په مرسته مې دهغه سوال ته ځواب ورکولو .
زمانه یي پوښتنه وکړه چې دکوم امیر ترقیادت لاندې جهاد کوي؟؟
ماورته دامیرالمؤمنین نوم اخستلو ډیرخوشحاله شو اودومره ستاینه یي راته وکړه، چې ما دي الله ج) شکر اداکړو چې مونږ دی داسې شخص په بیعت کې راوستې یو چې هغه کبرجن عربان يي هم دده خاکسارئ اوخلافت ته قائله دي، اګر که عربان عجمیانو ته بیخې دانسانانو په نظرنګورې
،
لیکوال،سیرت خدرخیل
د امیرالمؤمنین دا کرامت هم کافې ده، چې د نړۍ کفرې ملکونو له دومره د ساینس د ترقۍ او پرمختګ سره سره بیا هم د ګران رهبر یو صحې تصویر تر لاسه نکړ
،
دوستانو او ملګرو! کله چې د ګران قائید او رهبر د شجاعت او بهادرۍ کیسې او واقعات واورم نو سمدستې مې ذهن ته امیرالمؤمنین عمرفاروق(رض) راشې او کله چې یې بیا د عدالت او عاجزۍ کیسې واورم نو بیا مې ذهن ته عمرثانې(عمربن عبدالعزیز رح) راشې! نو زه وایم چې یاالله ج ته څومره رحمن، رحیم او پر موږه مهربان ذات یې چې دا پنځلسمه سدۍ وګوره بیا یو داسې شخصیت دې زموږ قائید ګرځولی چې د عمرینو صفات دې پکې راجمعه کړې، نو ولې به موږ متابعت او فرمانبردارې نه کوؤ؟ هر وخت به یې کوو هر وخت به یې کوؤ
،
لیکوال،سید احسان الله الهام
موږ نو روز نه لمانځـو اختر لمانځو
مشركان نه يو چي به لمر لمانځو
اسلام مو دين دى او سنګر مو كور
زموږ امـيـر دى مــلا عـمر لمانځو
سيدالهام
،
د خداى جل جلا له بنده يم
د نبي عليه السلام امتي يم
د امام اعظم صاحب په مذهب يم
د عاليقدر اميرالمؤمنين ملامحمد عمر مجاهد عسكر يم (ددين خادم)
بس ده همدومره نيكبختي وهر انسان لره .
،
هله به خواران واى
چي مشران مو ګوډاګيان واى .
،
صفــت ته حــاجــت نـلــري الهـــامه!
چي الله ته وي تسليم بس ښه سړى دى .
ژوندى دي وي عاليقدر امير المؤمنين ملا محمد عمر مجاهد حفظه الله
،
لیکوال،باتور مؤمن
ابو مصعب سوري فک الله اسره په يو بل ځای کې وايې: دطالبانو دايثار او فدا کاريو کيسې او شواهد ډير دي او ټول خلک پرې خبر دي، خو دا يوه کيسه پدې ځای کې ذکر کول غواړم.
امريکايانو دعرب مجاهدينو ټريننګ ځایونه او دافغان مجاهدينو يو معسکر په کروز توغنديو وويشتل، ټوله نړۍ دامريکا له ويرې په لړزان شوه، ملا محمد عمر مجاهد په ښکاره وويل که په افغانستان کې يوازې زه پاتې شم بيا به هم شيخ اسامه او عرب مجاهدين امريکا ته ونه سپارم.
امريکا له دې ورسته په اسلامي امارت باندې داتومي او کيمياوي وسلې دکارولو اخطار ورکړ، دطالبانو ټول وزيران له ملا محمد عمر مجاهد سره درې ورځې مجلس وکړ ترڅو دعرب مجاهدينو په اړه تصميم ونيسي.
زموږ ټولو پدې يقين شو چې نور به له شيخ اسامه او عربانو څخه په افغانستان کې دخپل فعاليت دپای ته رسولو او دمعسکرونو دبندولو غوښتنه کيږي.
زه په بيړه ولاړم دطالبانو يوه وزير ته ورغلم ترڅو ترې دوزيرانو دشوری دپريکړې په اړه معلومات ترلاسه کړم.
له عجيبه خبرې خبر شوم، يوه راته وويل: امير المؤمنين پدې مجلس کې يوازې هغه وزيران وڅنډل چې متردد وو او ويره پرې راغلې وه، هغوی ته يې دتوکل علی الله او له امريکا څخه دنه ويريدلو په اړه يې عملي درس ورکړ.
ابو مصعب سوري فرج الله عنه زياتوي چې تر آخره پورې هغوی زموږ ډيره ښه ميلمه پالنه وکړه، الله جل جلاله دې هغوی ته ثبات ورپه برخه کړي، که اختصار مې منظور نه وای نو ما دهغوی په لسهاوو داسې کيسې ليکلې وای.
،
#ويؤثرون_على_أنفسهم_ولوكان_بهم_خصاصة
دشيخ اسامه رحمه الله دڅنګ ملګري ابو مصعب السوري فک الله اسره دطالبانو او امير المؤمنين په اړه په خپل کتاب کې ليکي:
زه له دوی سره ډير نږدې پاتې شوی يم ددوی ډيرې کيسې راته معلومې دي دوی دميلمنو دپالنې مسؤوليت په ډيره ښه توګه ترسره کاوه، دوی رښتونی انصار ثابت شول او دمهاجرينو پر وړاندې خپل فرض ادا کړ
يو ځل امير المؤمنين ملا محمد عمر مجاهد خپل عامل ته دوه منيزه بورۍ له افغانيو ډکه په لاس ورکړې وه، عامل راغی زموږ دعربو مجاهدينو دروازه يې ټک ټک کړه، او راته ويې ويل: دا امير المؤمنين له بيت المال څخه دمهاجرو عرب مجاهدينو برخه راليږلې.
سره لدې چې پدې وخت کې هغوی مال ته له موږ زياته اړتيا درلوده ځکه هغوی ډير بې وزله او مسکينان وو.
،
لیکوال،یاسین حمزه
《ستر ویـــــــاړ اوســـــــــعادت》
دمنلو ده چي مشر دټولني زړه او آن دسترګو تور وي خو هغه مشر اوهغه امیر چي دټولني دتاریخ پاڼه پرې زرینه او هغه دپښتنو خبره ده هر فرد یې په نامه دفخر او ویاړ شمله پر سر هسکه وړي دوست یې له نامه دژوند سا اخلي او دوښمن ته یې نوم داجل غشی وي نو څرنګه چي افغاني ټولنه پخه اسلامي جهادي ټولنه ده الله تعالی ته دي شکر وي چي دا اولسونه یې په داسي ستر انعام ونازول چي په روان عصرکي ساری نلري اوهغه امیر چي دوښمن هم تل دغه هیله لري چي امیریې داسي دپاخه عزم خاوند وي خو دالورونه څښتن پرهرچانه بلکه پرنازولو کوي الحمدلله دغه ستر ویاړ اوسعادت زموږ په برخه دی بس دخپل امیر دحقانیت،جرأت،افتکار،اودسیال دنه شتون لپاره دکفري سرچیني هغه خبره بس بولم چي خپله یې اقرار وکړ چي په نړۍ کي یوازنی مشر چي افراد یې دومره بې ساري اطاعت کوي آن چي دلسهاوو کفري ملکونه سره پراخه مقابله دلیک له لاري پرمخ وړي هغه ملامحمدعمر (مجاهد) دی. اللهم انصر امیرنا واحفظه فی کل آن وفي کل مکان آمــــــــــــــین یارب العلمین
،
لیکوال،حمزه بدری
نن ورز خو ټولو مجاهدینو وروڼو د امیرالمؤمنین حفظه الله په یاد کی لیکنې وکړی او الله دی ټولو ته اجر ورکړي نو چی ما سوچ وکړ چی سه ولیکم نو ذهن کی مي راغلل چی په یوه لیکنه به می ورسره د حقیقي مینې اندازه معلومه شی او که نه نو می وویل چی ولیکم
زما سر او مال دی تر تا زار وی د اسلامی امارت امامه
الله تعالی دی دښمنانو ته همداسي رعب دا ه لره
او بله دا چی سومره لیکني می تعقیب کړې نو داسي الفاظ نی پکې پیدا نه کړل چی دده د تقوأ او میړانې د ستایلو سخه خالي وی
،
لیکوال،صداقت ابو حارث
،
د امیرالمومنین د ميلمستون مسؤل مرحوم علي خان متقي راته كيسه كوله چی
یو زل امیرالمومنین د جبهاتو د ليدلو لپارہ غالبآ د زابل پہ لوری تلو او موتر یی خپلہ چلولو چی پہ تصادفآ د یوی لوی ویالی پہ غاڑہ پہ بایسکل سپور سڑئ پہ مخہ ورغئ او د سرک د تنگوالی پہ صورت کی بہ یا موتر ویالی یا کندی تہ غورزل وہ او یا بایسکل وهل
خو امیرالمومنین د خپل ژوند پرواہ ونہ کڑہ موتر یی کندی تہ وغورزاوہ او چپہ شو خو سڑئ یی وژغورہ
چی دا د کمال تقوی او د اللہ عزوجل نہ د ویرہ یوہ نمونہ دہ
#امیر#خادم#حفظه الله ورعاه
،
لیکوال،فاروق احمد تخاری
#قومندان مدبر ، #رزمجو حماسه آفرین و #اسد هژبر زمان که
#بت هائ بامیان را که ،نماد از بت پرستی و شرک در افغانستان بود ، در هم شکست و تخریب کرد و حاضر نشد زیر هر قسم فشار و درخشش هائ زود گذر دنیا تنازل کند و فریب بخورد …
ان شاء الله بت هائ قصور و طاغیان سرکش را در هم خواهد شکست ….
#نوزدهمین_سالگرد_تعیین_امیر_المومنین_در_نشست_تاریخی_قندهار
،
#فرمانده_قهرمان و #دلیری که جاسوس بزرگ #کمونست ها ( نجیب گاو ) را در کابل به دار آویخت و سینه مومنان را به وسیله #آن یخ ساخت ان شا ء الله به خاطر شفائ سینه ای #مومنان جاسوسان امریکاو اینگلیس #( کرزی و اشلف غنی و دیگرانش را هم ) به #دار خواهد آویخت …
#ان شاء الله آن روز دور نیست و ما عنقریب شاهد آن هستیم ….
#نوزدهمین_سالگرد_تعیین_امیر_المومنین_در_نشست_تاریخی_قندهار
،
ليکوال,فاتح کاروان
.
د امارت په دوران کې د امیرالمؤمنین ملامحمد عمر مجاهد حفظه الله نه د موټر چلولو پر وخت یوه ترافیکي غلطي وشوه او د ترافیکو سیمه ایز ریاست ورته وویل چې د ترافیکي اصولو له مخې ستا سزا داده چې ته به نور موټر نه چلوې((دا تعزیر او بندیز د مؤقت وخت لپاره))نو امیرالمؤمنین په ډيره خوښۍ سره دا سزا ومنله او پرته له دې چې ځان تر بل چا لوړ وښايي د امارت د سقوط تر وخته یې بیا په خپله موټر نه دی چلولې.دا کیسه راته یو داسې ملګري وکړه چې د امارت په وخت يې په خپله د مشر ملاصیب سره دوه ځله ملاقات شوی دی.
..
یو ملګرې مې راته ووايي: د امارت په دوران کې موږ کندهار ته لاړ او د یو څو مهمو خبرو په خاطر مو د امیرالمؤمنین سره د ملاقات اراده لرله،د ماسپخین د لمانځه وخت و چې لمونځونه مو وکړل او نو د ډوډۍ لپاره مشر ملاصیب حجرې ته د لارښوونې سره سم ور روان شولو،کله چې خوراک په دسترخوان حاضر شو نو ساده ډوډۍ او ورسره کچالو یې راوړل شول، او پرته له دې بل هیڅ نه و، خلکو خوراک کاوه او موږ د ګران امیر صیب په عاجزۍ،تقوی،دیانتدارۍ او ملنګۍ فکر کاوه،له هماغه وخته راته نور هم ګران شو او دومره راته ګران شو چې نن یې په یوه تحریري امر هم خپل ځان اور او اوبو ته اچوم خو له امر نه یې سرغړونه نه کوم.
راشه نن خو نو د ارګ خیل د خوراک دسترخوانونه نشته په میزونو خوراک کوي،پارلمانخیل یې وګوره په ۱۳۹۲ کال کې یې یواځې ۷۰ منه بادام خوړلي و،دا نور شیان به یې څومره خوړلې وي،دوی هم ځانونه د هیواد واکمنان بولي او عالیقدر امیرالمؤمنین هم د دې خاورې یو واکمن و،فرق يې تاسو له دې ځایه معلوم کړۍ.
.
د ځان پا کوالي لپاره د بل عیبونه بیانول کومه توره نه ده. نو عالیقدر امیرالمؤمنین ملامحمد عمر مجاهد د حقانیت لپاره د عراق د مجاهدینو سره دښمني نه کوو،عراقي مجاهدین په خپل اول نمبر فلم صلیل الصوارم کې د عالیقدر امیرالمؤمنین سره خپل بیعت اعلانوي،د منافقانو له قصده یې وایو چې د نړۍ د یو سره نه تر بل سره ټول جهادي حرکتونه زنده باد.
د یو چا عمومي صحنې ته نه راتګ د هغه په عدم موجودیت دلیل نه شي جوړیدای،د امیرالمؤمنین د ویډیوي کلیپونو او تصویرونو نشتوالې کومه ستونزه،عیب یا د شرم خبره نه ده، موږ ته قرآن او حدیث مهم دی او تر کومه ځایه چې زموږ د امیر د حکم او اطاعت خبره ده نو ځکه یې اطاعت کوو چې ټولې فیصلې یې د قرآن کریم په رڼا کې کیږي،موږ نه غواړو چې عالیقدر امیرالمؤمنین دی د نړۍ د اوسني استبدادي مشرانو په څیر په تلویزیونونو راښکاره شي او تصویرونه دی یې نشر شي،د هغه مبارک د تصویرونو او ویډيویې کلیپونو نشتوالې د هغه د حفاظت لپاره ډير اغیزمن ثابت شوی دی،او برکت یې دادی چې یو خو الله جل جلاله له ریاکارۍ او ځانښودنې نه وساته او بل دا چې که ډير خلک یې وګوري نو پيژني یې هم نه چې دا څوک دی، ځکه خو د ایمان پلورونکو جاسوسانو له نظرونو هم الله جل جلاله پټ ساتلې دی.
یو څوک چې ځان یې په رسنیو کې نه وي ښودلای،پیداکول څه ګپ نه دی،د زور او تاوان پوښتنه یې له امریکایانو وکړۍ.
څه د پاسه دیارلس کاله وشول چې د ګران هیواد په ګوټ ګوټ کې د جهاد سنګرونه تاوده دي، اتل امارتیان لکه زمریان په امریکايي شغالانو حملې کوي او له دې بدبختو صلیبیانو او د دوی د مرتد لاسپوڅو نه يې لاره ورکه کړی ده، د تیرو دیارلسو کالو منظمې او بریالۍ مبارزې په هکله ټول نړیوال دا مني چې یاده مبارزه د یو ځواکمن امیر له قیادت نه پرته نه شي کیدای او هو همدا یو واقعیت دی، امیر المؤمنین ملامحمد عمر مجاهد حفظه الله په دې و توانیده چې په طول د دیارلسو کالو کې د سختو ستونزو او کړاوونو باوجود امارتي غازیانو ته منظمه قومانده ورکړي،امریکایانو او ناټوخیل دا مني چې طالبان د خپل امیر سره د زړه له کومې مینه لري او دا داسې یوه لیونۍ مینه ده چې په ډالرو او نورو مادي امتیازاتو یې له منځه وړل څه اسانه خبره نه ده.
عالیقدر امیرالمؤمنین ملامحمدعم مجاهد حفظه الله زموږ د سترګو تور او د زړه ټکور دی،هغه یواځې زموږ نه بلکې د نړۍ د سترو جهادي حرکتونو قاید او مرشد هم دی، هیڅوک په دې سترګې نه شي پټولای چې د القاعدې مجاهدینو د عالیقدر امیرالمؤمنین ملامحمد عمر مجاهد سره بیعت کړی نو په همدې توګه د دولت الاسلام مجاهدینو هم لومړی له عالیقدر امیرالمؤمنین ملامحمد عمر مجاهد نه خپل بیعت او ملاتړ اعلان کړی و، په صلیل الصوارم ۱ نمبر فلم کې د عراقي مجاهدینو لخوا د امیرالمؤمنین حفظه الله سره د بیعت ژوندۍ صحنه لیدلای شۍ.
موږ ډیر بختور یو چې الله جل جلاله راته داسې خاکساره، دینداره او مجاهد امیر رابخښلې دی،الله جل جلاله دی د ده مبارک په عمر کې برکت واچوي موږ یې په یوه اشاره خپل سرونه شیندو،زموږ امیر دی،امیر و او امیر به وي ان شاءالله
.
یو ملګرې مې په ترکیه کې اوسیږي او اکثر په سوریه کې په جهادي عملیاتو کې برخه اخلي،نوموړي راته یو څه وخت مخکې وویل: څو تنه مصري مجاهدین راته راغلل، نو ما فکر کاوه چې دوی به هم عراق یا سوریا ته د تللو لارښوونه غواړي ځکه چې نویو مجاهدینو ته د سنګرونو د لارې د برابرولو په برخه کې زه هم په دنده ګومارل شوی یم، نو کله چې مو خبرې شروع کړی راته یې وویل: موږ عراق یا شام ته ځو خو دولت،جبهې،احرار،جندالاقصی یا بلې کومې ډلې ته نه ځو، ماویل ولې؟ هغوی ځواب راکړ بس موږ غواړو چې ته راته دلته د عالیقدر امیرالمؤمنین یو صف راوښايې ځکه موږ د دې ځای هغه ګروپ سره یوځای کیږو چې د افغانستان د طالبانو پورې مربوط وي، ملګري مې راته وویل: هک حیران شوم چې اوس دوی ته څه طریقه برابره کړم تر څو دوی خپل هدف ته ورسیږي،نو مې ورته وویل چې تاسو یو څه صبر وکړۍ زه هڅه کوم چې د طالبانو سره تماس کې شم بیا به تاسو ته لاره برابره کړم.
په عربو مجاهدینو کې د عالیقدر امیرالمؤمنین ملامحمدعمرمجاهد محبوبیت اوس هم پوره اوج کې دی.
.
. لیکوال، عبدالله ابن مبارك احمدزئ #امیرالمؤمنین_حفظه_الله،
لکه ونه مستقیم پخپل مکان یم
که بهار راباندې راشي که خزان
له شک پرته چې د امیرالمؤمنین قیام د سپین هدف لپاره و.د قیام له پیله بیا تر امارته او دا دی تر ننه پورې چې اتلس کاله وشول هم په هماغه روحیه خپل مقاومت کوي.
د شورویانو سره په جهاد کې یې خپل بدن سخت پرهري کړ.
بیا تر هغه په سپیڅلي مقاومت بوخت و چې ستر اتحاد د کي جي بي دړې وړې شو. د مجاهدین صاحبانو د شخړو پر وخت بې طرفه پاتې شو.او پوره څلور کاله وروسته یې د شر او فساد د فتنو د انحلال په تکل توره تر ملااو عزم پیاوړی کړ.
او تر څو یې چې په سوړو داخل نکړل او اروپا او آمریکا ته یې مهاجر نکړل خوشې یې نکړل.بیا یې د اولس خدمت ته ټټر وډباوه او پوره څلور نیم کاله یې بې ساری مشرتوب وکړ.بیا د خدای په اذن امتحان پرې راغی او الحمد لله په دغه امتحان کې هم بریالی شو.اوس نو د خدای پاک ارادې ته انتظار دی چې د خدای اجازه او اراده څه ډول او څه وخت ده.
هغه ستر شخصیت دی چې له یوې پېړۍ ځنډ وروسته یې خپل نوم د عثماني خلافت د وروستی امیر سره متصل ثبت کړکه په زور و که په رضا خو د شلمې پېړې په لومړۍ برخه کې ټول امت مسلمه دړې وړې شو. د ویاړ ځای خو دا دی چې له دغو ستونزمنو حالاتو سره سره طالبانو د اسلامی تاریخ د فعالې کړۍ حیثیت په سیمه او نړۍ کې خپل کړ.
د شوروي اتحاد ځواکونه او د هغوی له تالي څټو سره یې په نره او په حقه جهاد وکړ تر دې چې دغه ستر بلاک هم مات شو.
د ډاکټر نجیب د حکومت له سقوط سره سم مجاهدین صاحبانو د یو او بل داړل پیلکړل.د جهاد څوارلس کلن محصول یې تر خاورې لاندې کړ.
امیرالمؤمنین حفظه الله دغه وخت د بې طرفۍ اصل انتخاب کړ په کور کېناست چې دا یې د ټولنیز ارزښت یوه پېلامه ده.
دغه ویاړ یې بس دی. ځکه جهاد یې وکړ خو د جهاد محصول یې هم تر خپلې وسې خوندي کړ.
د جهاد له فرضیته بیا تر نن تاریخ پورې د مسلمه امت په واحد صف کې ډېر اتلان را ښکاره شوي دي.
خو هغه کسان بیا واقعي اتلان ول او دي چې د مادیاتو او اسبابو پر ځای په ایمان ډاډه وي او تاریخ ګواه دی چې فتحه هم د دوی په برخه وه او ده.په ماضيکې حضرت خالد بن ولید په اوس مهال کې محترم عالیقدر حفظه الله د مثال په توګه يادولى شو.
…
السلام علیکم ورحمةالله اصدق الریا باالاسحاری(الحدیث) رشتیا خوبونه دسهار ٹیم سره وی تقریبا دوه کاله مخکی می د ماخوستن لمانزه نه وروسته تلاوت وکره او په اوداسه ویده شوم ماپه هغه وخت که په تهجدو که د قران مجید ختم کوه په دی شپه می یو شایسته خوب ولیده په خوب که دوه پیغمبران چه یو الیاس ع او بل عیسی ع وی زموژ په کور که ناست وی زه د عیسی ع تر سنگ ناست وم عیسی ع د ماشوم په شکل وه ما اول الیاس ع ته وویل چه د افغانستان د حالاتو په اڑه دعا وکره چه… نور لوستل »
ډیر په زړه پوری معلومات، واقعاً چي تنده مو پری ماته شوه.
امیرالمومنین ملا محمد عمر مجاهد حفطه الله سره می د زړه څخه مینه ده، حتا تر دی چي پر خپل ځوی می “عمر” نوم ایښئ.
خدای تعالا دی د مکار ډښمن له هر ډوله مکر او فریب څخه په خپل امان کې وساتې.
################
لطفا تبصره مو په پښتو یا دري ژبو لیکئ.
په پردیو ژبو لیکل شوې تبصرې نه خپروو.
اداره
یوازی دا چی شراوفساد یی له مینځه یوړول اومایوسه ولس ته یی امید ورکړ له یوی معجزی کم نه دی
ډیر په زړه بوری خاطری وی ریشتیا هم چی ګران امیرالمومین که دیر غوره اوصاف وه او بعضی عاداتو یی انسان ته صحابه کرام وریاد کړی خو د اوصافو کی یو هم د لطف الله خیر خواه د ازبک مجاهدینو باره کی وه لطف الله دیره بی انصافی کری شیخ اسامه رحمه الله یی دیر سپک یاد کری خصوصا دا لفظ یی ( چې د عالمي جهاد مدعي دومره وچېړلم، دی به څه وکړي! ) دا ظالم خیرخواه پس له مرګه هم شیخ اسامه د عالمی جهاد مدعی بولی نه عالمی جهاد رهبر دا قصه او دا واقعه ماته تر… نور لوستل »
د امیر صاب ملا محمد عمر عظمت ته سلام ، دده عزم او ایمان ته سلام، بس د الله ورکړه ده چه الله پاک چاته عزت ور کړی هیڅکوک یی نه شی بی عزته کولای. الله د زمونژ امیر وساتی او الله رب لعزت د نور هم استقامت ور کړی.
نوټ: ای کاش چی یو ویډیو یی بیان یی ور کړی وای په یوه مناسب وخت که، نو دا به زمونژ لپاره نوره هم انرژی را کړی وای ، او دشمنانو به یی رړونه ور چوولی وای. د یوه همداسی داسی وخت په هیله
زمونزکوردقندهارپه گچخانوکی وو دپنجشنبی په ورزبه مازیگرمهال امیرالمؤمینین ملامحمدعمرمجاهدحفظه الله دقشله جدید یا15پلی فرقی دشهیدانوهیدیری ته دشهیدانوزیارتوته تللوخوکله سی به ناوخت سونودلو والی په غاره دکوری په برابربی موترودروی اودسونه بی په لوواله وکرل اودسرک بغلته بی په جماعت لمونزاداکاوو دلاری په سرتیریدونکی هر سری کولای سول سی په جماعت کی گدون ورسره کری وای هیس پابندی نه جارسم ترداسی امیر الله جل جلاله دی پخپل حفاظت کی وساتی دکوشنی اخترپه دوهمه وه که اوله ورز وه ورزمی اوس سمه نده پیادخوملاصاحب مبارک به تردرو ورزوپوری دبیعت اخستلولپاره پخپل دفترکی په پشوولاروو دلی دلی خلک به ورته دبیعت لپاره راتله… نور لوستل »
نبیل صیب: لطف الله خیرخوا خپله خبره نده کړی بلکی نقل قول یی کړی، هیله ده ګرم یی ونه ګڼی. او پاتی شو خیرخوا دا وضاحت هم کړی اسامه وویل چی همدا راسره بیت المال کی شته، مطلب دا چی اسامه ۱۰۰فیصده شته ټول له ازبکو قربان کړی، او کیدای شی ملا صیب سره به ۱۰میلیونه ول، نو پدی کی یی ته خوشاله شه چی کیدای شی اسامه د فیصدی له لحاظه ډیره صدقه کړی وی، خو دا چی اسامه د تنظیم او ملاصب د امارت مشر ووو نو خامخا یی فرق وو. بل دا چی تا ویلی چی ملاصیب… نور لوستل »
قدر من وروره ځه هغه ګام په ګام حاظر وم او ټولو حالاتونه الحمد لله ښه خبر یم ځما د خپرو معنی دا نده چی الله مکړه عالیقدر امیر المومنین کی ذکر شوی صفات نه ول هغه د ازبک خبر هم تقربیا ځما تر مخ شوی الفاظ غلط استعمالول د خیرخواه کار دی نه د ازبک د داعی او مدعی معنی کی ډیر فرق وی ځه کافی سواد نلرم خو کم از کم په دی می سر خلاصیژې چی مدعی سه ته وایی په هر حال بحث به نکړو الله د وکړی چی زموژ خبری زموژ د اخرت د رسوایی… نور لوستل »
درنولوستونكوسلامونه . دوزيروال صيب دليكني سره به زه هم يوه عيني خاطره پيوندكړم . كله چي ما اوارواښادجنرال صيب رحمت الله خان ساپي گډسفرداتلانوتاريخي ښاركندهارته داسلامي امارت دمشرانوپه بلنه كړي ول كله چي هلته ورسيدونودحفظ الله اميرالمومنين ملامحمدعمرمجاهدپه ميلمستون كي ديره شولواوهرڅه راته په پښتني اصولوبرابرشوي ول . تردي مخكي چي اصلي موضوع ته راوگرزم غواړم چي دارواښادساپي صيب دخصلتونوداډاني نه يوكوچنې عادت سره تاسي هم اشناء كړم ارواښادسربيره پردي چي دزړه (قلب) څلورباي پاسه يي كړي ول خو هميشه يي په خوړوكي څورنگوخوړواوپه تيره دپسه دغوښي كباب سره بي كچي ډيره مينه درلوده داچي داسلامي امارت په ميلمستون كي… نور لوستل »
شخیت ته یې سلام، همدا به یې توصیف ته کافي وي چې؛ په زرګونه صلیبیان یې په لرګينو صندقونو کې خپلو زبر دولتونو ته په ډالۍ کې ورواستول!