شهید او شهادت (دریمه برخه)

لیکوال: مولوي محمد نعيم فدايي

د شهید اصطلاحي یا فقهي او یا شرعي معنی:

په فقه کې د شهید تعریف:

زمونږ د مذهب نوموتي او لوی عالم امام ابن عابدین الشامي رحمه الله په ( رد المحتار علی الدر المختار ) کې چې د مذهب یو معتبر کتاب دی، د شهید تعریف داسې کړی: (هُوَ كُلُّ مُكَلَّفٍ مُسْلِمٍ طَاهِرٍ قُتِلَ ظُلْمًا بِجَارِحَةٍ وَلَمْ يَجِبْ بِنَفْسِ الْقَتْلِ مَالٌ وَلَمْ يَرْتَثَّ وَكَذَا لَوْ قَتَلَهُ بَاغٍ أَوْ حَرْبِيٌّ أَوْ قَاطِعُ طَرِيقٍ وَلَوْ بِغَيْرِ آلَةٍ جَارِحَةٍ أَوْ وُجِدَ جَرِيحًا مَيِّتًا فِي مَعْرَكَتِهِمْ )[1]

ژباړه: ( شهید هر هغه عاقل، بالغ او پاک مسلمان دی چې په ظلم سره په زخم کوونکې آله ووژل شي، او په اصل کې یې په مرګ دیت لازم نه شي، خبرې ونه کړي، خوراک، څښاک او دوا و نه کړي، همدا رنګه هغه کس هم شهید دی چې باغي، یا حربي او یا یې لاره شکوونکي ووژني، که څه هم چې په زخم جوړوونکې آله نه وي، او یا د دوی په جګړه کې په داسې حال کې چې پر بدن یې ټپ وي مړ وموندل شي )

د دې خبرې چې په اصل کې یې په مرګ دیت لازم نه شي، معنی دا ده چې که یو کس بل کس سهوا ووژني، نو په اصل کې په قاتل دیت لازم دی، یعني پرې قصاص کېږي نه؛ ځکه چې قصدا یې نه دی وژلی، خو که یې قصدا ووژني نو قاتل قصاص کېږي، خو که د مقتول ورثه په دیت راضي شي، او له قصاص نه تېر شي، په دې صورت کې وژل شوی کس شهید دی، غسل به نه ور کول کېږي، او په خپلو جامو کې به دفن کېږي، که څه هم چې د ده د مرګ په بدل کې دیت ور کړل شو؛ خو په لومړي سر کې دیت نه و لازم شوی، بلکې قصاص و، دا چې ورثه یې له قصاص نه تېر شول، په دیت راضي شول، دا د شهید په فقهي احکامو کومه اغېزه نه کوي.

یا لکه پلار چې قصدا خپل زوی ووژني، په دې صورت کې د عامې قاعدې له مخې قاتل باید قصاص شي، خو دا چې په شریعت کې د پلارتوب له امله پلار نه قصاص کېږي، نو دا د شهید په فقهي احکامو کومه اغېزه نه کوي، یعني د پلار له خوا په ظلم سره وژل شوي زوی ته به غسل نه ور کول کېږي، او په خپلو جامو کې به خښېږي.

همدارنګه که کوم کس د غلو په لاس ووژل شي، دا هم شهید دی، او یا که کوم کس له ځان، مال او آبرو نه، یا له کوم مظلوم نه د دفاع په حالت کې، آن که له ذمي نه ددفاع په حالت کې ووژل شي دا هم شهید دی.

په هدایه کې د شهید تعریف داسې راغلی: ( الشَّهِيدُ مَنْ قَتَلَهُ الْمُشْرِكُونَ ، أَوْ وُجِدَ فِي الْمَعْرَكَةِ وَبِهِ أَثَرٌ ، أَوْ قَتَلَهُ الْمُسْلِمُونَ ظُلْمًا وَلَمْ يَجِبْ بِقَتْلِهِ دِيَةٌ.) [2]

ژباړه: شهید هغه څوک دی چې مشرکین یې ووژني، یا د جګړه په ډګر کې په داسې حال کې وموندل شي چې پر بدن یې ټپ وي، او یا یې مسلمانان په ظلم سره ووژني، خو په مرګ یې دیت لازم نه شي.

په لنډ ډول زمونږ مذهب د شهید او په هغه د ځانګړو فقهي احکامو پلي کولو لپاره څو شرطونه اېښې، چې په لاندې ډول دي. د یادونې ده چې دا شرطونه د هغه شهید لپاره دي چې غسل نه ور کول کېږي او په خپلو جامو کې به ښخېږي، یا په بله معنی هغه شهید چې د دنیا او آخرت دواړو شهید ورته ویل کېږي. وروسته به د شهید ډولونه راشي.

مسلمان به وي. یعني کافر ته شهید نه شي ویل کېدی، او نه شهید دی.
مکلف به وي، یعني عاقل به وي، لیونی به نه وي، او بالغ به وي، یعني نابالغ به نه وي. په دې معنی چې که لیونی او نابالغ د کفارو له خوا ووژل شي، غسل ور کول کېږي، او کفن ورته کېږي. ځکه چې دوی دواړه شرعا مکلف نه دي.

نور بیا…

[1] – رد المحتار, ج 6, ص 418.

[2] – الهدایة. ص ۹۲. فتح القدير. ج 3. ص 433. (5)

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د