
کندهار: تېرکال کې سلګونه جنايي پېښې ثبت شوې دي
نن ټکی اسیا (چهارشنبه، وري ۱۹مه، ۱۳۹۴ل): د کندهار د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې مدیریت وايي چې په تېر لمریز کال کې په کندهار کې ۶۰۰ جنايي پېښې ثبت شوې دي، چې پر ولسي وګړو سربېره دولت ته هم لوی سرخوږی و.
د دوی په خبره په دې پېښو کې قتل، جنسي تېري، غلا او نور جرمونه شامل دي، چې ډېرې يې د غلا اړوند دي.
د کندهار د جنايي جرمونو پر ضد د مبارزې مدیر مل پاسوال عبدالرحیم علي خېل پژواک خبري اژانس ته ويلي چې د ثبت شويو پېښو له منځه يې له ۲۳ پېښو پرته، د نورو ټولو په تور ۶۸۷ تنه نیولي، چې ۲۷ يې ماشومان او ۹ نورې مېرمنې دي.
نوموړي له خلکو غوښتنه وکړه چې په کندهار کې د جنايي جرمونو پر ضد د دوی ملا وتړي، خو ولسي وګړي په دې پېښو دېری دولتي نظامي مسوولین دخيل بولي.
د تېر کال د وروستۍ میاشتې په وروستیو کې هم د کندهار اوسېدونکو رسنیو ته وویل چې په کندهار کې ګڼ پولیس له غلو سره لاس لري او د غلاوو ډېرې پېښې د پولیسو پوستو ته څېرمه کېږي.
د کورنیو چارو وزارت نظامي څارنوالي هم د کندهار د اوسېدونکو څرګندونو سره جوخت وویل چې دوی ته په تېر کال کې د هېواد په سطحه د ۶۵۰ تنو مجرمو پولیسو دوسیې ور وړل شوې دي، چې تر اوسه يې ۵۰۰ دوسیې څېړلې دي.
د نظامي څارنوالي رییس څارنپال ډګر جنرال سید فضل کریم سادات وايي چې دوی د دوسیې د څېړلو لپاره لا هم په کار بوخت دي، د دوی په خبره په دې سلګونو مجرمینو کې له عادي عسکره تر جنرال پورې کسان ښکېل دي.
په کندهار کې د امنيې قومندان د خپلو ملګرو په اړه ورته څرګندونې رد کړې، جنرال رازق چې د بشري حقونو په نقض تورن دی د خپلو پولیسو اړوند د خلکو شکایتونه تل د نورو تبلیغات بللي دي.