نړۍ

نابغه کوچنۍ كمپوټرپوهه د ګور بندیوانه شوه!

Arfa-Karim-big-microsoftنن ټکی اسیا: د كمپوټر تر ټولو كم عمره كمپوټر پوهې ارفع كريم وړمه ورځ دپاکستان دلاهورښار په پوځي روغتون کې وفات او جنازه یې  پرون  د پنجاب په لاهور ښار كې خاورو ته وسپارل شوه.
ارفع كريم په ۲۰۰۶ كال د(۹) كلونوپه عمر د مايكروسافټ سرټيفايډ پروفېشنل ازموينې په وركولو سره په نړۍ كې ترټولو د كم عمرې كمپوټر پوهې نوم وګاټه.

ارفع كريم د ډسمبر مياشتې له ۲۰ نېټې راهيسې ناروغه وه او د لاهور په يوه روغتون كې تر درملنې لاندې وه .

 د مايكروسافټ كمپنۍ مشر بيلګټس د هغې د درملنې لپاره وړانديز وكړ چې امريكا ته يووړل شي، خو ډاكټرانو يې امريكا ته لیږدول بې ګټې بلل. ارفع كريم وړمه ورځ مړه شوه او پرون يې د لاهور په كيومري چوك كې جنازه وشوه. د هغې په جنازه كې د پنجاب لومړى وزير شهباز شريف، د دې صوبې د پوځ مشر او نورو پوځي او سياسي مشرانو او همدارنګه په زرګونو خلكو ګډون كړى و.
د ارفع كريم رندهاوا پلار امجد كريم رندهاوا وايي، چې د خپلې لور په مړينه ډېر خپه دى، خو په دې وياړي چې لور يې د خپل موهبوي ذکاوت او نبوغ  له امله د عادي انسانانو په څير نه وه، بلكې هغې په خپل همدغه کشر عمرکې د پرمختللې ټكنالوژۍ په برخه كې يې د پاكستان نوم په نړۍ كې پورته كړى وو.

جانګل

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x