نړۍ

امریکا: سپينه ماڼۍ، کانګرس، بهرنیو او عدلیې وزارتونو ودانیو برېښنا پرچاو شوې

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، وري ۱۹مه ۱۳۹۴ل): د امریکا د پلازمېنې واشنګټن یو شمېر دولتي ودانیو برېښنا پرچاو شوې ده.

د واشنګټن څخه ورکړل شوي راپورونه وايي چې د سپينې ماڼۍ، کانګرس، بهرنیو، عدلیې وزارتونو او نېږدې استوګنځیو برېښنا قطع شوې ده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې ددغه وزارت مرکزي ودانۍ او نېږدې نورو ودانیو بريښنا د یو لړ ستونزو له کبله قطع شوې چې له کبله یې سیمه په تیارو کې ډوبه شوې.

په واشنګټن کې د الجزیرې تلویزون خبریال فادي منصور وايي چې د میرلانډ ولایت زیاتره استوګنځیو، میوزیمونو او همدا رنګه د ځينو پوهنتونو برېښنا پرچاو شوې او لامل یې په واشنګټن کې د ترانسفرمرو تخنیکي خرابولی ښودل دی.

د کانګرس یو استازي ویلي چې کانګرس د ستونزې د لرې کولو لپاره احتیاطي جنراتورونه استعمال کړي دي.

ځينو نورو چارواکو هم منلې چې د ميټرو ریل ګاډو لپاره یې احتیاطي جنراتورونه استعمال کړي. هغوی زیاته کړې چې د برېښنا د پرچاو کېدو تر شا د «ترهګرو» لاس نه شته دی.

د برېښنا د قطع کېدو له کبله په سپينه ماڼۍ کې د امریکايي ادارې خبري ناسته هم ځنډول شوې ده.

د بیکو برېښنا شرکت چې د واشنګټن برېښنا اداره کوي ویلي چې په پلازمېنه واشنګټن او میریلاند ولایت کې ۸۱ ودانۍ په تیارو کې ډوبې شوي دي.

ځیني کتونکي شک کوي چې شوني ده په دومره لویه کچه برېښنا پرچاو کیدل شاید ځیني نور لاملونه هم ولري چې تراوسه لا روښانه شوي نه دي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x