نظــر

دظالمانو ملګري ظالمان وي

loyajirga2011 6لوى څښتن جل جلاله فرمايي:

     ﴿ وَكَذَلِكَ نُوَلِّي بَعْضَ الظَّالِمِينَ بَعْضًا بِمَا كَانُوا يَكْسِبُونَ﴾[الانعام:١٢٩]

     ژباړه: او (لکه چي ظالمان يو د بل ملاتړي او رهبران او لارښوونکي دي) همدغسي موږ ځيني ظالمان (او کفار) د هغو د (بدو)عملونو له امله د ځينو نورو دوستان (اوملګري) کوو (څو بشپړ ازميښت په وسي).  

       مفسرينو کرامو په پورتني آيت کي د ﴿ نُوَلِّي﴾ معنا څلور ډوله کړې ده. ځينو مفسرينو د ﴿ نُوَلِّي﴾ معنا په ”دوستان جوړوو“ باندي کړې ده،

چي پر بنسټ يې موږ دغه آيت په پورته ډول ژباړلى دى.

     خو ځينو مفسرينو، په هغو کي د سيمي ستر اسلامي پوهاند مفتي محمد تقي عثماني د ﴿ نُوَلِّي﴾ معنا په ” مسلطوو “ باندي کړې ده. چي په دې توګه د دغه آيت ژباړه داسي ده:

او (لکه چي موږ شيطانان د انسانانو پر کفارو باندي مسلط کړي دي او د دوى ملګري او دوستان دي) همدغسي موږ (د انسانانو) ظالمان (په دنيا کي) د دوى د هغو عملونو (ګنهونو، ظلمونو، شر او فساد) له امله چي کوي يې يو پر بل باندي مسلطوو (ځيني په ځينو نورو په خواري او ذلت اخته کوو او په هلاکوو يې او له ځينو څخه په ځينو نورو غچ اخلو).

     د ﴿ نُوَلِّي﴾ کلمه له ”تَوْ لِيَةً“ څخه مشتق سوې ده. چي اصل مجرد يې”وَلْي“ دى او ”وَلْي“ د نژدېکت، قرابت، نصرت، دوستۍ، کالخواى او لارښود معنا ورکوي.

     خو ځيني وايي چي دا د ” والي “ (د واکمن، حاکم او د امر او اختيار د څښتن) ګرځولو يا والي کولو معنا ورکوي، ځکه نو ځيني مفسرين وايي چي د آيت معنا ده: موږ يوظالم پر بل ظالم باندي والي او واکمن کوو، يعني ځيني پر ځينو نورو باندي د واک او تسلط خاوندان کوو.

     په هر صورت د آيت دواړي معناوي د پام وړاو په زړه پوري دي.

     خو که د ﴿ نُوَلِّي﴾ معنا په دوستي وسي، نو ډېره مناسبه معنا به وي. دا ځکه چي واقعاً هم لکه چي د ولسونو تېر تاريخ او اوسنى حالت ښيي د ټولي نړۍ ظالمان که څه هم چي په خپلو منځونو کي د ګټو د خوندي کولو، لاس ته راوړلو او وېش پر سراو ځينو نورو توپيرونو له امله ډول ډول اختلافات سره لري، خو د دوى د عاموګټو، مفکورو، موخو، ځانګړنو او داسي ډېرو نورو د اشتراک او ورته والي له امله سره دوستان دي، د باطل ډله يې تشکيل کړې ده او د مادي ګټو د خوندي کولو او لاس ته راوړلو لپاره يې د خپل ګډ دښمن، يعني د نړۍ د بېوزلو مسلمانو خلکو پر ضد يې چي د حق ډله جوړوي، د هغو د ډول ډول سترو مادي او معنوي شتمنيو د لاسته راوړلو او غصبولو لپاره د جګړو، تېريو، سرکښيو او سراښيو او چلونو او دسيسو بېلابېل ډګرونه تاوده ساتلي دي.

د دغو ظالمو مادي پالو په پلوي منحرف صهيونيت، صليبي عېسويت، شرک او وثنيت، کمونيزم او سيکولريزم او داسي نور وسايل لکه جنګي وسلې او مهمات، د ملګرو ملتونو سازمان او په هغه پوري اړوندي څانګي، دولتي ادارې، ډول ډول نادولتي موسسې، پيسې، جاسوسي او استخباراتي شبکې، تبليغات او رسنۍ او دولتي ترهګري په کار اچول سوي دي.

    بلي خواته د نړۍ د بې وزلو مسلمانانو پلوي د اسلام ستر، بريالى او سپېڅلى دين پرغاړه لري چي د اسلام رشتيني حاملين او ممثلين د قرآن او سنتو په رڼا کي د باطل پالو په وړاندي د ځاني مالي ، ژبني او تبليغاتي او نورو لازمو هلوځلو د جهاد او دعوت د مورچلونو په تاوده ساتلو سره د مادي باطل پالو ظالمانو په وړاندي اتلوالو مبارزو ته دوام ورکوي او په بېلو بېلو اورشوګانو کي يې د ظلم او باطلو سنګرونه په خورا مېړانه سره مات کړي او دړي وړي کړي دي.

     دا چي موږ وايو چي د نړۍ د ګوټ ګوټ ظالمانو د دوى د مادي ګټو د خوندي کولو او د نورو د شتمنيو د لاس ته راوړلو لپاره د نړۍ د بېوزلو مسلمانانو پر ضد د جګړو، تېريو او سرکښيو ډګرونه تاوده ساتلي دي، دا يو مطلق واقعيت دى.

ماديات دي چي دا هر څه جګړې او ناورينونه يې رامنځ ته کړي دي.

که د مادياتو خبره په منځ کي نه واى، نو دغو ظالمو کفارو چي همدا اوس اوس د نړۍ په بېلو بېلو برخو کي د مسلمانو او نامسلمانو ولسونو سره جنګيږي او ډول ډول اريانوونکي او نه بخښونکي مرګ، ژوبلي او وراني او فسادونه رامنځ ته کوي، دابه يې هيڅ نه کولاى.

تاسي وګورئ د نړۍ په ځينو ګوټونو کي ځيني مسلمان رهبران، نظامي او علمي شخصيتونه، اسلامي عالمان او نور چي د ټولو مذهب همدغه د اسلام مبارک دين دى د څه لپاره د ظالمو کفارو تر څنګ درېدلي دي؟

آيا دوى له ګټو، مادياتو، امتيازونو، چوکيو، غلاوو، اختلاسونو، شهوتونو او داسي نورو پرته د کوم بل مقصد لپاره د اسلام او مسلمانانو پر ضد د کفر او باطل په اړخ کي ولاړ دي؟

آيا د عربي هيوادونو مشران او نور سترچارواکي چي د کفارو او ډول ډول ظالموعناصرو چوپړ ته تيارسى او لاس پرنامه ولاړ دي د اسلام او خپلو ولسونو غم اخيستي دي، که د خپلو ګټو او جابرانه او ظالمانه واک د ساتلو او دوام ورکولو په غم کي دي؟

آيا د همدغه ايران او پاکستان واکمني ډلي او شخصيتونه چي زموږ د هيواد د مسلمانانو سره، زموږ په دې بې چاره ګي او په دې غم لړلوشېبو کي د اسلامي ورورولۍ پرځاى دښمني پالي او پاکستان زموږ د خلکو د کشتار لپاره په خپل هيواد کي ټولي آسانتياوي، نظامي اډې او زموږ د خلکو د کړولو او بندي کولو لپاره خپل جېلونه د کفارو په واک کي ورکړي دي او زموږ افغانان نيسي او پر کفارو يې خرڅوي، د دوى د هيواد له لاري زموږ د سوداګرو د مالونو د لېږد په هکله پرله پسې ډول ډول ناغېړۍ کوي او کله کله زموږ پر پاکه خاوره او بې دفاع خلکو راکټي بريدونه کوي، دا او داسي ډېري نوري نادودي او ناځوانۍ د څه لپاره دي؟

آيا دا د مادياتو د په پلاس راوړلو او د پاکستان د رهبرانو، نظامي او استخباراتي کړيو د شومو موخو د تر سره کولو لپاره نه دي؟

آيا دا چي زموږ په خپل هيواد کي زموږ خپلو خلکو د پردو چوپړ ته ملاتړلې ده، دا د اسلام، وطن او ناموس لپاره ده؟

دا چي ځيني په دولتي مقامونو کي، ځيني په نادولتي موسسو کي، زيات شمېر په اردو، پوليسو او استخباراتو کي او ډېرى په نورو ډولونو چوپړ ورته وهي دا له مادياتو پرته د بل څه لپاره کېداى سي؟

موږ او تاسي په دې وروستيو کي وليدل چي د دوى په اصطلاح په دوديزه لويه جرګه کي زموږ د هيواد تر دوو زرو تنو زياتو کسانو (چي زياتره يې د بګړيو، ږيرو، عبا او قبا او اسلامي او روحاني عنوان او معنون خاوندان هم وه) زموږ د خلکو او هيواد د اوس او راتلونکي په نه جبيره کېدونکي زيان او د پردو يرغلګرو غليمانو په ګټه او پلوي داسي ملي او اسلامي ضد رايي او مشورې ورکړې چي زموږ د هيواد په تاريخ کي سارى نه لري.

نو دا دڅه لپاره وې؟

جواب دادى چي په دغه په اصطلاح لويه جرګه کي زياتره هغه کسان راغونډ سوي وه چي ګټي يې د امريکې او نورو بهرنيانو د ګټو سره تړلي وې.

دا چي زموږ دولتي چارواکي او ډول ډول خاينان او جنايتکاران او چپاولګران او د عامه او شخصي شتمنيو لوټوونکي او ځيني د راتلونکي په هيله ناست او منتظرسياستوال د کفارو په چوپړ او د هغو په تېري، اشغال او افغان او مسلمان وژنه او د هغو لخوا د هيواد د مځکي لاندي شتمنيو په لوټونه او زموږ د وران ويجاړ وطن په لا زياته ورانونه او د نړۍ د تمدن له کاروان څخه د کلونو کلونو لپاره په وروسته پاته کېدنه کي خپله خولۍ په غوړو کي ويني او کفارو ته عذرونه او زارۍ کوي چي له افغانستان څخه خپل نيواکګراو جنايتکار پوځي ځواکونه مه باسئ دا د څه لپاره دي؟

آيا دا د وطن او خلکو په خاطر دي که د دې لپاره چي دغه عناصر يو څو ورځي نورهم د نورو په وير، مرګ ژوبله او د وطن په خرابېدو کي خوشاله اوسي، خپل عيش او نوش ته دوام ورکړي او خپل ځانونه د عدالت له منګولو څخه وژغوري؟ د چا خبره شرمښ څه غواړي باد او بدمه.

دا هم درسته ده چي په کفارو او مسلمانانو کي به داسي کسان هم وي اوسته چي د مادي ګټو لپاره نه، بلکي د ضد، سرټمبه ګۍ، ځان غوښتني، بې عقلۍ او جهالت له امله بې شعوره د اسلام او مسلمانانو په وړاندي درېدلي دي، خو بنسټيزه مسئله بيا هم هماغه د مادي ګټو خبره ده نه بل څه او دا اوس هر د پوهي او شعور خاوند ته جوته سوې ده چي د اسلام دښمنو عناصرو سره د حق او حقيقت يوه زره هم نسته. دوى چي په هر اسم او رسم د اسلام او مسلمانانو پر ضد جنګيږي کافر وي که د مسلمان په نامه موخه يې هماغه مادي پالنه ده، ماهيت يې هماغه ظلم، باطل، بد عملونه او د مادياتو په خاطريو د بل ملاتړاو ملګرى دى. خو لکه چي قرآن کريم په پلاوو پلاوو څرګنده کړې ده دا خلک شعور نه لري، لوى څښتن په دوى ازمښت کوى او برى بيا هم د مسلمانانو او ماته او رسوايي د کفارو او د هغو د چوپړيانو ده.

 

ليکوال: عبدالمالک همت، کندهار

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x