نړۍ

د يمن په اړه د ترکيې او ايران اختلافات لا هم پر ځای پاتې دي

نن ټکی اسیا ( چهارشنبه، وري ۱۹مه، ۱۳۹۴ل): د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوګان خپل ايراني سيال حسن روحاني سره د دواړو هېوادونو تر منځ په سوداګريزو او ګڼو نورو چارو خبرې اترې کړي، مګر د يمن د کشالې په اړه لا هم د دواړو هېوادونو تر منځ ستونزې پر ځای پرتې دي.

ولسمشر اردوګان او حسن روحاني د دوه اړخيزو اړيکو تر څنګ د شام، عراق او يمن په اړه هم خبرې اترې کړي، مګر د ګډ خبري کنفرانس پر مهال دواړو مشرانو د يمن د کشالې د حل په اړه څرګند دريځ وړاندې نه کړ.

ښاغلي اردوګان وويل، چې دی سيمه کې هېڅ فرقې او ډلې ته نه ګوري او نه هم سني او شيعه ده ته څه اهميت لري.

«زموږ لپاره تر ټولو مهم اسلامي امت دی او اسلامي نړۍ کې بايد دغه خونړۍ پېښې او جګړې پای ته ورسيږي.»

د ايران ولسمشر حسن روحاني وويل، چې دوی دواړو په دې اتفاق کړی، چې د عراق، سوريې او يمن ستونزې دې د خبرو اترو له لارې حل شي او يمن کې د حوثي ملېشو پر ضد روان بريدونه بايد ودريږي، مګر ښاغلي اردوګان د ګډ خبري کنفرانس په ترڅ کې د يمن په اړه هېڅ ونه ويل او ټولې خبرې يې يوازې په دوه اړخيزه سوداګريزو چارو وکړې.

د عربي نړۍ په اړه د ترکيې او ايران تر منځ اختلافات او ستونزې له پخوا راروانې دي.

اردوګان د حوثيانو پر ضد د سعودي د بريدونو ملاتړ کوي او ايران د حوثي ملېشو مرسته او لاس نيوی کوي.سوريه کې هم ايران د ديکتاتور ولسمشر بشارالاسد ملاتړی دی او رجب طيب اردوګان د ولسي پاڅونوالو تر شا ولاړ دی.

د حوثي ايران پلوو شيعه ملېشو پر ضد د سعودي په مشرۍ د لسګوني ايتلاف د بريدونو په لومړيو ورځو کې ترکي ولسمشر پر ايران تور لګولی و، چې عربي نړۍ کې د خپلې پراختيا او برلاسۍ لپاره هڅې کوي او دا کار د دوی لپاره د منلو وړ نه دی.

ښاغلي اردوګان پر ايران ټينګار وکړ، چې عراق، سوريې او يمن کې له مداخلې لاس واخلي.

د ترکي ولسمشر د يادو څرګندونو په غبرګون کې د ايران بهرنيو چارو وزارت تهران کې د ترکيې سفير ورغوښتی و او له نوموړي يې د اردوګان د څرګندونو تفصيل او هدف غوښتی و. د ايران ځينو پارلماني وکيلانو او سياستوالو وويل، چې ترکيه غواړي، چې يو ځل بيا عثماني خلاف راژوندی کړي او له حسن روحان يې غوښتي و، چې ايران ته د ترکي ولسمشر سفر لغوه اعلان کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x