نړۍ

امريکا: د حوثيانو پر ضد د سعودي په مشرۍ ايتلاف ته نورې وسلې هم ورکوو

نن ټکی اسیا ( چهارشنبه، وري ۱۹مه، ۱۳۹۴ل): امريکا وايي، چې د سعودي عربستان په مشرۍ يمن کې د حوثي ملېشو پر ضد روانو بريدونو کې د سعودي عربستان ملاتړ کوي او سعودي عربستان ته به د روانو بريدونو لپاره د وسلو ورکولو لړۍ نوره هم تېزه کړي.

د امريکا د بهرنيو چارو مرستيال وزير اينټوني بلينکن د سعودي عربستان پلازمېنه رياض کې رسنيو ته وويل، چې د سعودي په مشرۍ لسګوني ايتلاف سره د استخباراتي معلوماتو د شريکولو تر څنګ نوموړي ايتلاف ته د وسلو لېږدولو لړۍ نوره تېزوي.

انټوني زياته کړه، چې هېواد يې د سعودي عربستان د هغه اعلان ملاتړ کوي، چې يمن هېڅوک په زور نه شي نيولای، د حوثي ملېشو تر ځپلو او قانوني حکومت تر راتلو به دوی يمن کې د روانو بريدونو ملاتړ کوي.

بل پلو د امريکا دفاع وزارت پينټاګون وياند ډګروال سټيف وارن د بلينکن د څرګندونو په اړه وويل، چې دوی خپلو عربي ايتلافيانو او دوستانو ته پرېمانه وسلې ورکړي او هڅه کوي، چې نورې مرستې هم وکړي.

د سعودي بهرنيو چارو وزير سعودي الفيصل تېره ورځ خپل امريکايي سيال سره په سيمه ييزو او په ځانګړې توګه د يمن د کشالې په اړه خبرې اترې وکړې.
امريکايي ډيپلومات تېره ورځ ناوخته رياض کې د يمن ولسمشر عبد ربه منصور هادي سره هم وليدل او ډاډ يې ورکړ، چې د قانوني حکومت تر قيامه به دوی د يمن ملاتړ کوي.

د ولسمشر منصور هادي مخالف ايران پلوي شيعه وسله والو د يمن ډېره برخه نيولې ده.

يمن کې فعالو بشري ټولنو ويلي، چې عدن کې بشري بحرانونه مخ پر زياتېدو دي او د عدن په لارو او واټونو کې د منصور هادي د پلويانو او حوثي ملېشو تر منځ سختې جګړې روانې دي.

يمن کې بند پاتې بهرني استوګن د عدن خليج له لارې خپلو هېوادونو ته ځي.

د روغتيا نړيواله اداره وايي، چې په دې وروستيو اونيو کې د روانو جګړو او بمباريو له امله لږ تر لږه شپږ سوه کسان وژل شوي او نږدې دوه زره نور ټپيان دي.

حوثي ياغيانو له تېرو دوو اونيو راهيسې عدن ښار محاصره کړی او د سعودي په مشرۍ د لسګوني ايتلاف جنګي الوتکې د حوثيانو پر مرکزونو بريدونه کوي.

حوثي ملېشې وايي، چې د عبد ربه منصور هادي حکومت يې د اداري فساد له امله نسکور کړی او اوس د پخواني ديکتاتور علي عبدالله صالح د پلويانو په ملاتړ نور پرمختګونه هم کوي.

سعودي عربستان، ترکيه او د سيمې هېوادونه وايي، چې د حوثي ياغي ملېشو تر شا د ايران لاس دی او ايران له دې لارې غواړي، چې عربي نړۍ کې خپله برلاسي قايمه کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x