ټکنالوژي

اپل خپل سمارټ ساعت لپاره له زرو زیات اپلیکیشنونه جوړ کړي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، وری ۱۹مه ۱۳۹۴ل): اپل کمپنۍ به څو اونۍ وروسته خپل نوی سمارټ ساعت کاروونکو ته وړاندې کړي خو د اپل کمپنۍ مشر ټېم کوک رسنیو ته وویل چې د دې سمارټ ساعت لپاره مختلفو کمپنیو له ۱۰۰۰ څخه زیات اپلیکیشنونه جوړ کړي او د اپل کمپنۍ ته يي سپارلي.

د اپل کمپنۍ مشر ټېم کوک د دغې کمپنۍ کاروکوونکو ته په یو لیکل شوي پیغام کې ویلي :«ټولو هغو کسانو ته چې د دې سمارټ فون په برخه کې سخت کار کړی مبارکي وایم.» نوموړي همدا راز زیاته کړه چې له ۱۰۰۰ څخه زیات اپلیکیشنونه دوي ته تسلیم شوي.

څلور ورځې وړاندې د اپل کمپنۍ اعلان وکړ چې خپل نوی سمارټ ساعت ته اپلیکیشنونه قبلوي چې دغو څلورو ورځو کې ډیر شمیر اپلیکیشن جوړونکو کمپنیو خپل تولید دغې کمپنۍ ته تسلیم کړی او زیات شمیر نور به هم خپل اپلیکیشنونه د اپل کمپنۍ ته تسلیم کړي.

خو ټېم کوک د هغو کمپنیو نومونه چې اپل کمپنۍ ته يي اپلیکیشنونه تسلیم کړي له رسنیو سره ندی شریک کړی او همدا راز د تسلیم شوي اپلیکیشنونو په اړه يي هم څه ندی ویلی.

ټېم کوک همدا راز وویل چې د اپل کمپنۍ سمارټ ساعتونو ځینې مختلف ډولونه د دې کمپنۍ کاروکونکو ته په ۵۰ سلنه تخفیف سره وړاندې شي.

د روغتیايي کارپوهانو په وینا د اپل کمپنۍ سمارټ ساعت تر ټولو ستره کمزوري دا ده چې دغه سمارټ ساعت به د ایفون سمارټ فون پرته د کارولو وړ نه وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x