هلمند: د هليکوپتر غورځيدو له کبله درې تنه وژل شوي دي

copter afgنن ټکی آسیا: د هلمند امنیتي مسئولین وايي چي د هلمند ولایت د نادعلي په سیمه کې د بهرنیو ځواکونو یوه هلیکوپتر الوتکه را غورځېدلې چي له کبله يې د الوتکي درې تنه عمله د پیلوټ په ګډون ووژل شول.
دغه امنیتي مقام چي نه يې غوښتل په مطبوعاتو کې نوم څرګند شي، ویلي چي الوتکه د نادعلي ولسوالۍ د شاول په سیمه کې را غورځیدلې.
هغه زیاته کړه چي په رالویدلې الوتکه کې د الوتکي پیلوټ او دوه تنه نور عمله وژل شوي دي.

 

د نومړي په وینا تر اوسه نه ده معلومه چي دا الوتکه د چا اړوند وه او کومي لوري ته روانه وه.
باید وویل شي چي د شاول د سیمي څخه په څو کیلومتری کي د بهرنیانو د شورآب قرارګاه پرته ده.
د بلي خوا د هلمند نورو امنیتي چارواکو رسنیو ته ویلي چي الوتکه د تخنیکي ستونزو له کبله را غورځیدلې، او داچي په بشپړه توګه ویجاړه شوې وه، د بهرنیو ځواکونو له خوا يې پاته برخه هم له منځه یو وړل شوه.
له دې وړاندي د طالبانو یو تن ویاند قاري یوسف احمدي رسنیو ته ویلي وه چي دوی نن غرمه د بهرنیانو یو الوتکه په نښه کړه، چي له امله يې الوتکي په هوا کې اور واخیست او لږ ګړی وروسته را وغورځیدل، او په کښي سپاره ټوله کسان ووژل شول.
په کابل کې د ایساف مطبوعاتي دفتر ویلي چي ددوی یو داسي پيښي څخه خبر شوي دي، خو تر اوسه لا پوره معلومات را ټوله وي.
ددې تر مخه هم طالبانو د بهرنیانو الوتکي په څو واره را غورځولې، خو بهرنیان دا مني چي ددوی الوتکي دي د طالبانو په ګوزارونو را غورځي، بلکي خپل د ټولو را غورځیدلو الوتکو پړه پر تخنیکي ستونزو اچوي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د