ادبي لیکنيپښــــتو ادب

د منګي غاړه مې شنه لمن مې سپينه کنه!

احمدالله احمدزی
کيسه کا، چې ملا صيب ته کليوال راغلل، چې فلاني کور کې واده دی او ښځې سندرې وايي، نو ملا صيب هڅه وکړه، چې ورشي او د دغه فساد مخه ونيسي، څه ګوري، چې ملاصيب ورغی او د واده له کوره د سندرو غږ راځي، ملا صيب خپلو کليوالو ته وويل، چې اول خو غوږ ونيسئ، چې دا خلک څه وايي؟

ښځې سندرې بولي چې:

د منګي غاړه مې شنه لمن مې سپينه کنه
ګل په غاړه مې زنګيږي تاويزونه کنه

دې وخت کې کليوالو غوښتل، چې د ملا صيب په امر د واده سندرې بندې کړي، مګر ملا صيب خلکو ته وويل، چې دا خو ډېرې ښې خبرې کوي، تاسې يې ور ارزوئ، که خرابې وې، نو بندې يې کړئ.

ملا صيب خپلو کليوالو ته مخ را واړاو او په ږېره يې لاس را تېر کړ، چې خبره خو دا ده بله نه ده چې دا سندره خو زموږ د ټولنې د اخلاقي کردار ستاينه کوي، هغه دا چې ښځه وايي، د منګي غاړه مې شنه، د دې مطلب دا دی، چې ښځه ګودر ته ډېره ځي او دومره ډېرې اوبه راوړي، چې حتا د منګي غاړه يې شنه شوې، نو دې وخت کې به خلک تور لګوي، چې ګودر ته څوک ډېر ځي، نو خامخا به يې چېرته يارانه اچولي وي، مګر ښځه وايي، چې د منګی غاړه مې شنه لمن مې سپينه، يانې خبره دا ده، که ګودر ته ډېره هم ځي، نو لمن يې سپينه ده، چا سره يې خوږې او ترخې اړيکې نه شته.

ملا صيب د خپل نقدي او بلاغي فکر په برکت مخکې وايي، چې يوه ښځه ګورد ته هم ځي، د منګي غاړه يې هم شنه وي، او بيا سپينه لمن، دې وخت کې يو سوال دا پيدا کيږي، چې دا ښځه به خيرنه او بدرنګه وي، نو د دې سوال د دفعې لپاره سندرې وايي، چې ګل په غاړه مې زنګيږي، تاويزونه کنه. يانې، دا ښځه ګودر ته هم ځي، لمن يې هم پاکه ده او داسې نه چې بد رنګه او خيرنه ده، بلکې په خپله وايي، چې ګل په غاړه مې زنګيږي، چې تاويزونه کنه.

ملا صيب وويل، چې دې سندره کې زموږ د ټولنې د پاکو او ټولنيزو اخلاقو يوه نومونه ده او له خپلو کليوالو يې وغوښتل، چې ځئ، خپلو کورونو ته دخلکو د خوښۍ مخنيوی مه کوئ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x