تاند به اوس په کوم «محور» څرخي!؟

طارق بدر
په رسنیز فعالیت کې یا یوه رسنۍ د نورو تولیدات له خپله لیده وړاندې کوي، یا خپله تولیدات لري، هغوی چې خپله تولیدات لري په پیسو يې پلوري او په انلاین رسنیو کې ډېری په هغه لومړۍ تګلاره راونې دي او د نورو له خوا خپاره شوي مواد له خپلې زوايې بیا وړاندې کوي؛ په داسې وخت کې بیا نو د یوه فکر ملګرې رسنۍ له یو بل سره همکاري کوي او یوه يې بلې ته هسې په نوم د سرچینې څرک په ګوتو ورکوي.

د امریکايي یرغل له پیل سره یرغلګرو په ټوله کې په رسنیزه برخه کې د ډالرو بنډلې وشیندلې او د همدې رسنیو له لارې يې زموږ دغه څوارلس کلن نسل په تېره ښاري ساحو کې يې نږدې بشپړ نسل له خپلو ارزښتونو بې خبره رالوی کړ، د کرزي په لومړیو وختو کې مې د اوسني مفکر(!) په اړه اورېدلي و چې بهرنیانو ته يې دا ډاډ ورکړی و، چې په افغانستان کې د نسل بدلون ته اړتیا ده، کوم نسل چې په لومړي ټولګي کې د دوی د نظام تر سیوري لاندې کېني چې له پوهنتونه فارغېږي د دوی ملګری به وي، امریکايي لاسپوڅي یوازې په ښوونیز برخه کې دا استدلال درلود خو رسنیو يې تر ښوونیزو ادارو ډېر کار ورکړ.

په کابل کې «ستا» راډیو د «بیان » راډيو تر څنګ له امریکايي پوځي اډې – بګرام – نه نشرات پیل کړل او په ټول افغانستان کې يې د سپين سترګۍ او ښکنځلو د دود زړي وکرل او د مشر کشر، ادب او احترام په نامه ټولې پولې يې ونړولې، د «ستا» راډیو مشر د امريکايي پروژې « کلید» راډیو يو اوسنی همکار و، چې په نورو برخو کې يې ورسره نوي په ډیموکراسي ایمان راوړونکي ملګري کړي و، همدې «ستا» د خدمتګار په نامه په چاپي خپرونو کې د افغانیت د تحریف ژمنه هم وکړه او په پرېمانه توګه يې د انسانیت له اصولو لرې چټياتو ته هوا ورکړه.

دغه خدمتګار به په انلاین رسنیو کې «تاند» ته نو د یوې بېخې مؤثقې سرچینې حیثیت درلود، حیثیت له کومه شو، صرف په دې خاطر چې تاند باید انسانیت په مسلکي توګه تحریف کړي او دې تحریف ته باید یو لاسپاکی ولري، چې خدمتګار دغه تشه ډکوله، خدمتګار به د خپلې ورسپارل شوې پروژې له مخې داسې دروغ جوړ کړل چې پخپله به هم پرې شکمن شول، چې دا اوس دروغ دي که رښتیا؟ دغه ګډوله به بیا تاند لا وپړسوله او ډېر وخت به يې تر ازادي راډیو هم لیکه وکړه او هغوی به هم پرې شخوند وواهه؛ خو امریکايي یرغلګو خپلو پیسو او د کار ارزښت کتل، بې پامه پخپل پروژه ايي مزدور غږ وکړ چې «ستا» راډیو نوره بنده، خدمتګار وتړئ او تاسې هم بل ځای د بوټ پاکۍ په دنده پسې شې، د کليد همکار پخپل کلید ننوت، نوي د ډیموکراسي باوریان يې حیریان دریان پاتې شول، يو يې په یک تلویزون ننوت، یک شوټ کړ او پخپل کور ولګید.

اوس نوې کاغذپیچ او د ډیموکراسي باوریانو ته د خواشینی خبر دا دی چې نن – چهارشنبه ۱۳۹۴-۱-۱۹- د خدمتګار په څېر د بلې امریکايي پروژې – محور – وروستۍ ګڼه خپرېږي، د محور، محور په اباسین بریال راڅرخېده، چې پېژندلو ته به يې ښايي اړتیا نه وي، یوازې د فیسبوک وال ته ورتګ يې بسنه کوي. محور له خدمتګار وروسته تاند ته د لاسپاک مانا درلوده، چې هر څومره رښتیاني دروغ به يې سره وتړل، د تاند به هم پلمه جوړه وه چې محور داسې وايي…

د محور کاري ډله وايي چې دوی پیسې نه لري ځکه خو له څلور کاله وروسته نن د محور وروستۍ ورځ ده، دوی وايي چې له هیچا يې پیسې نه دي اخیستې او دا يې پخپلو پیسو چاپوله، خو پام يې نه دی چې خپله خبره پخپله دروغ ثابتوي؛ که رښتیا هم دوی له چا نه پیسې نه اخیستې نو ولې د پیسو د نیستۍ ډنډوره غږوي، ځکه د محور کاري ډله د اباسین بریال په شمول اوس هم په دندو بوخت دي، خو دوی د پیسو د نیستۍ خبره سمه کړې، ځکه چې امریکايي یرغل نور په هره برخه کې په ګونډو دی، له لرې ولایته د یوې رسنۍ مسوول په کابل کې د امریکا د سفارت په دروازه ننوت، څو ورځې وروسته مې ولید په افسوس يې وویل وايي سفیر ته مې ډېرې باټې وویشتي چې موږ په څو ولایتونو کې نشرات لرو ستاسې هر ډول نظر ته پراخ پوښښ ورکولی شو، خو که ځينې پروژې د تطبیق لپاره موږ ته راوسپارئ، وايي سفیر په یوه اوږده جمله کې راخلاصه کړه: موږ تر دې وړاندې رسنیو ته اړتیا درلوده، ځکه مو پرې لګښت کاوه اوس ځينې رسنۍ زموږ له ویلو پرته زموږ فکر خپروي، موږ نور باید په نورو برخو کې لګښت وکړو.

محور هم له همدې ډلې وه، چې له محوره په تقلید زړه ور دروغ، د انسانیت او د حق د تحریف چل نورو رسنیو زده کړ، ځکه خو امريکايي سفارت د محور کاري ډلې ته د زرګونو ډالرو بنډلونه نشي ورکولی، خو تاند به اوس د دروغو لپاره کومه سرچینه ګوري؟

avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
زرین-کابل
میلمه
زرین-کابل

پرون یومحصل ملگری راته ویل چی دعصمت قانع په لاس کی می ارزانه شراب ولیدل ویل یی بیامی جیب پنجرده دزلمی رسول دکمپاین پروخت می 5بوتله دورزی وهل بیامی 3کرل اوس به په 1گزاره کوم زکه محورته دبرتانیی فرهنگی مرکز ویلی چی نورنه دحق الزحمو پیسی درکولای سو اونه نورمصارف.که دچاشه انگریزی زده وی په نورو پروژوکی نیسو.زماانگریزی هم زده نه ده.رازق ارمونی ته می لیکنه کره تراوسه روپئ ندی راکری

rehmat jan
میلمه
rehmat jan

هغه متل ده وای هم برو هم بدنام یعنی هم می دین برباداوهم دنیا هغه کانه په درواغجنوجرنالیستانووسوه زه جرنالیزم نه غندم البته هغه جرنالستان سی ایمان اسلام اووطن یی په دالرو وپلورو نن ورته تردی دبترحال غوشتونکی یم