د اربکیانو شمېر به د یولس زرو څخه دیرش زور ته لوړ کړه شي

arbakianنن ټکی اسیا: په کابل کې د ایساف او کورنیو چارو وزارت ویاند په یوه ګډه مطبوعاتي غونډه کې سیمه ایز پولیس وستایل او اعلان يې وکړ چي ددغو پولیسو شمېر به د یو لس زررو څخه دیرش زرو ته لوړه کړه شي.
د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي وویل چي اوس مهال د هیواد په ۵۷ ولسوالیو کې په دندو بوخت دي، چي فعالیت يې ښه نتیجه ورکړې، ځکه به ددغو اربکیانو شمېر دیرش زرو ته لوړ کړه سي،

او هم به يې فعالیت د اوه پنځوس ولسوالیو څخه نهه نوي ۹۹ ولسوالیو ته وغځول شي.
نومړي هغه ټول راپورونه رد کړه چي ګوندي سیمه ایز پولیس یا اربکیان خلکو ته تکلیف رسوي، او ووې ویل چي یو شمېر غیر قانوني وسلوال د سیمه ایزو پولیسو په نوم په خپلو سیمو کې عام خلک زوروي.
صدیقي وویل چي د سیمه ایزو پولیسو د جوړښت د پیل څخه تر اوسه یوازي پنځلس تنه په جنايي جرمونو کي نیول شوي، او قانوني چال چلند ورسره شوی دی.
دا پرمختګ په داسي وخت کي راځي چي د افغانستان په ټولو هغو سیمو کې چي دغه پولیس یا اربکیان په کښي په دندو ګمارل شوي دي، عام وګړي د سیمه ایزو پولیسو څخه سر ټکوي، او دغه پولیس په ډول ډول زورونو، وهلو ټکولو، په زور د مال اخیستلو، جنسي تیریو او لوټ مار تورنوي.
د یادوني وړ ده چي د سیمه ایزو پولیسو دغه پروسه د امریکايی جنرال ډیوډ پټریاس د طرحي سره سم په افغانستان کي عملې شول، چي په لومړي سر کې افغان حکومت دا طرحه په کلکه رد کړې وه، خو بالاخره ولس مشر حامد کرزي په کال ۲۰۱۰ کې دا طرحه ومنله.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د