ټولنیزه برخه

سيند په کوزه کې؛ کیسه ګۍ

حامد افغان

د نوې نړۍ نرم غله
په علم مین غل
• په سویډن کې د پوهنتون استاد په يوهنتون کې یو ځای خپل بکس ایښی و چې بیرته یې وراخیست له بکسه لیپ ټاپ ورک شوی و، استاد په لیپ ټاپ نه شو خپه په هغه کې د لسو کلونو بحثونه، څیړنې او ګڼ شمیر ویناوې وي د هغو په ورکیدو ډېر خپه شو، خو څه وخت وروسته د کمپیوټر غله یوه USB ورته راولیږله او په هغه کې یې د ده بحثونه، څیړني او ویناوې ورته رالیږلې وي!.

مهربانه غل

• په المان کې یوه کور ته غل واوښت، هلته یوه ډله ماشومان ناست وو، هغوی يې پخپله وسله سره په چوپتیا مجبور کړل، د ماشومانو له ډلي نه دوو یې له خپلو جیبونو خپل ورځنی لګښت ورته راوایست غله ته یې ونیو او ورته ویې ویل: دا واخله او موږ ته څه مه وايه!، غل وشرمیدی له کوره ووت او هیڅ شی یې غلا نه کړل.

پاک لمنی غل

• په اسټرالیا کې یوه غله د خلاصو دروازو له یوه موټر نه موبایل او بټوه غلا کړه، موبایل کې یې د موبایل د څښتن داسې ویډیوګاني ولیدلې چې په ماشومانو یې جنسي تیری کړی دی، غله پولیسو ته ځان ورساوه خپله د غلا کیسه یې ورته وکړه او د موبایل د خاوند ویډیوګاني یې هم وروښودلې، پولیسو د موبایل خاوند پیدا او د بندیخانې میلمه کړ، او د غله په وېښ ضمیر یې له افرین ویلو وروسته هغه خوشی کړ.

زړه سواندی غل

• په امریکا کې یوه سړي له موټر نه کیمره پټه کړه، له کیمرې یې معلومه کړه چې د سرطان د ناروغې ښځي ده، په دې کیمره یې خپل عکسونه اخیستي دي څو یې د یاد ګار په توګه خپل اولاد ته پریږدي، نو غله بیرته کیمره خپلي خاوندي ته ولیږله.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Jahesh basiry

وروره ته شه قصه گی لیکي خو عنوانونه یی تکراری دی که نه نو تولی دپند اوعبرت خخه دکی دی

emir

ډیره ښکلی او زړه پوری قصه ده

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x