طالبان: د اسلامي امت ستونزې په قرآن او سنتو حل کېږي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، وري ۱۹مه، ۱۳۹۴ل): طالبانو خپله اوونیزه تبصره کې په اسلامي امت غږ کړی، چې د خپلو ستونزو د حل او د امت د یووالي لپاره باید د الله جل جلاله کتاب او د رسول الله صلی الله علیه وسلم سنتو ته رجوع وکړي.

په تبصره کې د اسلامي امت د جغرافيوي وېش، په جګړو کې ګېرېدل، د تعلیم سطحه راټيټېدل، د بېکارۍ کچه لوړېدل او د ارزښتونو پردي کېدل د ستونزو په ډول یاد شوي او ويل شوي چې «په داسي وخت کې چې د فکري تشتت او جغرافیایې تجزیې له امله د اسلامي امت موجوده حالت د زغم نه وتلی او د بي مفهومه قومي، تنظیمي او منطقوي تعصب له امله د خپلمینځي تفاهم دروازي تړلي ښکاري اړینه ده چې هر وګړی، هره ټولنه او هر ملت د مسلمانانو د ذات البیني اصلاح او سولې لپاره لاس په کار شي او د خپل توان سره سم د امت مسلمه د نجات لپاره په اخلاص خوځښت پیل کړي، د موجوده دردونکو پیښو او حوادثو فشار ته تسلیم نشي، ځکه د اسلام په قاموس کې یأس او ناهیلي ځای نلري. {إِنَّهُ لا يَيْأَسُ مِنْ رَوْحِ اللَّهِ إِلاَّ الْقَوْمُ الكَافِرُونَ} (يوسف ۸۷).»

د تبصرې له مخې اسلامي امت د پرمختګ لپاره داسې فکري اصول لري، چې په پلي کولو سره يې امن، استقرار او سوله سمدستې راځي.

طالبانو په تبصره کې د ایاتونو او احادیثو په رڼا کې د اسلامي امت د اوسني بد وضعیت نه د خلاصون وسیله «د الله جل جلاله د کتاب او د رسول الله صلی الله علیه وسلم د سنت اتباع او په خپل ژوند کې د دواړو د لارښوونو او احکامو پیاده کول.» بللي دي او په اسلامي امت يې غږ کړی چې د قرآن او سنتو په تطبیق سره د خپل مخ په ځوړ حالت د بدلون لپاره لاس په کار شي.

تبصره وړاندې زیاتوي چې د انسانانو ترمنځ د فکر او رايې اختلاف یوه فطري پدیده ده، خو دا چې کومه رایه او کوم فکر په حقه دی، باید «قرآن کریم او نبوي احادیثو ته یې عرض کړو کوم نظر چې د کتاب او سنت موافق وي یوازي هغه باید ومنل شي.»

طالبانو په تبصره کې  کبر، عجب، قدرت غوښتنه، بدګماني او کینه د غیر سالم او غیر منطقي اختلاف سببونه بللي او د ټول اسلامي امت د وروۍ غږ يې پورته کړی «مونږ ټول مؤمنان سره وروڼه یو، ټول یو حزب یو، مساوي حقوق لرو، د خپلو وروڼو سره تواضع د انبیاؤ علیهم السلام سنت دی {وَاخْفِضْ جَنَاحَكَ لِلْمُؤْمِنِينَ} (الحجر- ۸۸)»

په تبصره کې دا هم ویل شوي، چې د خپل مسلمان ورور پر وړاندې له شرعي اړتیا پرته باید وسله پورته نه کړو او د خپلو داخلي اختلافاتو د حل په موخه «بهرنۍ قواوې طلب نه کړو او نه خپلي فیصلي هغوی ته حواله کړو، بلکې پکار ده چې خپل اختلافات د تفاهم له لاري حل کړو…»

طالبانو په داسې حال کې د اسلامي امت د ضعف، بې اتفاقۍ او شخړو د حل لپاره د الله جل جلاله پر کتاب او حضرت محمد صلی الله علیه وسلم پر سنتو د راټولېدو ټینګار کړی، چې نږدې ټوله اسلامي نړۍ د شخړو، کمزوریو او مخ په ځوړ حالت ښکار ده.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د