افغانستان

هلمند: د ذوالفقار عملیاتو د پایلو په اړه ناسته کېږي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، وري ۱۹مه، ۱۳۹۴ل): د هلمند د سیمه ییزې ادارې د چارواکو په ګډون د ذوالفقار عملیاتو کې له برخه والو قومندانانو سره نن د هلمند په مرکز لښکرګاه کې ناسته کېږي.

د هلمند سیمه ییز چارواکي وايي چې په دې ناسته کې به د عملیاتو برخه وال قومندانان او د دې عملیاتو عمومي قومندان دادان لونګ د عملیاتو د ستونزو، پرمختګونو او پایلو په اړه خبرې وکړي.

په هلمند کې د ذوالفقار نږدې ۵۵ ورځني عملیاتو څو ورځې وړاندې پای ته ورسېدل، چې ورسره جوخت په ځینو سیمو کې مېشت شويو عسکرو هم خپلې پوستې طالبانو ته پرېښودې او له سیمې وتښتېدل.

پرون – سه شنبه – رسنیو خبر ورکړ، چې د هلمند د سنګین په څاروان کلا کې د ملي اردو په ګډون پولیسو او اربکیانو ۱۸ پوستې پرې اېښې او له سیمې تښتېدلي دي.

د هلمند سیمه ییزو چارواکو د عسکرو تېښته ومنله، خو ويې ویل چې د دې تېښتې د جزيياتو او علتونو په اړه به په نننۍ غونډه کې خبرې وشي.

د څاروان کلا اوسېدونکي وايي چې دغه پوستې د ذوالفقار عملیاتو په اوږدو د عسکرو شاهدې وي، خو چې عملیات پای ته ورسېدل عسکرو هم له دې پوستو چې پراخه سیمه يې ترلاسه لاندې وه پښې سپکې کړي، د دوی په خبره دغه پوستې به تل د طالبانو تر بریدونو لاندې وي.

طالبانو هم په خپله خپره کړې خبرپاڼه کې ويلي، چې د دوی تعرضي بریدونو د اتلسو پوستو عسکر له سیمې وتلو ته اړل کړل، چې په ځينو پوستو ترې ګڼ شمېر مهات هم پاتې شوي دي.

د ذوالفقار عملیات چې د تېر کال د دلوې میاشتې په ۲۶مه د ۷۰۰۰ تازه دمو عسکرو په وسیله پیل شوي و، دواړو لوریو پکې د درونو تلفاتو دعوې وکړلې، خو ولسي وګړي وايي چې د دولتي عسکرو له لوري د دوی سلګونه کورونه او باغونه هم په دې عملیاتو کې له خاورو سره خاورې شول.

د سنګین ولسوالي قومي مشر علي شاه خان پژواک خبري اژانس ته ويلي چې دغه عملیات بشپړ ناکام او د ولسي وګړو د سلګونو کورنو له نړولو پرته بله لاسته راوړنه نه لري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x