
جنرال افضل لودین تر خپلې نوماندۍ تېر شو
نن ټکی اسیا (چهارشنبه، وري ۱۹مه، ۱۳۹۴ل): له ارګه خپره شوې اعلامیه وايي چې د ملي دفاع وزارت لپاره نوماند وزیر ډګر جنرال افضل لودین له خپلې نوماندۍ تېر شو.
ډګر جنرال افضل لودين چې د ډاکټر نجیب الله په واکمنۍ کې لوړپوړی پوځي مسوول و دوه ورځې وړاندې د ارګ له لوري د ملي دفاع وزارت لپاره د نوماند وزیر په توګه معرفي شو.
د ملي دفاع وزارت لپاره دې نوماند وزیر له خولې د ارګ په اعلامیه کې ویل شوي چې نوموړي په افغان پوځ کې ۴۳ کاله خدمت کړی، خو په خبره يې اوس د ملي دفاع وزارت لپاره نوماندي یا هم بریا د هېوادوالو تر منځ د بې اتفاقي سبب کېږي، ځکه خو تر خپلې نوماندۍ تېرېږي.
ځینې سرچینې وايي چې افضل لودین له ولسي جرګې نه د تاييد تمه نه درلوده، خو ښايي د ګډ حکومت له لوري د دفاع وزارت د مرستیال په توګه پاتې شي، چې ممکن صلاحیت يې تر وروسته ټاکل کېدونکي وزیر هم زيات وي.
دا په داسې حال کې دی چې د ولسي جرګې له لوري د ګډ حکومت د کابینې د دویم پړاو د شپاړلسو نوماند وزیرانو اسناد تر څېړنې لاندې دي.
تر اوسه نه ده روښانه چې د ډګر جنرال افضل لودین له تېرېدنې وروسته به څوک د ګډ حکومت دواړو مشرانو په خوښه د نوماند وزیر په توګه معرفي شي.