سامسنګ په لږ قیمت لوی سکرین لرونکی ټبلېټ وړاندې کوي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، وری ۱۹مه ۱۳۹۴ل): اوسمهال په بازارونو کې د سامسنګ کمپنۍ مختلف ټبلېټونه شتون لري خو بیا هم دغې کمپنۍ پریکړه کړې چې د ګیلیکسي ټب اې (Galaxy Tab A) په نوم خپل نوی ټبلېټ کاروونکو ته وړاندې کړي.

دغه ټبلېټ د لومړۍ ځل لپاره تیره میاشت په روسیه کې کاروونکو ته معرفي شوی و خو اوس د سامسنګ کمپنۍ په رسمي بڼه تاییده کړه چې دغه ټبلېټ به په اروپا کې هم کاروونکو ته وړاندې کوي.

د سامسنګ دغه نوی ټبلېټ د دې کمپنۍ پخوانی ټبلېټ ګیلیکسي ټب ایس ۲ (Galaxy Tab S2) ته ورته ده خو نوی ټبلېټ به په کمه بیه کاروونکو ته وړاندې شي.

د سامسنګ کمپنۍ څخه لاسته راغلې معلوماتو پر بنسټ د نوی ټبلېټ وای فای (Wi-Fi) لرونکې بڼې بیه به ۲۹۹ یورو او ایل ټي اي (LTE) لرونکې بنې بیه به ۳۴۹ یورو وي.

ګلیکسي ټب اې (Galaxy Tab A) ۹.۷ انچه سکرین لرلو سره به ۷۶۸ * ۱۰۲۴ ډسپلې ولري. دغه ټبلېټ ۱.۲ کواډ کور پروسېسر (Quad core Processor) لري. مخکینی کامره يي ۲ او شاتنۍ یا اصلي کامره يي ۵ میګا پکسله ده.

ګلیکسي ټب اې (Galaxy Tab A) کې (6000 mAh) بیټرۍ ځای پر ځای شوې او ۱۶ ګیګابایټ د فایل ثبتولو وړتیا لري او تر ۱۲۸ ګیګابایټ میموري کارډ قبلولی شي.

د سامسنګ دغه نوی ټبلېټ په انډرایډ ۵.۰ لالیپاپ اپریټنګ سیسټم باندې چلیږي. د دغې ټبلېټ وای فای لرونکی ورژن ۱.۵ ګیګابایټ او ایل ټي اي لرونکی ورژن ۲ ګیګابایټ رېم لري.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د