نوی بیټرۍ چې په یوه دقیقه کې سمارټ فون چارجوي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، وری ۱۹مه ۱۳۹۴ل): له سمارټ فونونو سره د غوره او پیاوړی بیټرۍ ارزښت هم زیات شوی او خلک غواړي خپل سمارټ فون کې داسې بیټرۍ وکاروي چې د اوږدې مودې لپاره چارج وساتي.

په دې وروستیو کې د څیړونکو یوې ډلې په سټانفورډ ښار کې نوی بیټرۍ جوړه کړې چې کولی شي په لږه موده کې سمارټ فون چارج کړي. دغه نوی بیټرۍ د المونیم په مرسته جوړه شوې.

له دې وړاندې په سمارټ فون کې کاریدونکي بیټرۍ له لیتیم- ایون (Lithium-ion) څخه جوړ شوي ول چې پوره چارجیدو لپاره لږ تر لږه یو ساعت وخت ته اړتیا درلود.

خو څیړونکو په وینا د سمارټ فون دغه نوې بیټرۍ کې المونیم- ایون (Aluminum-ion) کارول شوی چې په مرسته به يي بیټرۍ ارزانه او محفوظه وي.

له پورتنیو ځانګړتیاو سربیره دغه نوي بیټرۍ د اوږدې مودې لپاره د چارج ساتلو وړتیا لري په داسې حال کې چې دوه نوي جوړې شوي بیټرۍ په یوه دقیقه کې یو سمارټ فون چارجولی شي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د