نظــر

دسولې خبرې اترې

taliban6له څه وخت راهیسې یو ځل بیا دنړئ په کچه خبري رسنیو وخت په وخت دامریکې او طالبانو تر منځ دخبرو اترو خبرونه خپرول، مګر دا رنګه خبر ډېرو ته دتېرو خبرونو په څېر ښکارېدو، کوم څه چې په لومړي ځل دیو دوکاندار خولئ په غوړو کې او یرغلګر په شرمونو وشرمېدل،  او په دوهم ځل خو یې دکابل دادارې دسولې دشورا مشر په مخه کړ، دا ځل هم خلکو دغه آوازې همغه مخکنیو ته ورته ګڼلې، مګر کله چې طالبانو له امریکې سره دخبرو اترو لپاره دلومړنئ او سرسري هوکړې پخلی وکړ نو خلک پوه شول چې دا ځل  کیسه دتېر په څېر نه ده،

بلکې خبره رښتیا ده، ددې خبر له خپرېدو سره سم هم دنړئ په کچه او هم دهېواد په کچه ډول ډول غبرګونونه تر سترګو شول، ډېری نړیوال په دې خبره پټه خوله شول، یوازې امریکې او قطر طالبانو ته دیو رسمي دفتر پرانستل دستونزو دهواري لپاره اړین وبلل او ملاتړ یې ورځنې وکړ، او ځینې سیمییز هېوادونه بیا دپاڼ او پړانګ تر منځ هک پک شول، لکه پاکستان، نه یې دنوموړو هڅو ملاتړ وکړ او نه یې په ښکاره خپله رسمي ناخوښي څرګنده کړه، که څه هم چې له زړه نه خو یې یو الله خبر دی! خو بیا هم دخپل زړه ناروغي او ناخوښي یې یو مخ پټه نشوای کړای، بلکې له خپل څو کلن دښمن ( دکرزي واکمنئ ) سره یې دافغان ستونزې دهواري لپاره ګډې هڅې پیل کړې، دلته هغه څه چې دغه دوه مرور او یو وبل ته پاخه غلیمان یې  یو ځای  دګډو هڅو دپیلولو تابیا نیولو ته وهڅول  هغه دا چې دواړه بیچاره ګان د خبرو اترو له لومړئ چمبې نه یو او بل اړخ ته پرېښودل شوي وو، او دا هغه  څه دي چې یو به یې هم ونه شي زغملای او تر پایه به هڅې وکړي چې یا خو دوی ته هم یو څه پکې ومنل شي او که نه دګډوډولو هڅې خو به کله هم ونه سپموي.

دهېواد په کچه دکرزي کاواکه او بې واکه واکمنئ خو داسې لار ورکه کړه چې سهار یو څه وایي او بیګاه بل څه! تر دې چې خپل استازی یې له قطر نه ددې لپاره چې ګواکي دوی خپه او نا خوښه دي را وغوښت، داسې انګیرل کېدله چې کېدای شي کرزی له ډېرې غوسې نه سمدستي سر په دیوال ووهي! مګر  دتېر په څېر دکرزي او ورسره ملګرو فشار یې بېرته ښکته لاړ، او اوس هم کله یو څه او کله بل څه وايي، دکرزي کړنو او خبرو ته ځکه ډېر ارزښت ورکول په کار نه دي چې هغه بیچاره هر وخت یو په یو هوا اخلي او بیا یو په یو تشېږي، نوې پېښې یو په یو ژوره اغېزه پرې کوي، سمدستي برګ اتڼ پیلوي،غور او پوهه یې پوندو ته ځي، او بیا وروسته په سد کې کېږي.

ددې تر څنګ په شمالي ټلواله خو داسې دپوستکي خارښ ولګېد چې دځان پر ځای یې دنورو ګرولو ته مخه کړه، تر دې چې تر برلینه پورې ورسېدل او هلته یې له خپلو زړو بادارانو سره دزړه خواله پیل کړل، دا چې دوی دڅه لپاره هلته لاړل موخه یې څه وه او څه به وکوي؟ دلته به اوس نه پرې غږېږو.
 ځینو نورو بیا په دې ګومان چې ګواکي هلوا سړه شوه! دهمدې خبر له خپرېدو سره سم مخ په کابل منډه کړه، سره له دې چې ښه خبر دي دکابل لاسپوڅې اداره هېڅ واک نه لري، په دوی هم هغه دهزاره ګي کانه وشوه، وایي کوم هزاره ګي خوب لیدو چې یو کس په یو لاس کې سره او په بل  کې سپین زر نیولی وي، او ده ته سپین زر ورکوي، مګر دی سپین زر نه اخلي او له نوموړي کس سره جنجال کوي چې سره زر ورکړي، په همدې وخت کې له خوبه را پاڅېږي که ګوري چې نه سپین زر شته او نه سره زر! هک پک پاتې کېږي! سمدستي سترګې پټوي او وايي: ( بودې بودې هر چي که مودي سیی ست!!! )

کله چې په کابل کې هم څه په لاس ورنغلل ځکه چې هغوی بیچاره خپله دپولئ ټک ته ناست وو، نو اوس یې په اوتو بوتو پیل کړی، دملت ريښتوني استازي دوی دي! په قطر کې دطالبانو له یو څو تنو سره کیسه پیل شوې ده! دوی به وايی چې باید ټول طالبان قطر ته دخبرو لپاره لاړ شي! تر څو چې سم اشر ورته ونه کوي په یو څو کسانو یې سر نه ورځي!!!  لکه دوی چې لا له پخوا نه یو مخ ټولو کابل ته مخه کړې ده!!!

له دې پرته ځینو کسانو بیا په ځانګړي ډول خپلې انګیرنې او شننې دلیکنو په بڼه څرګندې کړې او لا همدا لړئ پسې روانه ده، خو تر ټولو دخندا وړ دځینو هغو څېرو لیکنې او څرګندونې دي، چې دکورنیو خونړیو جګړو پر مهال دخپل لوري په استازیتوب دجګړییزو خبرونو په خپرولو کې په نړیواله کچه ددرواغو وروستي پوړ ته ختلی و، لا تر اوسه پورې یې اولس په همدې نامه پېژني، او له ډېر وخت راهیسي په خوږه! او ګرانه! اروپا کې شپې او ورځې سبا کوي، او همدا اوس هم درسمي استازي په توګه دنده پر مخ وړي، دغه رنګه جنابان وخت پر وخت له نویو پېښو سره – ددې لپاره چې دخپلې سیاسي پوهې کچه تر نورو لوړه وښيي – دخپل کلک تړاو ښکارندويي کوي، او انګیري چې ګواکي دوی له دا رنګه پېښو نه لا له مخکې پوره خبر وو او په راتلونکي کې هم ښه پوهېږي چې څه به کېږي! که څه هم چې زه خپله د دارنګه کسانو لیکنې نه لولم او نه وخت پرې ابته کوم، خو بیا هم کله کله مې مخې ته راشي، په یوه لیکنه کې یې له امریکې سره دطالبانو خبرې اترې دطالبانو دځانکندن په مانا انځور کړې وې! نوموړي په خپل ګومان کیسه داسې جوړه کړې وه چې خبرې اترې به دامارت تر منځ دګډوډئ لوی لامل شی، امارت به ټوټې ټوټې شي، تر دې چې په پای کې به نه دطالب په نامه څوک پاته کېږي او نه دامارت په نامه! ما ویل چې ده ته خو سړی مبارکي ور ولېږي! چې سړیه! دا ده کیسه خو دې له خیره سره پای ته ورسوله، اوس نو میدان یوازې تاسو ته درپاتې دی! مبارک مو شه!

ډېر دافسوس او هم دتعجب ځای دی!!! دوی که خبرې اترې کوي، که په امریکا او اروپا کې لا له پخوا نه رسمي استازي لري! که کابل ته ځغلي راځغلي دابو اخیستو په څېر هر بوټي ته لاس اچوي ! که دکابل په ګوډاګئ اداره کې یې دکرزي په ترخ کې لا له پخوا نه لوړ پوړي چارواکي ور ننویستي دي! دا ټول ددوی دسیاسي پوهې ښکارندويي کوي! سره له دې چې دجهاد په ډګر کې پنځه سلنه برخه هم نه لري! او اسلامي امارت چې پنځه نوي په سلو کې جهادي سنګرونه یې تاوده ساتلي دي، ددوست او دښمن په ډاګیزه ګواهئ یې یرغلګر په ګونډو کړي دي، خو کله چې له سیاسي لارو دستونزو هواري ته مخه کوي دا بیا ددارنګه جنابانو په ګومان او انګیرنه امارت ټوټې ټوټې کوي! دښمن که دا رنګه اوتې بوتې ووايي خو یوه لاره مګر هغه څوک چې سهار او بیګاه دکلکې مسلمانئ او جهاد نارې سورې آن له اروپا نه وهي! او بیا دخپل مسلمان ورور سم او ګټور ګامونه دا رنګه انځوروي فکر کوم ډېره لویه تېروتنه او خورا ناځواني او بې غیرتي ده، وايي ځوان ووژنه مګر ځواني یې مه وژنه!
دغه او دې ته ورته له ولس نه لیري څېرو ته دا دزغملو نه ده چې اسلامي امارت ته دسیاسي خوځښت وخت ورکړ شو، دوی داسې انګیرله چې ځه جګړې به نور وکوي او دسیاست سنګر خو مونږ لا له مخکې نه نیولی! مګر کله چې وپوهېدل چې سړیه دا خو کیسه بل رنګه شوه نو اوس سړې تبې نیولي دي!

اوس به راشو دیته چې  په اوسنیو حالاتو کې داسلامي امارت له خوا ددښمن په وار وار او په خورا ټینګار سره غوښتنو ته له حالاتو او پېښو سره سم ځواب ورکول یو پر ځای او دټولو لپاره ګټور ګام دی، تر څو سر زوري دښمن او ټولې نړئ ته په ډاګه شي چې اسلامي امارت تل او هر وخت له یوې منل شوې او سمې لارې نه دخپل ګران هېواد او غیرتمن ولس دستونزو دهواري لپاره هڅې کړې دي او کوي یي، اسلامي امارت نه په لومړي سر کې ستونزه په ستونزو هواروله او نه یې اوس په ستونزو هواروي، همدا نیواکګر وو چې په لومړي سر کې يې ددې پر ځای چې غوټه په لاس وسپړي سمدستي  خبره خولې ته کړه، او دا چې اوس یې سد سرته ورغی او یو څه پوه شول چې ستونزه په ستونزو نه هوارېږي، ښه خبره ده، اوس هم لا وخت شته چې خپلې تېرې تېروتنې او کوږوالی سم کړي، نور دافغان غیرتي ولس وینی تویې نه کړي، او دخپلو شیطاني هوسونو دمړولو او پوره کولو لپاره دخپل وطن زامنو دقرباني کولو لړئ ودروي، خپل ځان له یوې تاریخې اوشرمونکې ماتې نه وژغوري، که څه هم چې اوس خو یې دې مبارک وي! خو بیا هم چې له بد نه بدتر نشي، که بخت یاري ورسره وکوي تر څو په دې اړه له غور نه کار واخلي دا به ډېر ورته ګټور وي.

اسلامي امارت ته دیو ښکاره او څرګند ځای ډېره زیاته اړتیا وه او ده، ځکه له دغه لسو کلونو راهیسي اسلامي امارت له سیاسي پلوه کلابند و، نه نړئ، نه دنړئ هېوادونو، نه اسلامي ډلو او نه هم داسلامي امت عامو خلکو په ښکاره اړیکې ورسره نیولای شوای، هر څه په پټه وو ، په نړئ کې ډېر داسې هېوادونه او اسلامي ډلې شته چې غوښتل یې او غواړي له امارت سره مرسته وکوي، خواخوږي ورسره وښيي، راشه درشه ورسره ولري، خو دا چې امارت په ښکاره کوم ځای نه درلود نو له همدې کبله ډېرې مرستې، اړيکې او خواخوږئ بې ځایه او بې وخته تر سره شوې، او یا بیخي پاتې شوې دي، اوس به هر څوک کولای شي چې له اسلامي امارت سره راشه درشه ولري، ملاتړ یې وکوي، مرسته ورسره وکوي، او کم تر کمه اړیکې ورسره ونیسي، زما په اند دا دامارت او افغان ولس  لپاره تر ټولو لویه بریا ده، که لږ له غور نه کار واخیستل شي په ډاګه کېږي چې دغه ګام ددښمن لخوا دامارت منل او د افغان ستونزې دآر او غښتلي ملي ځواک په بڼه یې نړئ ته ورپېژندل دي، کوم څه چې امارت خورا سخته اړتیا ورته لرله، امریکا له همغه اولې ورځې نه اسلامي امارت دافغاني ستونزې دآر اړخ په توګه نه پېژندلو، او ټولې هڅې یې دا وي تر څو اسلامي امارت دزور له لارې له منځه یوسي او نړیوالو ته وښيي چې ګواکي طالبان نور له منځه وړل شوي دي، هېڅ نه دي پاتي، او نه طالبان دځمکې پر مخ دژوند کولو وړ دي، مګر اوس یې چې دیو سیاسي ځواکمن ځواک او دهېواد دستونزي په هواري کې دیو غښتلي او تکړه لوري په توګه وپېژندلو دا ددښمن لپاره یوه لویه او تاریخي ماته او دامارت لپاره لویه بریا ده.

 بل دپام وړ ټکی دادی چې اسلامي امارت له همغه اولې ورځې نه څو څو ځله دا خبره کوله  – او حقیقت هم همداسې و او دی – چې دکابل لاسپوڅې تش په نامه اداره د ګران هېواد او غیرتمن ولس په برخلیک کې هېڅ واک نه لري، هر څه دبهرنیانو په لاس او واک کې دي، نو له همدې کبله یې دلاسپوڅې ادارې دسولې تشو نارو سورو ته هېڅ پاملرنه نه کوله، ځکه چې بنسټیزه ستونزه له بهرنیانو سره وه او ده، او په دې هکله نوموړې دبهرنیانو په لاس جوړه او دهغوی په واک کې ادارې هېڅ رنګه خپلواکې نه لرله او نه یې لري، هسې دځان او ولس دتېر ایستلو لپاره یې په خوله دسولې نارې وهلې، دا دی اوس داسلامي امارت دمشرانو سیاسي او واقعي پوهه ټولو ته په ډاکه شوه، او ټول پوه شول چې دستونزې بنسټیز هواری دچا په لاس کې دی، که نه دا څنګه کېدای شي چې دستونزې هواری دې د کابل ادارې په واک کې وي، او دخبرو اترو تابیا دې ددوی له خبریدو یا خبرولو پرته وشي!!!

اوس به ډېر هغه کسان په حقیقت پوه شوي وي، چې په پټو سترګو به یې شننې او څېړنې کولې او اسلامي امارت به یې پر دې پړ بللو چې  ګواکي سولې ته غاړه نه ږدي، په هېواد کې آرامي نه غواړي، او ستونزه دزور له لارې هواروي،  دا دي اوس ټولو ولیدل چې اسلامی امارت تل دسولې غوښتونکی دی، په سوله پوهېږي دسولې په چارو پوهېږي، دخپل ولس او هېواد په غوښتنو او دستونزې په بنسټ او اساس پوهېږي چې چېرته ده او څه رنګه هوارېدای شي.

دا چې ځینو لیکنو او شننو انګېرلې ده چې ګواکي په دې کار سره به دامارت دمجاهدینو تر منځ درز پیدا شي، ځکه چې ځینې کسان جګړه کول غواړي او ځینې نور سوله غواړي نو له همدې ځایه به دوی په دوه ډلو وویشل شي، مګر کله هم کیسه داسې نه ده، اسلامي امارت خپل مشر لري، هر څه دهغه په امر او مشوره سره تر سره کېږي، او داسلامي امارت زړور او غِِِِِښتلي مجاهدین دخپل مشر خبره دزړه له کومي مني، او که په ځېر سره پام وشي جوتېږي چې دغه لس کاله دنیواکګرو په وړاندې دمجاهدینو دسرلوړئ او بریا یو لوی لامل ددوی تر منځ یووالی او خپل ګران مشر ته ژمنتوب و، کوم څه چې ټولې نړئ او په ځانګړي ډول ځینو کرکجنو نشوای زغملای او تل یې ددې هڅې کولې او لا پسې کوي یې چې دمجاهدینو تر منځ درز  را پیدا کړي، مګر لا تر اوسه پورې په خپله دغه ناځوانه کړنه کې نه بریالي شوي او نه به بریالي شي ان شاء الله.

کېدای شي ځینو ته پوښتنه را ولاړه شي چې په رښتیا هم ځینې کسان دسولې پر ځای جګړې ته زړه ښه کوي او دسولې خبرې نه مني، زه وایم نه کله هم داسې نه شي کېدای او نه به وشي ځکه: دغه جګړه دڅه لپاره؟ په دې ټول پوهېږي چې زبون وهلي غلیم که په لومړي سر کې خبرې ته غوږ نیولی وای نو دومره ستونزې به نه را ټوکېدي، مګر کله چې دوی سرزوري وکوله نو دا دي اوس یې خوند هم په خپله څکي، جګړه په لومړي سر کې پر افغان غیرتي ولس باندې ور وتپل شوه، افغان ولس او اسلامي امارت نه غوښتل چې له چا سره په جګړه کې ځان ښکېل کړي او نه یې په وس پوره وه، او بیا له داسې لویې بلا سره خو یې په هېڅ ډول نه غوښتل چې ځان په یو جیوال کې ورسره واچوي، خو کله چې هر څه ورباندې وتپل شول، خبره یې چا نه اورېدله، کیسه دزور او ناروا شوه نو اسلامي امارت دخپل لوی الله جل جلاله په مرسته او دخپل غیرتي ولس په مېړانه دغره په څېر خپله سینه ورته سپر کړله او دنړئ تر ټولو لوی ښارمار يې په ملا  را غبرګ کړ، داسلامي امارت او افغان ولس موخه دا وه او ده چې خپله آزادي تر لاسه، خپل هېواد دنیواکګرو له ککړو منګولو څخه را خلاص اویو سوچه او پاک اسلامی نظام پکې پلی کړي، او په دې لاره کې یې نه ستړې کېدونکې هلې ځلې او له اټکل نه  لوړې قربانئ ورکړې او لا ورکوي یې، نو کله چې کیسه دآزادئ خپلواکئ او اسلامي نظام شوه او دا کار دسولې له لارې شونتیا ولري، نو جګړو ته څه اړتیا ده؟ جګړه خو په هغه وخت کې کېږي چې په خبرو کار ونشي، اوس هم که دښمن په رښتیا سره له هېواد نه وزي دافغان ولس خپلواکي او هلته یوه سوچه او پاکه اسلامي واکمني مني نو ښه خبره ده.

بل دا چې دهېڅ نظام ستنې پرته له سیاسي اړخه نشي ټینګېدای، له نړیوالو او خپلو ګاونډیانو سره راشه درشه دیو نظام اړینې او بنسټېزي غوښتنې دي، نو که څوک غواړي چې داسلامي نظام دپلي کېدو لپاره هلې ځلې وکوي، خامخا به آن چې له دښمنانو سره راشه درشه کوي، له ځینو سره به دوخت له غوښتنو سره سم دسولې تړونونه کوي لکه څنګه چې داسلام په تاریخ کې دا رنګه تړونونه شوي دي.

او تر ټولو اړین او دپای ټکی دا دی چې تر اوسه پورې له دښمن سره کومه روغه جوړه نه ده شوي، اوس چې کومې هڅې روانې دي ددې لپاره تر څو دروغې جوړې پر څرنګوالي خبرې وشي، په دې مانا چې کېدای شي دواړه لوري سره کښیني مګر هوکړې ته سره ونه رسېږي، او دا هم شونې ده چې په ځانګړو اویو څو ټکو هوکړه سره وکوي، دا به اوس وخت ته پرېږدو چې څه کېږي، زما باور دی چې اسلامي امارت به تر خپل وسه هڅې کوي تر څو داسې څه ورپېښ نه شي کوم چې داسلام دمبارک دین له بنسټونو او دخپل ګران ولس له غوښتنو او آرمانونو سره په ټکر کې وي، ځکه په هغه وخت کې دولس آرمانونه او غوښتنې تر پښو لاندې کېږی په کوم وخت کې چې مشران دواک او څوکئ تږي وي، دامارت مشرانو خو لا په هغه وخت کې واک او څوکئ دواړه په لته ووهل په کوم وخت کې چې یې دواړه درلودل، مګر دخپل دین ، ولس او هېواد غوښتنې یې نشوای تر پښو لاندې کولای، اوس هم  لوی الله جل جلاله ته زارئ کوو چې هغه څه راپېښ کړي په کوم کې چې دټول اسلام او مسلمانانو په ځانګړي ډول افغانانو ښېګڼه او ګټه وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x