
ننګرهار: قصر کې يو افغان عسکر اوو امريکايانو ته مرګ ژوبله واړوله
نن ټکی اسیا ( چهارشنبه، وري ۱۹مه، ۱۳۹۴ل): شېبه مخکې د ننګر ولايت قصر کې يو افغان عسکر پر امريکايانو ډزې کړي، چې نتيجه کې يې څلور امريکايان وژل شوي او درې نور ټپيان دي.
د ننګرهار قصر څخه يوې باوري سرچينې نن ټکی اسيا ته وويل، چې هره چهار شنبه د امريکايي چارواکو او ولايتي مسؤولينو غونډه کيږي او په نننۍ غونډه کې يو افغان عسکر پر امريکايانو ډزې وکړې څلور يې ووژل او درې نور يې ټپيان کړل.
سرچينه زياتوي، چې په ځوابي ډزو کې بريدګر افغان عسکر وژل شوی او يو بل ټپي دی.
د پېښې په اړه د نورو معلوماتو لپاره نن ټکی اسيا څارئ
ماشالله که یی داسلامی احساس ، عقیدی اوله هیواد او د مظلومو هیوادوالو دبی ګناه وینو نه ددفاع په خاطر دا کار کړی وی نو الله دی جنت الفردوس ځای کړی